واشنګټن – د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې په رفح باندې د اسرایلو له برید وروسته چې د فلسطین روغتیايي چارواکو پکې د لږ تر لږه ۳۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی، د غزې حال " د ځمکې پر مخ دوزخ" بللی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې، UNRWA ویلي، "له رفح څخه راروان معلومات چې په هغو کورنیو باندې بریدونه شوي چې سرپناه پسې ګرځي وېرونکي دي."
دوی زیاتوي، "د لویې مرګ ژوبلې راپورونه دي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي."
د اسرایلو پوځ ویلي، دوی د رفح د پېښې کتنه کوي او دا وروسته له هغو رپورونو چې اسرایلو د اتوار یا یکشنبې د ورځې په برید کې د حماس دوه جګ پوړي چارواکي وژلي دي.
په دغه برید کې اور هم لګېدلی.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په دغه برید کې هغو خیمو هم اور اخیستی چې د بې ځایه شویو خلکو لپاره په سیمه کې لګېدلي دي او د مړو سربېره په لسګونو کسان پکې ژوبل شوي هم دي.
د اسرایلو پوځ دغه بریدونه کره او دقیق بللي چې پکې د لویدیځې غاړې لپاره د حماس مشر یاسین رابیعه وژل شوی.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې دا برید به د اوربند د راتلو او په غزه کې د بندیانو د خوشې کېدو پر سر روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړي.
د اروپايي اتحاد د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې نړیواله ټولنه له یو مشکوک حالت (دلایما) سره مخ ده چې څنګه وکولای شي چې د نړیوال عدالت د تېرې اونۍ پرېکړه چې په رفح کې دې ژر تر ژره عملیات ودرول شي عملي شي.
انټرنېشنل کورټ اف جسټس د ملګروملتونو یوه څانګه ده خو هیڅ داسې میکانیزم نه لري چې څنګه به خپل حکمونه عملي کوي.
Forum