لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د وسله والو په برید کې پولیس افسر وژل شوی، لاروی تن ژوبل


چارواکي وایي، د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د نامعلومه وسله والو په برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی اؤ یو لاروی ژوبل شوی دی.

د پېښور پولیسو د ویاند لخوا میډیا ته د جاري شوي بیان له مخې په ای ایس آي حاجي اکبر تېره ورځ د سربند تاڼې په حدودو کې وسله والو ډزې کړي دي.

ددغه پولیس افسر په اړه ویل شوي چې هغه په حیات اباد تاڼه کې خپل ماموریت ترسره کولو اؤ ډ ډیوټۍ لپاره په موټر سایکل تاڼې ته روان و چې لاره کې پرې د نامعلومو وسله والو لخوا برید شوی.

پولیس وایي چې دې برید کې اسسټننټ سب انسپکټر حاجي اکبر وژل شوی اؤ یو بل لاروی هم په ډزو کې ژوبل شوی دی.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو پولیس وایي چې د پېښې له ځای څخه د 30 بور تمانچې 10 توقې په لاس ورغلي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

تېره اوونۍ د خېبر پښتونخوا پولیسو پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې په صوبه کې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه په هدفي وژنو کې 61 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 82 نور ژوبل شوي دي.

په اګست کال 2021م کې چې طالبان یو وارې بیا په افغانستان قابض شوي، پاکستاني چارواکي اؤ د نړیوالو ادارو رپورټونه وایي چې پاکستان کې ورسره د ترهګرۍ لړۍ چټکه شوې اؤ په دې ترهګریزو پېښو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نښه کړل شوي دي.

څېړونکي وایي چې تر ټولو زیاتې د ترهګرۍ پېښې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې رامنځته شوي چې په دې پېښو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو اؤ داعش پغاړه اخستې ده.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي تورونه لګوي ترهګر پاکستان کې د ورانکارۍ لپاره د افغانستان په خاوره خوندي ځالي لري خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت پرله پسې دا تورونه ردوي اؤ وایي په خاوره کې یې هیڅ یوه ترهه ګره ډله نشته.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG