مرستندویه سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې یو جیپ ژور ګړنګ ته لوییدلي چې په کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
د سیمې نه مرستندویه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د ګل یا دوشنبې په ورځ د شانګلې په الپورۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا دغلته د بېلې بابا نه پاګوړۍ سیمې ته روان یو جیپ په پیچومي کې له ډرایور بې قابو شو اؤ یوې ژورې کندې ته وغورځېدو.
سرچینې وایي د پېښې نه وروسته ځایي خلکو اؤ د دولتي مرستندویه ادارې فعالینو په پېښه کې د مړو شوؤ اتوؤ کسانو مړي اؤ دوه زخمیان راویستي اؤ ضلعي روغتون ته یې رسولي دي.
سرچیني وایي دې پېښه کې مړه شوي اته واړه کسان د یوې کورنۍ دي اؤ ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.
سیمه ییزو پولیسو ویلي دي چې د سید الوهاب په نوم د یو تن د کورنۍ غړي په دې پېښه کې مړه شوي دي .
تېره اوونۍ هم د خېبر پښتونخوا په غرییزه سیمه ایبټ اباد کې یو جیپ ژور ګړنګ ته لوییدلي ؤ چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ 6 کسان مړه شوي اؤ 4 نور ژوبل شوي وؤ.
همدا راز د مئ په 17مه نېټه د ایبټ اباد سره پیوست د خېبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې د ګاډي په یوه حادثه کې یوه مېرمن مړه شوې اؤ 7 تنه نور ژوبل شوي وؤ.
د دغه پېښې په سبا یعنې 18مئ د خېبر پښتونخوا د بنو نه پنجاب ته د روانې یوې کورنۍ ګاډی په خوشاب سیمه کې ژورې کندې ته لوېدلی ؤ چې پکې لږه تر لږه 13 کسان مړه شوي اؤ9 نور ژوبل شوي وؤ.
په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول د پښتونخوا په غرییزو سیمو کې اکثره دغسې پېښې مخې ته راځي چې څېړونکي یې علتونه د سړکونو خراب حالت، د ګاډو زوړوالی، د ډرایورانو د نشې اؤ بې خوبۍ حالت اؤ یا هم د تجربې نه لرل بولي.
Forum