د ايران سپريم مشر ايت الله خامنه ای د صدر ابراهيم رېيسي او له هغه سره د نورو په مړينه د پينځو ورځو عامه ماتم اعلان کړ. پاکستان د يوې ورځې او لبنان پرې د دریو ورځو ماتم اعلان کړی دی.
د ايران صدر ابراهيم رېيسي، د کورنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان او ورسره نور کسان د هيلي کاپټر پېښه کې مړه شوي دي، هيلي کاپټر پرون د ايران په ختيځه صوبه ازربايجان کې غورځېدلی او نن سهار موندل شوی وو.
د ايران سرکاري خبري ادارې ويلي، سپريم مشر، رېيسي يو محنتي عالم او ياد صدر بللی دی.
نوموړي د مرستيال صدر محمد مخبر د صدر په توګه د منظورۍ سره په 50 ورځو کې د نوي صدر د انتخاباتو منظوري هم ورکړې ده.
د ازربايجان صدر الهار علييف ویلي، ورور اسلامي ملک او خلکو ته یې په دغه درانه زیان سخت خواشينی شوی دی.
د روس صدر ولاديمير پوتین د رېيسي ستاينه کړې او غوره سياستوال یې بللی دی.
د پوتین په وينا، "رېيسي وتلی سياستوال او ژوند یې خپلې خاورې ته وقف کړی وو، د روس د رښتوني دوست په توګه یې د دواړو ګاونډيو هيوادونو اړيکې ښې کړې وې".
د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، صدر شي ژين پينګ د رېيسي مړينه غمجه پېښه بللې او ويلي يې دي، "د چين خلکو يو ښه دوست د لاسه ورکړو".
د شام صدر بشار الاسد د ايران سره د يووالي څرګندونه کړې او ويلي يې دي، شام له رېيسي سره "د ايران او شام ترمنځ سټراټيجيکي اړيکو ته وده ورکړې".
د مصر صدر عبدالفتح السيسي، "د ايران د مشرتابه او خلکو سره په دغه غټه تاوان" يو والی څرګند کړی دی.
د ترکي صدر رجب طيب اردوان، رېيسي يو مهمه همکار او ورور بللی دی. هغه ويلي، "د يو همکار په توګه په شخصي توګه د هغه د هڅو شاهد دی چې د خپل واک په وخت کې یې د ايران د خلکو او زمونږ د سيمې د امن دپاره کړي، زه رېيسي په درناوي يادوم".
د هند وزیراعظم نريندرا مودي ويلي، "هند د غم په دې وخت کې د ايران سره ولاړ دی".
د عراق وزيراعظم محمد شيعه السوډاني "دروند خفګان او غټ غم" څرګند کړی.
د متحده عرب اماراتو صدر بن زېد النهيان ویلي، متحده عرب امارات "په دې مشکل وخت کې له ايران سره د يو والي په توګه ولاړ دی".
Forum