لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: پښتونخوا کې پرون او نن دریو عملياتو کې د يو افسر په ګډون اووه پاکستاني پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي، پرون او نن په خېبرپښتونخوا صوبه کې درې عمليات شوي، د پوځ د يو کېپټن افسر، نايک، لانس نايک او حوالدار په ګډون پکې ‏اووه پوځیان وژل شوي او پوځ په عملیاتو کې د ‏‎23‎‏ "ترهګرو" وژلو دعوه کړې ده.‏

پوځ وايي، نن په ‏‎27‎مه مې د خېبر ضلعې په باغ علاقه کې د ترهګرو سره نښته شوې، پينځه پوځيان د کوهاټ ضلعې ‏‎32‎‏ کلن نايک محمد اشفاق بټ، د ‏پونچ ضلعې ‏‎30‎‏ کلن لانس نايک سید دانش افکار، د ليه ضلعې ‏‎32‎‏ کلن سپاهي تېمور ملک، د باغ ضلعې ‏‎22‎‏ کلن سپاهي نادر صغير او خوشاب ضلعې ‏‎23‎‏ ‏کلن سپاهي محمد ياسين پکې وژل شوي دي.‏

پوځ په نښته کې د اووه "ترهګرو" وژلو او دوو ژوبلېدو دعوه کړې ده.‏

د رپورټونو ترمخه ياده پېښه نن سهار وختي شوې او تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.‏

پوځ ويلي هم نن د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې عمليات شوي او لس "ترهګر" پکې وژل شوي دي. په دغو عملیاتو کې پوځ ته د تاوان اوښتو په ‏اړه څه نه دي ويل شوي.‏

د پوځي بيان ترمخه، پرون په ‏‎26‎مه مې د پېښور ضلعې په حسن خېل سيمه کې په استخباراتي عملياتو کې شپږ "ترهګر" وژل شوي او نښته کې کېپټن ‏حسن جهانګير او حوالدار شفيق الله هم وژل شوي وو.‏

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي او د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏

پينځه ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو، په هېواد کې د وروستیو وسلوالو بریدونو په تناظر کې یې د ‏‎21‎م اپرېل نه د بلوچستان صوبې د ږوب ضلعې ‏په سمبازه علاقه کې عملیات کړي، او "په تېره ‏میاشت کې ترسره شوو عملياتو کې ‏‎29‎‏ ترهګر وژل شوي دي، او په دغو عملياتو کې په ‏‎14‎مه مې مېجر بابر ‏خان وژل شوی وو ".‏

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري ويلي وو، روان کال امنیتي ځواکونو په ملک کې ټول ‏‎13,135‎‏ غټ واړه عمليات ‏کړي، ‏‎239‎‏ ترهګر یې وژلي او ‏‎396‎‏ يې نيولي دي، او هره ورځ د ‏‎100‎‏ پورې ‏عمليات کيږي، په دغو عملياتو کې ‏‎19‎‏ مهم ترهګر وژل شوي او نيول شوي هم ‏دي.‏

هغه زياته کړه، روان کال په دغو عملياتو کې دوه افسران او ‏‎60‎‏ پوځيان وژل شوي دي. وسله وال ځواکونه به د ملک څخه ترهګري ختموي او دا ‏‏کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر د خاتمې پورې روانه وي.‏

هغه ويلي وو، د تیرو څو میاشتو راهسې ترهګر او سهولت کار یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت خرابولو هڅې کوي، خو ‏امنیتي ادارې یې د ‏مخنيوي هڅه کوي.‏

د پاکستان پوځ او حکومت وايي، د کله نه چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او د افغانستان د خاورې نه ‏پاکستان کې ترهګري کيږي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه ډول دعوې تل رد کړي او وايي پاکستان دې د خپلې ناکامۍ زمه واري ‏په پاکستان نه لګوي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG