مایکل کوهن، چې یو وخت کې د ډونالډ ټرمپ دپاره یې سیاسي معاملې جوړولې، د ګل/دوشنبې په ورځ اعتراف وکړ چې د ټرمپ د صدارت نه وړاندې یې د هغه د جایدادو د کاروبار له کمپنۍ نه شپېته زره (۶۰۰۰۰) ډالر غلا کړي، ځکه فکر یې کولو چې ټرمپ ګني په ۲۰۱۶ کال آخره کې هغه ته د انعامي تنخوا په برخه کې دوکه ورکړې وه.
کوهن په داسې حال کې په دې غلا اعتراف وکړو چې په نیویارک کې د ټرمپ د مجرمانه مقدمې پر مهال یې څو ساعته یو ځل بیا ګواهي ورکړه. د ټرمپ قانوني وکیل ټاډ بلانش په هدفي پوښتنو سره مایکل کوهن چلېنج کړ. وروستو بیا سرکاري وکیل سوزان هوفېنګر کوښښ وکړ چې د بلانش د پوښتنو او چلېنجونو په وړاندې د کوهن جوابونه د نورو پوښتنو په ذریعه واضحه کړي او په دې توګه د دوولس کسیزه جیوري نظر ته د کوهن تصویر او اعتبار بېرته بحاله کړي.
د ټرمپ وکیل، ټاډ بلانش د کوهن اعتبار او صداقت باندې ډېر ګوزارونه وکړل. کوهن کلونه کلونه د ټرمپ په خذمت کې و خو په ۲۰۱۸ کال کې یې له ټرمپ نه مخ واوړولو. اوس مهال کوهن د سرکاري وکیلانو لخوا د ټرمپ په وړاندې مجرمانه مقدمه کې تر ټولو اهم ګواه ګڼلی کیږي. کوهن تېره هفته دا ومنله چې د ټرمپ دپاره یې کلونه کلونه پرله پسې دروغونه ویلي و.
ټرمپ په دې مقدمه کې پر ځان باندې لګېدلي ټول ۳۴ تورونه رد کړي دي. په دې مقدمه کې د مایکل کوهن دا ګواهي چې د ټرمپ ارګنائزېشن نه یې پېسې غلا کړې وې، اهم رول درلود. ټرمپ د سږکال په صدارتي انتخاباتو کې د رېپبلېکن ګوند نامزد ګڼلی کیږي چې د انتخاباتو په ورځ به د اوسني صدر جو بایډن سره مقابله کوي.
د ټرمپ په وړاندې نیویارک کې روانه مقدمه د هغو یو لک او دېرش زره (۱۳۰۰۰۰) ډالرو په اړه ده چې د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو نه وړاندې، مایکل کوهن د لوڅو فلمونو یوې لوبغاړې سټورمي ډانیلز ته ورکړي و چې هغه د ټرمپ سره د خپلې جنسي اړیکې دعوه پټه وساتي. ډانیلز ویلي و چې لس کاله وړاندې یوه شپه یې ټرمپ سره تېره کړې وه.
په مقدمه کې پېش کړی شوي شواهد ښيي چې ټرمپ د هغو پېسو معاوضه کوهن ته په ۲۰۱۷ کال کې، صدارت ته د رسېدو وروستو، ورکړې وه او پخپله یې نهه بنکي چکونه ورته دستخط کړي و. په ټرمپ باندې دا تور لګېدلی چې دغه د پېسو معاوضه یې، حکومت ته د مالیاتو د ورکولو په وخت، بل ډول ښودلې او هغه یې داسې حساب کړي و چې ګني کوهن ته د قانوني وکالت تنخوا یې وه.
کوهن سرکاري وکیلانو ته ګواهي ورکړه چې د ټرمپ نه اخېستې پېسې، د هغو پېسو معاوضه وه چې هغه سټورمي ډانیلز ته د چوپه پاته کېدو دپاره یې ورکړي و، د کوم قانوني کار تنخوا یې نه وه. کوهن دا ګواهي هم ورکړه چې ټرمپ دوه ځله دا کار منظور کړی و، یو ځل پخپل کور کې نیویارک کې، او بل ځلي په وایټ هاوس کې.
ټاډ بلانش هېڅ کله د کوهن نه د دغو دوه ځله خبرو په اړه چې ډېر اهم ګڼل کیږي او د معاوضې د پېسو په باب وې، کومه پوښتنه نده کړې.
مایکل کوهن وویل چې د ټرمپ سره د معاوضو په سر معامله ټوله څلور لکه شل زره (۴۲۰۰۰۰) ډالرو ته ورسېده، په دې کې ۱۳۰۰۰۰ هغه پېسې چې سټورمي ډانیلز ته یې ورکړې وې، ۵۰۰۰۰ ډالر نور چې په کار وه رېډ فېنچ ټېکنالوجي کمپنۍ ته یې ورکړې وې چې د یوې سروې په نتیجو کې دخالت وکړي او ټرمپ یو ښه کاروباري وښيي، او د هغه د ټېکسونو د ادائیګي دپاره ۳۶۰۰۰۰ زره ډالره، او بیا د ۲۰۱۶ کال آخر کې د انعامي تنخوا یا بونس دپاره شپېته زره ۶۰۰۰۰ ډالر، شامل و.
مګر کوهن د ټرمپ اوسني وکیل ټاډ بلانش ته اعتراف وکړ چې رېډ فېنچ کمپنۍ ته یې د پنځوس زرو ډالرو په ځاي، صرف شل زره ډالر ورکړي، هغه هم نغده په کاغذي کڅوړو کې. همداسې هغه په دېرش زره ډالرو نورې غلا باندې هم اعتراف وکړ.
اووه پنځوس کلن کوهن د دې مقدمې دپاره یو ستونزمن ګواه ګڼل کیږي.
ټرمپ د سټورمي ډانیلز دعوه چې هغې سره یې شپه تېره کړې، مکمله ردوي. د ټرمپ دغه مقدمه نیویارک کې ختم ته نږدې شوې او سرکاري وکیلانو د ټرمپ په ضد نولس (۱۹) ګواهان پېش کړل چې کوهن یې آخري و.
Forum