لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل جنګي کابینې یو غړي د جنګ وروسته پلان نه وړاندې کولو په سر د حکومت پریښودو دهړکه ورکړې


Israel
Israel

د اسرایل درې کسیزه جنګي کابینې یو پیژندلي او مرکزی غړي بینې ګېنټز د خالي/ شنبې په ورځ دهړکه ورکړې که چرې حکومت په دریو اونیو کې د غزه د جګړې کوم پلان وړاندې نه کړو نو هغه به حکومت پریږدي.

که چرته دغه فیصله اخستل کیږي نو وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو به ښي اړخه اتحادیانو ته پرېښودل شوي. دغه اعلان د تیرو اوو میاشتو راهسې په غزه کې روانې جګړې په سر په اسرایلي مشرانو کې اختلافونه نور هم ژور کړي چرته چې لا هم اسرایل نه د خپلې بریا او نه یې د حماس وسله والې ډلې د منځه وړلو او د تښتول شوي اسرایلیانو راخلاصولو د خپلو اهدافو سر ته رسولو اعلان کړی.

تیر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د یو ناڅافي بریدو وروسته اسرایل په غزه کې جنګ پیل کړی او ویلې يې وو، چې تر څو یې حماس د منځه نه وي وړی او تښتول شوي اسرایلیان یې نه وي راخوشي کړي تر هغې به جنګ نه ختموي.

بینې ګېنټز د شپږو مادو یو پلان وړاندې کړی چې پکې د یرغمل شوي اسرایلیانو راستنول، د حماس واکمني ختمول، د غزه پټۍ بې وسلې کول، د امریکا، اروپا، عرب او فلسطین په همکارۍ یوه نړیواله انتظامیه جوړولو تر څنګ د سعودي عربستان سره اړیکې عادي کول او ټول اسرایل ته د پوځي خدماتو پراخولو هڅې شامل دي.

نوموړي د دغه پلان عملي کولو لباره د جون میاشتې ۸م تاریخ اخیرۍ نیټه / ډېډلاېن ورکړی. نوموړي ویلي ٫٫ که تاسو د جنونیانو لاره خوښه کړه او ټول قام مو خړی ته بوتلو، نو مونږ به مجبوره شو چې حکومت پریږدو.٬٬

د دغه دهړکې وروسته په اسرایلي مطبوعاتو کې د نیتن یاهو لخوا رپورټ شوي بیان کې ویل شوي چې ګېنټز د حماس پرځاې وزیراعظم ته دهړکه ورکړې او د هغه حالت یې د اسرایل په ماتې د ٫٫ خوشحالیدونکي٬٬ ګرځولی.

ګېنټز د اوږدې مودې راهسې د نیتن یاهو سیاسي سیال دی او د جګړې په شورو کې یې د قامي اتحاد/ یووالي لپاره د نیتن یاهو اېتلافي حکومت سره د یوځاې کیدو اعلان کړی وو.

که چرې هغه حکومت پرېږدي نو د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو به ښي اړخو متحدینو ته نور هم یواځې کړي څوک چې د ډزبندۍ او یرغمل شوي اسرایلیانو خوشي کولو په سر د حماس سره خبرو اترو باندې سخت دریځ لري. د نیتن یاهو دغه اتحادیان په دې باور دي چې اسرایل دې په غزه قبضه وکړي او هلته دې بیرته د یهودانو ابادۍ جوړې کړي.

د بېني ګېنټز د دهړکې څو ورځې وړاندې د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګلانټ ویلي وو که چرې اسرایل د غزې د بیا نیولو پرېکړه وکړي نو هغه به په خپله دنده پاتې نشي. او په حکومت یې غږ کړی وو چې د غزه تړانګې لپاره دې د فلسطیني انتظامیه کابینه جوړه کړي. ګلانټ د جنګي کابینې دریم غړی دی.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو، د دفاع وزیر یواوګلانټ او د کابینې وزیر بېني ګېنټز
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو، د دفاع وزیر یواوګلانټ او د کابینې وزیر بېني ګېنټز

بېني ګنټز ویلي ٫٫ شخصي او سیاسي ګټې د اسرایل په مقدسه ګټو کې ورننوتل شورو شوي.٬٬ د نیتن یاهو مخالفین په هغه تور لګوي چې د نوي انتخاباتو ځنډولو لپاره په غزه کې روانه جګړه نوره غځوي. خو نیتن یاهو دغه تورونه ردوي.

په اسرایل کې شوې نظر پوښتنې ښايي چې په په راتلونکي انتخاباتو کې به نیتن یاهو بدلیږي او ګېنټز د راتلونکي وزیراعظم لپاره یو خوښ کاندید دی. که چرې دغه کار کیږي نو نیتن یاهو به د اوږدې مودې راهسې د فساد / کرپشن تورونو محاکمه کولو ته مخامخ کړي. ګېنټز په خپله وینا کې نیتن یاهو ته ویلي ٫٫ د اسرایل ولس تاسو ګوري.٬٬

د خالي/ شنبې په ماښام په اسرایل کې یو ځلې بیا په زرګونو اسرایلیانو مظاهره کړې او د لوظنامې تر څنګ یې د نوو انتخاباتو غوښتنه کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG