لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې د موبایل کاروونکو شمېره تر 19 کروړو اوښتې، د ټيلي کام څانګه کې امدن 5 اربه اؤ 57 کروړه ډالر زیات شوی


د پاکستان د آي ټي اؤ ټیلي کام وزارت وایي ددې هیواد په څه د پاسه 24کروړه ابادۍ کې د موبایل فون کارونکو شمېره تر 19 کروړو اوښتې ده اؤ په تېرو پینځوؤ کالو کې د ټيلي کام په څانګه کې شوې سرمایه ګزارۍ کې د 5 اربه اؤ 57 کروړه ډالرو اضافه مخې ته راغلې ده.

د پاکستان د آي ټي اؤ ټيلي کام وزارت د مالي کال 24-2023 لپاره خپل مالیاتي سروی رپورټ کې ویلي چې د مخابراتو یا ټیلي کام د صنعت امدن له 694 اربه روپو څخه 850 اربه روپو ته لوړ شوی دی.

د ټیلي کام څانګه کې په کېدونکي امدن کې د اضافې په بابله دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څېړونکي وایي په دې هیواد کې په دې وروستیو کې په انټرنیټ بندیزونه زیات شوي دي

د آي ټي اؤ ټیلي کام وزارت رپورټ کې ویل شوي چې په ټيلي کام څانګه کې په کال 20-2019م کې سرمایه کاري 225 اربه روپۍ وه خو په کال 21-2020م کې به د ا سرمایه کاري 325 اربه روپۍ ریکارډ کړل شوې وه په کال 23-2022م کې 340 اربه روپو ته لوړه شوه.

رپورټ وایي چې په مالي کال 23-2022م کې د پاکستان دننه په انټرنیټ کې مثبته پرمختیا لیدل شوې اؤ د موبایل فون کارونکو شمېره تر 19 کروړو اوښتې ده.

د رپورټ له مخې کال 2023م کې 2 کروړه اؤ 13 لکه موبایل الات په سیمه ییزه توګه جوړ کړل شوي اؤ تر 33 زیاتو د موبایل کمپنیو اؤ د اسمارټ ډیوایسز جوړونکو کمپنیو پاکستان کې فعالیت پیل کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي چې ملک کې د انټر نیټ کارونکو کچه هم 54 اعشاریه 97 فیصدي ته لوړه شوې ده.

رپورټ زیاتوي چې په مارچ 2024م کې د آي ټي خدماتو برامدي ترسیلات 36 فیصدي زیات شوي اؤ 30 کروړه اؤ 60 لکو ډالرو ته رسیدلي دي.

تر دې وړاندې په مارچ 2023م کې د آي ټي خدماتو برامدي ترسیلات 22 کروړه اؤ 50 لکه ډالر وؤ.

لېتوېنیا کې مېشته سرف شارک نومې کمپنۍ سږکال د فرورۍ میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د سږ کال د شروع کېدو راهسې د پاکستان نزدې 128 مېلین د انټرنېټ صارفین پینځه ځله انټرنېټ د بندېدو سره مخامخ شوي دي.

په موجوده وخت کې هم د 17مې فرورۍ راهسې په پاکستان کې مشهوره ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخوانی ټویټر) تړل شوې اؤ په انټرنیټ د بندیزونو په حواله د پاکستان حکومت د اندروني اؤ بهرنیو نیوکو سره مخ دی.

د سرف شارک ترجمانې لینا سروېلا د وینا له مخې، په پاکستان کې د انټرنېټ په سېنسرشپ کې د تشویش وړ اضافه کېږي اؤ‌ په 2014 کې په پاکستان کې په انټرنېټ د نورو کلونو په پرتله زیات قدغنونه لګول شوي.

د کال 2024 د جنورۍ په میاشت کې یوټیوب، اېکس، فېس بک او انسټاګرام دوه ځله تړل شوی و. په سوشل میډیا دغه بندیزونه په داسې وخت لګول شوي وو چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د انتخاباتو لړ کې جلسې اؤ کنوینشنونه کول.

په اتمه فېبرورۍ د انتخاباتو په مهال هم په انټرنېټ درې ځله قدغنونه لګول شوي وو. په پاکستان کې د ووټونو په ورځ او د دې نه څو ګنټې وروسته په ټول ملک کې د موبایل او انټرنېټ خدمات تړل شوي وو.

د چارواکو دریځ و چې د ووټونو په ورځ امن او امان ښه کولو دپاره انټرنېټ او د موبایل سروس د ځنډولو ګام اخستل شوی و.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG