د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډا پور د ځانګړو پانګونو د کونسل غونډې ته د ده په نه وربلل کېدو سخت غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي "د خپل حق په اخېستلو پوهیږو،15 ورځې وروسته به درته وویم چې صوبه د چا ده، بټن د چا ده اؤ بجلي د چا ده"
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل غونډه سبا د خالي/ شنبې په ورځ اسلام اباد کې بلل شوې ده خو دغې غونډې ته د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا نه دی وربلل شوی.
د جمعې په ورځ میډیا سره خبرو کې وزیراعلا ګنډا پور ویلي "د هغوي رویه په مونږ هیڅ فرق نه پرېباسي ، د خپلې صوبې په حقونو به هیڅ جوړ جاړي ته غاړه کښېنږدو"
د هغه په خبره "دوي داسې ګڼي چې ګنې پانګوال به نیغ په نېغه مونږ ته را نه شي، خو دا یې خام خیالي ده، مونږ دومره وړتیا لرو چې خپلې وسیلې پکار راولو ،اصلاحات کوؤ اؤ خپل اقتصاد به پخپله غوره کوؤ"
وزیراعلا ویل که هغه یادې غونډې ته نه دی وربلل شوی، اؤ یو څوک ملک هم داسې چلول غواړي نو ده ته هیڅ ستونزه نشته.
علي امین ګنډا پور زیاته کړه" که دوي مونږ ته ضرورت نه لري نو مونږ یې هم ورته نه لرو، خپلې تیارۍ مو سرته رسولي دي اؤ د خپلې صوبې بجټ د وفاق نه وړاندې مخې ته راوړو"
پاکستان مرکزي حکومت د ځانګړو پانګونو سهولت کارۍ کونسل د بللو او د خېبرپښتونخوا وزیراعلا نه وربللو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د خېبرپښتونخوا د خزانې مشير مزمل اسلم هم ويلي، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور غونډې ته نه وربلل بدنيتي او د فېډرېشن يا وفاق د اصولو خلاف دي.
هغه ویلي، د وزيراعظم په مشرۍ د اېس ای اېف سي د اېپکس کمېټۍ لسمه غونډه بلل شوې د خېبرپښتونخوا نه علاوه د نورو صوبو اعلا وزيران ورته بلل شوي دي. او د پښتونخوا وزيراعلا نه بلل د ولسي مېنډېټ سپکاوی دی.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف تور لګولی"د خېبرپښتونخوا د نګران عسکري حکومت د لارې، عسکري کمپنۍ لومړی په درځنونو سرکاري موټلز په قبضه کې اخستي، او اندېښنه ده چې د خېبرپښتونخوا د وزیر اعلا د نه وربللو مقصد د قدرتي وسايلو نه ډکې صوبې خېبرپښتونخوا په وسايلو د نورې عسکري قبضې منصوبې پټې ساتل دي"
پاکستان وايي، د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل (اېس آی اېف سي) کې په ترجيحي شعبو کې د غېر ملکي پانګونو تېزولو دپاره جوړ کړل شوی دی.
د پاکستان تېر اتحادي حکومت د تېر کال په 21م جون د اقتصادي چېلنجونو دپاره د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل جوړ کړی او هغه وخت وزيراعظم شهبازشريف د دغه کونسل په حواله ویلي وو، "کونسل به د اقتصادي بحالۍ دپاره په پاليسيو کې لارښوونه، دوام او موثره عمل يقیني کوي".
شهباز شريف د مينځني ختيځ هېوادونو څخه د سرمایه کارۍ د راوړلو لپاره يوه ځانګړې کميټي هم جوړه کړې او ویل شوي وو، د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل عاصم منير به یې برخه وي.
هغه ويلي وو، "دا كونسل به د اقتصاد په ډهانچه کې د بنيادي اصلاحاتو مخ په وړاندې بوتللو لپاره د فېصله سازۍ د يو اعلا فورم په توګه كار كوي".
Forum