د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې د پښتونخوا قبایلي ضلعه کې د ډرون په مرموز برید له تبصرې کولو ډډه کړې ده خو ویلي یې دي چې" مونږ جنوبي وزیرستان کې د وژل شوؤ کسانو د کورنیو په غم کې برابر شریک یو"
په 14مئ د جنوبي وزیرستان په تنګي بدین زي سیمه کې د یو کور دننه مرموزه چاودنه شوې وه چې پکې د دوؤ ښځو په ګډون لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي وؤ.
ځایي پولیسو له دغې چاودنې وروسته ویلي وؤ چې چاودنه د کورني جوړ بم د چاودیدو له امله شوې ده خو د سیمې نه د پارلیمان منتخبو غړو، سیاسي اؤ ټولنیزو فعالینو بیا دعوې کړې وې چې دا یوه ډرون حمله ده چې عام خلک په کې وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ چې کله د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې نه ددغه برید په اړوند پوښتنه وشوه نو هغې وویل مونږ د وژل شوؤ کسانو د کورنیو په غم کې برابر شریک یو خو نوره یې په دې اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.
ممتاز زهره بلوڅ وویل " خارجه دفتر په دې اړه هیڅ راي نه ورکوي، باید په دې اړه د پوځ د عامه اړیکو څانګې سره تماس ونیول شي"
روانه اوونۍ د هیلي کاپټر په یوه پېښه کې د ایران د صدر د مړینې په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې وویل، که چرې ایراني چارواکي ددغه پېښې پلټنو کې له پاکستان مرسته وغواړي نو پاکستان تیار دی چې بشپړه مرسته ورسره وکړي.
ویاندې ویلي د بهرنیو چارو په اړه تېره اوونۍ د پاکستان لپاره ډیره مهمه پاتې شوې ده اؤ د پاکستان خارجه وزیر تېره اوونۍ د سعودي سفر کړی دی چې ددې سفر نه پاکستان ته د یو کروړ ډالرو د سرمایه ګزارۍ ګټه رسیدلې ده.
هغې ویلي چې په دغه اوونۍ کې وزیراعظم شهباز شریف د ایران په سفر تللی اؤ ایران د صدر په جنازه کې یې برخه اخستې اؤ هم یې د ایراني چارواکو سره لېدنې کړې دي.
ویاندې زیاته کړه چې مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار کرغزستان ته هم سفر کړی اؤ دغلته پاکستاني زده کوونکو سره د رامنځته شوي اخ و ډب په اړه یې د کرغزستان چارواکي د پاکستان له اندېښنو خبر کړي دي.
Forum