لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي د مصنوعي ځېرکتیا (اې آی) پر مټ د دماغي تومور پېژندنه کوي


واشنګټن – په استرالیا او امریکا کې څېړونکي وايي، د مصنوعي ځېرکتیا یا ارټېفېشل انټېلېجنس د یوې وسیلې په کارولو سره دماغي تومورنه په چتکۍ او کره ډول پېژندل کېدای شي.

اوسنۍ لارې چارې چې پرې ډول ډول دماغي تومورنه پېژندل کېږي د کره پایلو لپاره څو اونۍ وخت ته اړتیا لري.

د ډي ان اې مېتیلېشن پر بنسټ د تومورونو د پېژندلې اوسنۍ لاره د نړۍ په اکثرو روغتونونو کې نشته.

د دغو ستونزو د حل لپاره د استرالیا نشنل پوهنتون په امریکا کې د نشنل کنسر انسټیټیوټ سره په همکارۍ یوه داسې طریقه رامنځ ته کړې چې کولی شي د ډي ان اې د مېتېلېشن اټکل وکړي چې هغه بیا د یو سوېچ په څېر د جینونو د فعالیت کنټرول کوي.

په دې باندې دوی کولای شي چې دماغ تومورونه په لسو ډولونو باندې وویشي.

دا د مصنوعي ځېرکتیا یوه څانګه ده چې کمپوټرو ته دا زده کوي چې معلومات په داسې یوې لارې پروسس کړي چې د انسان له دماغ څخه متاثره شوي وي.

د امریکا او استرالیا ګډ سیستم ته ډیپلوی وايي چې د ناروغ د انساجو میکروسکوپیک تصویرونه (هستو پتولوجي امېجیس) کاروي.

څېړونکي ډېپلوی ټیکنالوجي د پتالوجستانو او ډاکټرانو لخوا د لومړي تشخیص لپاره تکمیل کونکې بولي.

د استرالیا د نشنل پوهنتون یو څېړونکی ډان تې هونګ امریکا غږ ته وویل، اې ای به د تشخیص اوسنۍ طریقه چې ورو ده پیاوړې کړي.

هغه وايي، اوسنۍ طریقه ډېر وخت نیسي او زیاتوي،

"دا دوه درې اونۍ وخت نیسي چې د ټسټ پایلې ترلاسه شي په داسې حال کې چې د لوړې درجې دماغي تومور لرونکي ناروغان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري ځکه په دماغي تومورونو کې وخت هدف وي نو ځکه هغوی اړتیا لري څومره ژر چې ممکنه وي تداوي شي."

د پلټنو ډلې ویلي، د اې آی ماډل د امریکا او اروپا په شاخوا ۴۰۰۰ نارغانو عملي شوی چې ۹۵ فیصده سم او کره و.

د دوی څېړنه په نشنل میډېسن جورنال کې چاپ شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG