لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آي ایم ایف وایي د پاکستان حکومتي پورونه تر 87 زره اربه روپو لوړیدای شي


نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د نوي مالي کال په مهال په پاکستان کې د حکومتي پورونو ریکارډ کچې ته د لوړېدو اټکل کړی اؤ ویلي یې دي چې دا پورونه تر 87 زره اربه روپو په بره تللی شي.

ډاڼ ورځپاڼې د آي ایم ایف د سرچینو له قوله ویلي چې په نوي مالي کال کې د پاکستان حکومتي پورونو کې 10 زره اؤ 433 اربه روپۍ اضافه رامنځته کیدای شي اؤ دا 87 زره اؤ 346 اربه روپو ته لوړیدای شي.

آي ایم ایف راتلونکي مالي کال کې د حکومت مقامي پورونو کې د 7 زره اؤ 636 اؤ بهرنیو پورونو کې د 2 زره اؤ 797 اربه روپو د اضافې اټکل کړی دی.

د ډان رپورټ کې د آي ایم ایف له خولې ویل شوي چې راتلونکي مالي کال کې د پاکستان ځایي پورونه 53 زره اؤ 878 اربه روپو اؤ بهرني پورونه 33 زره اؤ 648 روپو ته لوړیدای شي.

نړیوالې مالیاتي ادارې پخپل رپورټ کې ویلي چې په روان مالي کال کې حکومتي پورونه 76 زره اؤ 913 ته رسیدای شي اؤ د مالي کال تر پائ د حکومت د مقامي پورونو اندازه 46 زره اؤ 242اربه روپۍ لګول شوې ده.

آي ایم ایف اټکل کړی چې د حکومت بهرني پورونه د مالي کال په پائ کې 30 زره اؤ 671 اربه روپۍ پاتې کیدای شي.

پاکستان تېره اوونۍ د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه نړیوالې ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.

آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اصلاحات مخې ته راوړي اؤ خپل دولتي لګښتونه دې راکم کړي.

د آی ایم ایف د مامورینو اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ د پالیسۍ د کچې مذاکراتو کې پاکستان نړیوالې مالیاتي ادارې ته ویلي دي چې په یو کال کې به وفاقي حکومت خپل لګښتونه 300 اربه روپۍ راکموي.

په حکومتي پلان کې ویل شوي چې وفاقي وزارتونه به په نوؤ ګاډو اخستو بندیز لګولي د یو کال نه چې د 1 ګریډ نه تر 16م ګریډ کومې څوکۍ تشې پرتې دي هغه به ختمولی شي.

همدا شان آی ایم ایف ته ویل شوي چې وفاقي حکومت به صوبایي حکومتونو ته په پرمختیایي پروژو کې پیسې نه ورکوي اؤ یوازې د مهمو اؤ قامي بڼې ترقیاتي پروژو لپاره به صوبو ته وسایل ورکول کیږي.

تېره اوونۍ آی اېم اېف پخپل یو رپورټ کې د مالي کال 2024-25 لپاره د پاکستان وفاقي بجټ کې د دفاعي چارو لپاره اېښودل کېدونکو پیسو کې د 313 اربه روپو د اضافې اټکل کړی ؤ.

نړیوالې مالیاتي ادارې اندازه لګولې چې راتلونکي مالي کال لپاره به د پاکستان دفاعي بجټ 2152 اربه روپۍ وي چې دا د پاکستان د روان مالي کال د دفاعي بجټ لپاره بیلو کړل شوؤ پېسو څخه 313 اربه روپۍ زیاتې دي.

پاکستان په نزدې وختونو کې د یو داسې سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوی ؤ چې د اقتصادي سقوط ګنګوسې یې راپورته شوې وې خو بیا یې آی ایم ایف سره د درېوؤ اربو روپو یو لنډ مهاله د پور تړون وکړو اؤ خپل غورځېدلی اقتصاد یې یو څه راپورته کړو.

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې اوس یو وارې بیا پاکستان هڅه کوي چې آی ایم ایف څخه د شپږو نه نیولی تر اتوؤ اربو ډالرو د پور یو بل پروګرام تر لاسه کړي خو آي ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې خپل دولتي لګښتونه باید راکم اؤ د ټیکسونو لمن پراخه کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG