سعودي عرب 12 کاله وروسته شام کې د خپل لومړي سفير ټاکلو اعلان کړی دی، کوم چې د جګړه ځپلي هيواد په عرب ليګ کې بيا شاملېدو لوري ته اشاره ده.
د سعودي عرب خبري ادارې (سعودي پرېس ايجنسۍ) ويلي، د اتوار/ يکشنبې په ماښام، سعودي عرب د 2012م وروسته په شام کې فېصل المجفل خپل لومړی سفير ټاکلی دی.
د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، شام 11 کاله وروسته تېر کال د رياض په بلنه په سعودي عرب کې د عرب ليګ په غونډه کې ګډون کړی وو، او له دغې يو کال پس سعودي عرب د خليج د 22 هيوادونو د تنظيم عرب ليګ دغه هيواد کې خپل سفير ټاکلی دی.
سعودي عرب په کال 2011م کې د شام د صدر بشارالاسد لخوا د حکومت مخالفه مظاهرينو ضد د وحشي اقداماتو له کبله، رياض په 2012م کې د دمشق سره سفارتي اړيکې قطع کړې وې.
د شام سرکاري مطبوعاتو د چارواکو له قوله د تازه پرمختګ په اړه څه نه دي ويلي.
په شام کې راپورته شوی پاڅون چې په جګړه بدل شوی او اوس یې 14 کاله پوره شوي، نزدې نيم ميلين (پينځه لکه) خلک پکې وژل شوي او د 23 ميلينه ابادۍ هيواد کې نيم خلک بې ځايه شوي دي. اوس د دغه شخړې د سياسي لارې د هواري هڅې کولی شي.
تېر کال په (2023م) کې په ترکي او شمالي شام کې د 7.8 شدت زلزلې دغه دواړه هيوادونه لړزولي او په غټه کچه تباهي یې خپره کړې وه، له دغې وروسته زياترو عرب هيوادونو د صدر اسد سره بيا اړيکې په ځای کول پيل کړي وو.
د 2023م په مارچ کې په بيجينګ کې د خبرو وروسته سعودي عرب او ايران هم د سفارتي اړيکو په ځای کولو اتفاق کړی وو، او دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د شخړې د هواري دپاره غټ پرمختګ ګڼل شوی وو.
ايران په شام کې د بشارالاسد د حکومت او لبنان د حزب الله ډلې مهم سياسي او اتحادي دی. او د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد د کال 2015م راهسې په يمن کې د ايران ملاتړي حوثي ياغيانو پرضد عمليات کوي چې په نړيواله کچه منل شوی حکومت په ځای کړي.
په وروستيو کلونو کې دغه شخړه د سعودي عرب او ايران ترمنځ په پراکسي يا پټه جګړه بدله شوې ده.
تېره اوونۍ د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سېلوين سره ليدلي، د امریکې او سعودي عرب ترمنځ د پراخه دفاعي تړون، د اسرايل لخوا په غزه کې د حماس پرضد جګړې د خاتمې، او فلسطينيانو د خواهش ترمخه په دوه رياستي حل باندې یې خبرې اترې کړې وې.
( د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي).
Forum