لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سلووېنیا حکومت د فلسطیني ریاست په رسمیت پېژندنه منظوره کړله

د سلووېنیا وزیراعظم روبرټ ګولوب ویلي چې حکومت یې د یو آزاد فلسطیني ریاست د رسمیت پېژندلو قرارداد منظور کړی دی. اوس نو دا قرارداد پارلېمان ته ځي چې هلته هم د وزیراعظم ګولوب ګوند اکثریت کرسۍ په اختیار کې لري او د حکومت منظور شوی ګام به په تېزۍ سره پاس کړي.

د سلووېنیا وزیراعظم په پایتخت لیوبلیانا کې یو خبري کنفرنس ته وویل: "حکومت نن فیصله وکړه چې فلسطین د یو آزاد او خود مختار ریاست په حیث تسلیم کړي."

ښاغلي ګولوب د دې ترڅنګ غزه کې د ساتل شوو یرغمل کسانو د خلاصون او د اسرایل او حماس ترمنځ د دښمنۍ د ختمېدو غوښتنه وکړه، او ویې ویل: "دا د امن پیغام دی."

د اسرایل خارجه وزیر، اسرایل کتز په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د سلووېنیا دا کار "حماس ته د قتل کولو انعامات" دي. هغه د سلووېنیا د پارلېمان نه وغوښتل چې د حکومت وړاندې شوی قرارداد دې پاس نکړي.

سلووېنیا د فلسطیني ریاست د تسلیمولو پروسه په اصل کې د مې میاشتې په ابتدا کې شروع کړې وه، او ویې ویل چې انتظار و په غزه کې حالات بهتره شي. پس د هغه چې د غزې په رفح ښار باندې د اسرایلي ځواکونو د وروستیو حملو له کبله څه باندې یو میلین فلسطینیان مجبوره شول له هغې علاقې وتښتي، د سلووېنیا وزیراعظم د فلسطینیانو د ریاست په رسمیت پېژندلو پروسه تېزه کړله.

د سلووېنیا حکومت په پایتخت لیوبلیانا کې په حکومتي اېوان باندې هم د فلسطینیانو یوه جنډه راځړولې ده. د فلسطینیانو دا بېرغ، د سلوېنیا او یورپي اتحاد د بېرغونو ترڅنګ لیدلی کیږي.

د سلووېنیا وزیراعظم روبرټ ګولوب د فلسطیني ریاست د رسمیت پېژندنې په اړه په پایتخت لیوبلیانا کې مطبوعاتو ته د خبرو په حال کې - د ۲۰۲۴ کال د مې ۳۰مه
د سلووېنیا وزیراعظم روبرټ ګولوب د فلسطیني ریاست د رسمیت پېژندنې په اړه په پایتخت لیوبلیانا کې مطبوعاتو ته د خبرو په حال کې - د ۲۰۲۴ کال د مې ۳۰مه

د همدې تېرې اونۍ په پیل کې آېرلېنډ، سپېن او ناروې درې واړو د فلسطینیانو ریاست په رسمیت وپېژندلو، چې اسرایل ورته قهرجن غبرګون وښود. د دې نه وړاندې، سويډن، قبرس، هنګري، چېک رېپبلېک، پولېنډ، سلووکیا، رومېنیا او بلغاریه د فلسطینیانو ریاست تسلیم کړی و. مالتا، برېتانیه، او اسټرېلیا هم شاید دا کار وکړي. د یورپي اتحاد په ۲۷ غړو هېوادونو کې به سلووېنیا لسم ملک وي چې فلسطیني ریاست په رسمیت پېژني.

د نهې/سې شنبې په ورځ د ډنمارک پارلېمان د یو فلسطیني ریاست په رسمیت پېژندل رد کړل. جرمني او امریکا دواړه وایي چې دوی یو اړخیز اقدام ردوي او د دوی په خیال د فلسطینیانو او اسرایل ترمنځ د لانجې د حل دپاره د دوه ریاستونو ترکیب صرف او صرف د دوی ترمنځ د خبرو په بنیاد کېدلی شي. فرانس ویلي چې اوس مهال د یو فلسطیني ریاست د تسلیمولو وخت ندی.

د اسرایل او حماس ډلې ترمنځ اوسنی جنګ د اکټوبر په ۷مه پیل شو چې حماس په اسرایل باندې ترهګرې حملې وکړې، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې ځان سره یرغمل یووړل. دا شمېرې د اسرایل چارواکو ورکړي دي.

اسرایل د حماس د حملو په جواب کې، په غزه پټۍ حمله وکړه چې تر اوسه دوام لري او د غزې صحت اداره وایي چې دې کې د ۳۶۱۰۰ فلسطینیانو نه زیات وژل شوي او هغو کې د حماس جنګیالي او عام اولسي فلسطینیان هم شامل دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG