لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې د دوؤ مېرمنو په ګډون اووه کسان تېزندي کړل شوي


File Photo
File Photo

په ناروی کې فعال د بشري حقونو سازمان ایران هیومن رایټس په خپل یو بیان کې ویلي دي چې په ایران کې د دوؤ مېرمنو په ګډون لږ تر لږه اووه کسانو ته د تېزندۍ سزا ورکړل شوې ده.

په ډاڼ ورځپاڼه کې خپور د ای ایف پي خبري اژانس په رپورټ کې د ایران هیومن رایټس له قوله ویل شوي چې د دوؤ بالغو ماشومانو 53 کلنې مور پروین موسوي ته د ایران په ارمیا جیل کې د منشیاتو په اړه بیلابیلو مقدمو کې د سزا وار شوؤ پینځوؤ نورو کسانو سره یو ځای تیزندي یا پهانسي ورکړل شوې ده.

رپورټ کې ویل شوي چې د ختیځ ایران په نیشاپور ښار کې 27 کلنې مېرمنې فاظمه عبدالله ته د هغې د خاوند د وژنې په تور کې د تېزندۍ سزا ورکړل شوې ده.

د ایران هیومن رایټس په بیان کې ویل شوي چې سږکال ایران کې لږ تر لږه 223 کسان تېزندي کړل شوي دي چې په دې کې لږ تر لږه 50 کسان یوازې د مئ په میاشت کې په دار خېژول شوي.

رپورټ کې ویل شوي چې په اپریل کې د نوي ایراني کال په پائ کې د روژې د رخصتیو نه راپدیخوا یو نوی رجحان پیل شوی اؤ تر اوسه د شپږو ښځو په ګډون 115 کسان تېزندي کړل شوي دي.

د بل هر هیواد په پرتله ایران کې ښځو ته زیاتې د تېزندۍ سزاګانې ورکولی شي.

د مرګ د سزاګانو په ضد په مبارزه بوخت فعالین وایي چې کومې ښځې تېزندي کړل شوي دي هغې کې زیاتره په زوره واده کړل شوې وې اؤ یا هم هغوي د کورني تشدد سره مخ وې.

د غیر دولتي دولتي سازمانونو د رپورټونو له مخې د کال 2015م راپدیخوا د هر کال په مقابله کې پروسکال ایران کې تر ټولو زیات خلک تېزندي کړل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG