لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې په دوو ورځو کې په پاکستاني پوځ دويم غټ بريد شوی، پینځه عسکر پکې وژل شوي


له افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې په لرې پرته تیراه سيمه کې د پاکستان د پوځ په چيک پوسته غټ وسله وال بريد شوی، لږ تر لږه ‏پينځه عسکر پکې وژل شوي دي. په بريد کې د پينځو وسله والو برید کوونکو وژلو هم ویل شوي دي.‏

امنیتي چارواکو وي او اې ته د بريد تاييد کړی او ويلي یې په بريد کې شپږ عسکر ژوبل شوي هم دي

د پاکستان پوځ په رسمي توګه د برید په اړه څه نه دي ويلي، خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په تيراه کې د بريد زمه واري منلې ده.‏

وي او اې ډيوه په سيمه کې د پوليس چارواکو سره د بريد په اړه خبرې شوي خو پوليسو په ځواب کې ويلي، پوځ به د بريد په اړه رسمي بيان جاري کوي.‏

پرون د اتوار په ورځ د پېښور په حسن خېلو سيمه کې د وسله والو سره نښته کې د پوځ د یو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي او د امنیتي ځواکونو په ‏ځوابي کارروايۍ کې د پینځو ترهګرو وژلو دعوه شوې وه، هم وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي‎.‎

پوځ ويلي وو په برید کې د پوځ کیپټن حسن جهانګیر او یو حوالدار شفیق الله وژل شوي وو.‏

هم پرون بيا د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي وو، "د افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو دا په هغې صورت کې چې هغوی زمونږ سره ‏ملګرتيا وکړي او خپله خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کارېدو نه پرې نه ږدي، هغو ته به اقدامات کول دي".‏

د کورنيو چارو وزير محسن نقوي يو ځل بيا تکرار کړې، "بشام کې په چينايانو بريد تحريک طالبان پاکستان کړی وو، د افغانستان نه یې منصوبه جوړه ‏شوې وه، پاکستان دغه مسله افغانستان کې د عبوري حکومت سره راپورته کړې وه او په هغو ټينګار شوی وو چې هلته موجود ترهګر ودروي او پرضد یې ‏کارروايي وکړي خو تراوسه پورې د هغې کومې ښې نتيجې نه دي راغلي".‏

هغه ويلي، "مونږ په افغانستان کې د عبوري حکومت نه غوښتنه کوو، چې بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا او په خصوصي توګه د ټي ټي پي مشر نور ‏ولي مسيد او د ملاکنډ کمانډر عظمت الله مسيد او نور مشران ونيسي، پرضد یې کارروايي وکړي يا یې پاکستان ته حواله کړي".‏

په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی وو.‏

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې د ياد بريد په اړه ويلي وو، ‏‎‏"په دغه بريد کې پينځه ‏چينايي او ‏‏يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو پېښو په ‏کلکه غندنه ‏‏کوي".‏

د پاکستان د پوځي وياند دعوې ته په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي دغه تورونه رد کړي او ويلي ‏‏‏يې وو، د خېبرپښتونخوا په يوه داسې سيمه کې، چې "د پاکستان د پوځ د کلک امنيت لاندې ده، د چينايانو وژل کېدل د پاکستاني امنيتي ‏ارګانونو ‏‏‏کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي". ‏

محسن نقوي پرون په ‏‎26‎مه مې د ترهګرۍ ضد ادارې (نېکټا) د چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته ويلي، "مونږ په خپلو پولو امنيتي اقدامات سېوا کړي ‏خو بيا هم ترهګر په څه نه څه طريقه راتلو کې کاميابيږي، پاکستان خبر دی چې د دې په شا کوم قوتونه دي چې زمونږ او چین اړيکې خرابول غواړي".‏

هغه زياته کړې، "دغه قوتونه په افغانستان کې د عبوري کمزوري حکومت څخه ګټې پورته کوي، په پوله پرتو علاقو کې د ټي ټي پي په څېر ترهګرو ته ‏ملاتړ ورکول کيږي او د هغې زمونږ سره ګڼ شواهد موجود دي، ټي ټي پي د پاکستان پرضد کارول کيږي".‏

په وروستیو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د امنيت په اړه رپورټ کې ويلي، طالبان د القاعده سره نزدې اړيکې لري، او دغه ترهګره نېټ ورک په ‏افغانستان کې نوي تربيتي مرکزونه جوړ کړي، ټي ټي پي ته اسانتياوې برابروي چې د پولې پورې غاړې ته د پاکستان ضد بريدونه وکړي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG