لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټګان د غزې په ساحل کې له امریکايي لارې څخه د مرستو لېږد درولی


واشنګټن – پنټګان ویلي، د غزې په ساحل کې د امریکا لخوا په جوړه شوې لاره باندې چې فلسطینیانو ته د بشري مرستو د استولو لپاره د اوبو پرسر جوړه شوې د نهې یا سې شنبې په ورځ له ماتېدو وروسته په موقتي ډول بنده شوې ده.

د پنټګان د مطبوعاتي څانګې مرستیالې سبرینا سینګ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې د دغې لارې برخې به د اسرایلو جنوبي ښار اشداد ته واستول شي چې د امریکا مرکزي قومانده یې جوړه کړي.

سېنګ خبریالانو ته وویل، "د دغې لارې بېرته جوړېدل او ترمیم به لږ تر لږه یوه اونۍ وخت ونیسي او له جوړېدو وروسته به بېرته د غزې ساحل ته واستول شي."

د امریکا ولسمشر جو بایډن په مارچ کې د ۳۲۰ میلینو ډالرو په لګښت د دغې لارې د جوړېدو حکم کړی و.

دغه لاره دوه اونۍ مخکې فعاله شوې وه خو له ځینو ستونزو سره مخ کېدله.

غزې ته په دغې لاره یا پیر کې درې امریکايي سرتېري تېره اونۍ ژوبل شوي هم وو.

خلکو تېره اونۍ په ټرکونو باندې ورغلل چې له امله یې د مرستو لېږد ودرول شو.

خو سېنګ وویل، کله چې دا سمندري لاره جوړه وه نو کار یې کاوه.

د دغې لارې له تړل کېدو مخکې ۸۲۰ مټریک ټنه خوراکي مرسته د غزې ساحل ته رسول شوې وه.

سینګ وویل، د لارې له بېرته جوړېدو وروسته پنټګان پلان لري چې "بشري مرستې به بیا هغو خلکو ته پیل شي چې ورته سخته اړتیا لري."

امریکا په ورته وخت کې پلان لري چې د هوا له لیارې خوراکي توکي وغورځوي خو په دې یې ټینګار کړی چې یواځې په سمندري‌ لاره باندې د غزې د خلکو اړتیا نشي پوره کېدای.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د اسرایلو د عملیاتو پر مهال د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۶۰۰۰ څخه زیات شوی.

اسرایلو وروسته له هاغې په غزه کې خپل هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، د اسرایلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یې له ځان سره وتښتول.

د دې راپور ځینې برخې د اسوشیټېډ پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG