لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د روان کال په اوږدو کې پښتونخوا کې 61 پولیس وژل شوي اؤ 82 نور ژوبل شوي


د خېبر پښتونخوا پولیس وایي، په صوبه کې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه په هدفي وژنو کې 61 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 82 نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان جیو رسنۍ د خېبر پښتونخوا د پولیسو په رپورټ نقلولو سره د چهارشنبې په ورځ ویلي د روان کال په اوږدو کې صوبه کې 45عام وګړي هم په هدفي توګه وژل شوي اؤ 58 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ ښیي چې په دې موده کې په سیاستمدارانو هم هدفي بریدونه شوي چې درې سیاستمداران پکې وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو په دې رپورټ کې ویل شوي چې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوؤ پوځیانو شمېره 15 اؤ د ایف سي د عسکرو شمیره 13 ده خو رپورټ کې بیا ویل شوي چې په دې بریدونو کې 57 پوځيان اؤ 33 د ایف سي عسکر هم ژوبل شوي دي.

رپورټ زیاتوي تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه سږکال د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي چې پکې 99 کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي بیا ورپسې شمالي وزیرستان کې 81 اؤ باجوړ کې 58 کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په اګست کال 2021م کې چې طالبان یو وارې بیا په افغانستان قابض شوي، پاکستاني چارواکي اؤ د نړیوالو ادارو رپورټونه وایي چې پاکستان کې ورسره د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې اؤ په دې ترهګریزو پېښو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نښه کړل شوي دي.

څېړونکي وایي چې تر ټولو زیاتې د ترهګرۍ پېښې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې رامنځته شوي چې په دې پېښو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو اؤ داعش پغاړه اخستې ده.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي تورونه لګوي ترهګر پاکستان کې د ورانکارۍ لپاره د افغانستان په خاوره خوندي ځالي لري.

پرون د چهارشنبې یا شورو په ورځ هم پوځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ "په وروستيو کې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي، د افغانستان نه ترهګر په پوله ‏راوړي پاکستان کې امنيتي ځواکونه او بې ګناه خلک په هدف کوي".‏‏

د پاکستان پوځ ويلي، " افغانستان کې د عبوري حکومت نه په مستقله توګه غوښتنه کوي چې خپل لوري ته د پولې ساتنې انتظام په موثره توګه يقيني ‏کړي، عبوري حکومت دې خپلې زمه وارۍ پوره کړي او ترهګر دې پرې نه ږدي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد وکاروي".

خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې پاکستان کې ترهګري د افغانستان له خاورې کیږي او وايي پاکستان دې د خپل امنیت زمه واري د دوي غاړې ته نه ور اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG