لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایبټ اباد: ګړنګ ته د جیپ غورځېدو پېښه کې 6 کسان مړه شوي، 4 ژوبل


د خېبر پښتونخوا په غرییزه سیمه ایبټ اباد کې یو جیپ ژور ګړنګ ته لوییدلي چې په دې پېښه کې 6 کسان مړه شوي اؤ 4 نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه مرستندویه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د شور یا چهارشنبې په ورځ د ایبټ اباد د نمبل کلي په لیرا سیمه کې مخې ته راغلې ده.

سرچینې وایي دغلته د سورلو یو ډک جیپ د نمبل سیمې سره نزدې له ډرایور بې قابو شوی اؤ له غره ژور ګړنګ ته لوییدلی دی.

سرچینې وایي په پېښه کې درې مېرمنې، دوه ماشومان اؤ یو سړی مړه شوي اؤ څلور کسان نور سخت ژوبل شوي چې د علاج لپاره پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

د سیمې نه پولیس سرچینې وایي چې په وژل شوو کې د یوې کورنۍ یو خسر اؤ د هغه دوه انږیاندې هم شاملې دي چې تعلق یې د کلیا بازار سیمې سره دی.

سرچینې وایي په کومه سیمه کې چې دا پېښه رامنځته شوی هلته سړک مات ګوډ اؤ بیخي تنګ دی چې ګاډی چلول پکې هر وخت له یوې خطرې کم نه وي.

تر دې پېښې وړاندې هم د مئ په 17مه نېټه د ایبټ اباد سره پیوست د خېبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې د ګاډي په یوه حادثه کې یوه مېرمن مړه شوې اؤ 7 تنه نور ژوبل شوي وؤ.

د دغه پېښې په سبا یعنې 18مئ د خېبر پښتونخوا د بنو نه پنجاب ته د روانې یوې کورنۍ ګاډی په خوشاب سیمه کې ژورې کندې ته لوېدلی ؤ چې پکې لږه تر لږه 13 کسان مړه شوي اؤ9 نور ژوبل شوي وؤ.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول د پښتونخوا په غرییزو سیمو کې اکثره دغسې پېښې مخې ته راځي چې څېړونکي یې علتونه د سړکونو خراب حالت، د ګاډو زوړوالی، د ډرایورانو د نشې اؤ بې خوبۍ حالت اؤ یا هم د تجربې نه لرل بولي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG