لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: د ریسي هیلي کوپټر له غورځېدو وروسته اور اخیستی، د برید کومه نښه نشته


واشنګټن – د ایران دولتي خبري رسنۍ د ایرن د پوځي پلټونکو له خولې خبر ورکړی چې هغه هیلي کوپټر چې ابراهیم ریسي پکې ناست و له غره سره تر جنګېدو او غورځېدو وروسته اور اخیستی او داسې نښه نشته چې ګواکې پرې برید شوی وي.

د ایران د وسلوالو ځواکونو لخوا چې د دغې پېښې د پلټنو چارې وسپارل شوې وې دغه بیان د زیارت یا پنجشنبې د شپې ناوخته په دولتي ټي وي باندې خپور کړی.

په دغه لومړني رسمي بیان کې د هیلې کوپټرې د غورځېدو تور په چا نه دی پورې شوی خو دومره پکې ویل شوي چې نور جزیات به له نورو پلټنو څخه وروسته راشي.

د اتوار یا یکشنبې د ورځې په دغه پېښه کې ریسي، د بهرنیو چارو وزیر او شپږ نور کسان مړه شوي دي.

د لوی درستیز د دفتر په بیان کې راغلي، چې د کنټرول ټاور او د هیلې کوپټرې د عملې ترمنځ خبرو کې له پېښې مخکې هېڅ داسې مشکوک څه نه دي شوي.

دوی ویلي، د غورځېدلې هیلې کوپټرې او د دوو نورو هیلي کوپټرو ترمنځ چې له دوی سره جوړه په سفر وې، له پېښې یواځې ۹۰ ثانیې مخکې خبرې شوې وې.

بیان زیاتوي، په هیلې کوپټر باندې د ډزو په اړه هم هېڅ نخښه نشته او د پرواز لیکه یې هم نه ده بدله شوې.

دغه بېل ډوله زړه هیلې کوپټر د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ایران د شمال لویدیځ په لېرې غرنۍ سیمه کې په تورو ورېځو کې غورځېدلې وه.

د هیلې کوپټرې د غورځېدو ځای د ګل یا دوشنبې په ورځ موندل شوی چې ټول اته واړه سپاره کسان پکې مړه شوي وو.

د ریسي مړی د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په مشهد کې د امام رضا په زیارت کې خاورو ته سپارل شوی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG