د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وفاقي وزير احسن اقبال ويلي، پاکستان د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) دويم پړاو د اپ ګرېډېشن لپاره د چين د وژن ستاينه کوي او پاکستان د سي پېک دويم پړاو ته حتمي شکل ورکولو دپاره د چین د قامي پرمختيا د اصلاحاتو کمېشن سره کار کولو ته تيار دی.
نوموړي دغه خبره د جمعې په ورځ د سي پېک د ګډې مرستندويه کمېټۍ 13مې غونډې ته په وينا کې کړي دي، ياده غونډه د احسن اقبال او د چین د قامي پرمختيا د اصلاحاتو کمېشن د مرستيال مشر لي چونيلن په مشرۍ کې شوې ده.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه مرستندويه کمېټۍ ته د سي پېک په پرمختګ فلم وړاندې کړل شوی او په لسو کالو پوره کېدو یې جشن نمانځل شوی دی.
ويل شوي په غونډه کې، بشام کې د ترهګرۍ په پېښه کې د وژل شوو چينايي وګړو دپاره دوه منټه خاموشي هم شوې ده.
په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.
د بشام د پېښې وروسته چین د پاکستان نه د برید د بشپړه پلټنو او د خپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه او هم یې له خپله انده د پېښو پلټنو لپاره یو پلاوی د بیجنګ نه پاکستان ته لېږلی وو.
د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د داسو هايډرو پاور پروجېکټ منصوبه کې د وژل شوو چينايانو دپاره د 2.58 ميلينه ډالرو يا 25 لکه 80,000 ډالرو ورکولو منظوري ورکړې وه.
د خزانې د وزير محمد اورنګزېب په مشرۍ د اقتصادي رابطه کمېټۍ غونډه کې ويل شوي وو په ياده پېښه کې د وژل شوي ځايي تن دپاره 25 لکه روپو ورکولو منظوري هم ورکړل شوې ده.
د جمعې په ورځ د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پاکستان کې د چينايي کمپنيانو د استازو سره لیدلي او ويلي یې دي، چين او پاکستان د اوږدې مودې نه يو بل سره ژورې اړيکې لري او دا د وخت سره نورې پياوړې کيږي.
هغه ویلي چين په هر بد وخت کې د پاکستان سره مرسته کړې او پاکستان به په هر محاذ د چين سره ولاړ وي.
د اې پي پي ترمخه، شهباز شريف ویلي،"د چينايي وګړو ساتنه یې د حکومت لومړيتوب دی او پاکستان کې مېشتو چينايي وګړو ته د امنيت ورکولو دپاره ټول ممکنه اقدامات کولی شي".
د روانې مياشتې په اوومه نېټه د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، پاکستان کې خواوشا 29,000 چينايي وګړي موجود دي، په دوی کې خواوشا 25,00 په سي پيک پروژو کار کوي، او 5000 خواوشا په نورو پرمختيايي پروژو کار کوي پوځ او نورې امنیتي ادارې ورته تحفظ ورکوي.
احسن اقبال ويلي، د سي پېک د لارې د بجلۍ پيداوار د درامدي تيلو څخه ځايي تيلو ته منتقل کړل شوی، پاور يا توانايۍ په شعبه کې د 16 اربه ډالرو کار بشپړ کړل شوی، او مواصلاتو په برخه کې د شپږ اربه او 70 کروړه ډالرو اته منصوبې مکمل کړل شوي دي، د کراچۍ نه تر پېښوره د اور ګاډي پټلۍ نوي کولو منصوبه (اېم اېل ون) بولۍ يا بډنګ ته تیاره ده، د سکهر حېدر اباد په موټروی کار روان دی او د سي پېک لاندې په ګوادر کې د ټولنيزې پرمختيا منصوبې پيل کولی شي.
ويل شوي، د سي پېک راتلونکې مرحله کې د کرکيلي، صنعت، انفارمېشن ټکنالوجۍ او ساينس په شعبو کې مرستې او پرمختيا ده.
ويل شوي د سي پېک د ګډې مرستندويه کمېټۍ په غونډه کې مرکزي وزيرانو، د صوبو اعلا وزيرانو او نورو چارواکو ګډون کړی دی.
په تېرو وختونو کې امریکايي چارواکو د سي پېک په منصوبه کې د روڼتيا په نیشتوالي اندېښنه څرګند کړې او ویلي يې دي چې سي پېک به پاکستان د چین د قرضونو په جال کې ګېر کړي خو پاکستان او چین دغه اندېښنه رد کړی دی.
Forum