واشنګټن – د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې د مې میاشتې تر ۲۷ نېټې پورې به د هېواد په اکثرو برخو کې د ګرمۍ څپه روانه وي خو د پنجاب او سیند صوبو په ځینو برخو کې به ډېره زیاته ګرمي وي.
د دغې ادارې یو چارواکي ماهر صاحبزاد خان امریکا غږ ته وویل، "مې معمولا ګرمه میاشت وي. خو دا وخت مونږ اټکل کوو چې په ځینو برخو کې به د تودوخې درجه ۵۰ او ۵۱ سانټي ګرېډ ته ورسېږي.
هغه وړاندې وویل، "د تودوخې د درجې ناڅاپي زیاتوالي مونږ مجبور کړو چې هر کس خبر کړو."
د پي اېم ډي اداره تمه لري چې د ورځې لخوا به د تودوخې درجه له شپږو څخه تر اتو درجو پورې بره لاړه شي.
خان امریکا غږ ته وویل، دی تمه لري چې دا سخته ګرمي به خلک مړه نه کړي.
خو بیا هم د پنجاب چارواکو د یوې اونۍ لپاره ښونځي یا سکولونه تړلي دي.
تر دې مخکې هغوی د سکول وخت راکم او د بورډ ازموینې یې ځنډولې وې.
په پنجاب او سند صوبو کې د طبعي پېښو د تنظیم ادارو روغتونونو ته ویلي چې د ګرمې څپې وهلو ناروغانو د درملنې لپاره دې ډلې برابرې کړي.
په ۲۰۲۲ او ۲۰۱۸ کلونو کې غیر عادي زیاتۍ ګرمۍ د مارچ او مې ترمنځ په لسګونو کسان مړه کړي وو چې اکثره یې په سېند صوبه کې وو.
په ۲۰۱۵ کال کې په جنوبي صوبه کې د سختې ګرمۍ له امله تر زرو زیات کسان مړه شوي وو.
زیاته تودوخه نه یواځې د انسانانو ژوند بلکه د سارویو ژوند هم له خطر سره مخ کوي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې دا اونۍ دې د ورځو په ګرمو ساعتونو کې په کورونو کې پاتې شي او کافي اوبه دې وڅښي.
د پي اېم ډي اداره تمه لري چې د مې تر ۲۸ نېټې پورې به ګرمي بېرته په کمېدو شي خو وايي، چې د جون په لومړیو کې د ګرمۍ بله څپه ښايی راشي.
Forum