د اسرایل د دفاع وزير ياو ګېلانت د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، په جنوبي غزه کې د عملياتو سېوا کولو دپاره به رفح ته نور اسرايلي پوځيان ننوځي.
هغه ويلي، "عمليات به روان وي او نور اضافي ځواکونه به رفح ته ننوځي، او زمونږ ځواکونو څو ټنلونه تباه کړي دي او دا فعاليت به نور چټک کړل شي".
ګېلانت ويلي، "حماس داسې ډله نه ده چې بيا به رامنظمه شي، ريزرو عسکر نه لری، ذخيره وسله ورسره نشته، او دا توان نه لري چې د ترهګرو سره چلند وکړي کوم چې مونږ په نخښه کوو، نتيجه دا چې مونږ حماس راټيټ کړی دی".
اسرایل د روانې میاشتې په سر کې د مصر سره په پوله د رفح ښار د غزې اړخ نيولی وو، باوجود د دې چې امریکې د ملکي خلکو په خونديتوب اندېښنه لرله.
د ملګرو ملتونو د فلسطين د کډوالو ادارې ترمخه، د پوځي عملياتو چټکېدو سره رفح ته 600،000 کسان تښتېدلي وو، او په جنوبي غزه کې په وروستيو کې د اسرايل د حکم وروسته 100,000 بې کوره شوي دي.
امریکا په دې هم اندېښنه لري چې په رفح کې د ملکي وګړو د خوندي کولو دپاره اسرایل سره د باور وړ پلان نشته، او اسرايل دغه سيمه د حماس د قوي مرکز په توګه وړاندې کوي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د اتوار په ورځ د ( اېن بي سي په ميټ دې پرېس) پروګرام کې ویلي، د فلسطينيانو د خوندي کولو دپاره د اسرايل سره هیڅ ځانګړی پلان نشته او نه دا چې بشري مرستې ورته ورسوي.
هغه ويلي، "د دې نه علاوه مهمه خبره دا ده چې مونږ داسې پلان هم نه دی ليدلی چې په کومه ورځ د غزې جګړه پای ته ورسي د هغې وروسته به څه کيږي. او دا وخت چې اسرايل په کوم رفتار روان دی په رفح کې به درانه عمليات وکړي خو بيا به هم د حماس د زرګونو په شمېره کې وسله وال پاتې شي".
نوموړي ویلي، "مونږ د شمال او تر دې چې د خان يونس په علاقو کې ليدلي، کومې چې اسرایل پاکې ګرځولي هلته حماس بيرته راغلي دي".
د مصر حکومت هم په رفح کې د اسرايل په عملياتو اندېښنه څرګنده کړې ده. د مصر صدر عبدالفتاح السيسي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، اسرايل په د رفح د لارې د غزې د غاړې په نيولو سره د غزې په پټۍ خپله محاصر پياوړې کول غواړي.
السيسي په بحرېن کې د عرب ليګ غونډې ته په وينا کې په اسرايل د جنګ بندۍ د خبرو سبوتاژ کولو کولو تور هم لګولی دی.
د امریکې د استازو اېوان د زيارت په ورځ قانوني مسوده پاس کړې کومه به چې صدر بايډن مجبور کړي چې اسرايل ته وسله وليږي.
صدر بايډن د دې اندېښنې له امله اسرايل ته د بمونو يا وسلې لېږلو ځنډولو هڅه کړې چې اسرايل په جګړه کې د ملکي وګړو د خونديتوب دپاره پوره کار نه کوي.
ويل کیږي دغه عمل نه ښکاري چې قانون ته لاړ شي خو جګړې ته د امریکې د غبرګون د وېش څرګندونه کوي.
اسرايل د زیارت په ورځ ويلي، پينځه پوځيان یې د اسرايل د ټېنک په ډزو کې وژل شوي، او د جګړې د پيل راهسې د اسرايل د پوځيانو د وژنو شمېره 273 ته رسېدلې ده.
د اسرایل او حماس جګړه په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرايل د بريد چې پکې 1200 کسان وژل شوي او 250 يې يرغمال کړي وو، وروسته پيل شوې ده.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرايل په عملياتو کې 35,200 نه زيات کسان وژل شوي، چې پکې عام خلکي خلک او جنګيالي شامل دي خو وايي په وژل شوو کې زياته شمېره د ښځو او ماشومانو ده.
اسرایل وايي، د 14,000 نه زيات وسله وال جنګيالي او خواوشا 16،000 ملکي خلک یې وژلي دی.
(د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز نه اخستل شوي)
Forum