لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان یواځې د سړیو د تعلیم د نارمل کېدو لپاره کار کوي


واشنګټن – ټاکل شوې ده چې په راتلونکو اونیو کې به په افغانستان کې له لسګونو زرو زده کونکو څخه په پوهنتونونو کې د داخلېدو یا کانکور ازموینه اخېستل کېږي.

خو پوهنتونونو ته په بریالیو زده کونکو کې به جونې نه وي.

تمه ده سږ کال به د کانکور د ازموینې له لیارې شاخوا ۷۰۰۰۰ زده کونکي پوهنتونونو او مسلکي انسټیټیوټونو ته داخلېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت چارواکو کله چې د کانکور د راتلونکو ازموینو په اړه خبرې کولې نو هغوی په پوهنتونونو کې د ښځینه زده کونکو د داخلېدو د مخنیوي په اړه په ښکاره څه و نه ویل.

که څه هم په کورنۍ او نړیواله توګه په روزنیز بهیر کې د ښځو د مخنیوي په اړه نیوکې کېږي خو طالبانو د جنسیت پرضد د خپلو توپیري سیاستونو پلي کولو ته دوام ورکړی.

په بال سټېټ پوهنتون کې د ډیوېډ روف په نامه پروفیسر امریکا غږ ته وویل،

"د لوړو زده کړو څخه د جونو محرومول د هېواد اقتصاد تر ډېره محدودوي ځکه نیمايي نفوس نشي کولای چې له کاري ځواک سره مرسته وکړي."

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې په افغانستان کې په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د نېږدې سلو زرو ښځینه زده کونکو د داخلېدو مخه نیولې وه.

که څه هم افغانستان د ښځو د لیک لوست له پلوه په نړۍ کې په یو بد حال کې ځای لري، خو بیا هم د تېرو دوو کالو په اوږدو کې د ښځینه مسلکي کدر په روزلو کې ناکام شوی دی.

د مرستندویه ادارو د معلوماتو له مخې، د ښځینه طبي مسلکي کسانو د نه شتون او له نورو محدودیتونو سره په افغانستان کې د زرګونو ځوانو میندو د مړینې سبب ګرځېدلی.

ملګروملتونو راپور ورکړی چې په افغانستان کې ۲.۵ میلیونه د ښونځي د عمر جونې له تعلیم څخه بې برخې دي.

روف وايي، "په تعلیم کې مزاحمت د نسلونو د وروسته پاتې والي سبب ګرځي، چېرې چې اکثره ښځې بې تعلیمه او مسلکي دندو ته برابرې نه وي."

د طالبانو د افسانوي رهبر هېبت الله اخندزاده چې د ښځو د تعلیم او کار د بندیز مسول بلل کېږي هېڅکله هم په عامه توګه د خپلو لارښونو وضاحت نه دی ورکړی.

په لومړي سر کې کله چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د جونو ښونځي وتړل شول نو طالب چارواکو ویل چې دا کار "موقتي" دی او په دې یې ټینګار کاوه چې طالبان په اصل کې د ښځو له تعلیم سره مخالف نه دي.

خو دا دی دوه کاله وروسته هم، طالب چارواکو تر اوسه هم له ښونځیو څخه د جونو د غیر حاضرۍ په اړه معقوله خبره نه ده کړې.‌

د افغان ښځو یوه فعاله چې د طالبانو له ویرې یې نه غوښتل په دې راپور کې نوم یاد شي وویل، "دوی جندر اپارتایډ نارمل کړی."

هغې وویل، "دا په افغانستان کې یو نوی نورم دی، که څه هم دا په نوره نړۍ کې عجیبه او ویجاړونکی ښکاري."

د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د دې لپاره ټاکل شوې ده چې د افغان ښځو لپاره د نړیوالو ملاتړ راخپل کړي.

امیري په فعاله توګه له مسلمانو رهبرانو سره خبرې کړي او په اسلام کې یې د ښځو د تعلیم په حقونو ټینګار کړی په دې هیله چې د طالبانو پر رهبرانو یې اغېز وي.

د دې هڅو سره سره د طالب مشرانو لخوا داسې کومه نخښه نه ښکاري چې د ښځو په وړاندې دې خپل توپیري سیاست بدل کړي.

امیري په جنورۍ کې د کانګرس یوې اورېدنې ته وویل،

"داسې هېڅ نخښه نشته چې دا ستونزه به هواره شي."

لوړ پوړو امریکايي چارواکو طالب مشرانو ته دا خبرداری هم ورکړی چې تر هغو به له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې نورمالې نه شي تر څو چې هغوی ښځې کار او تعلیم ته پرې نه ږدي.

د طالبانو غبرګون تر اوسه دا دی چې دوی ته له بشري حقونو څخه د ښځو محرومیت له نړۍ سره د اړیکو د نورمال کېدو نه ارزښت لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG