پولیس وایي تېره ورځ د پېښور په کلیواله سیمه متنو کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې د پولیو په ډیوټۍ ګمارل شوی یو پولیس عسکر وژل شوی دی.
د پېښور پولیس د ویاند له مخې دا پېښه د نهې یا سې شنبې په ورځ د متنو په سلیمان خیل سیمه کې شوې ده.
ویاند ویلي چې د شاه نواز په نوم پولیس عسکر د پولیو ضد کمپاین ډیوټۍ لپاره د سرې خاورې کیمپ ته په موټر سایکل روان ؤ چې د سیلمان خیلو د نهر ترڅنګ نامعلومه وسله والو په هغه ډزې کړي اؤ وژلی یې دی.
تر پېښې وروسته په ګڼ شمیر پولیس سیمې ته رسیدلي اؤ د وسله والو لټون یې پیل کړی دی.
د وژل شوي پولیس عسکر جنازه وروسته د پېښور په پولیس لاین کې ترسره شوې چې ګڼو پولیس افسرانو پکې برخه اخستې ده.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور پخپل یو بیان کې په دې پېښه خفګان څرګند کړی اؤ په قانون نافذوونکو ادارو یې غږ کړی چې په برید کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره باید کوټلي اؤ عاجل ګامونه واخلي.
په سمدستي توګه د دې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په خېبر پښتونخوا کې په پولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د جون له دریمې څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاین پیل شوی اؤ ددې کمپاین په لومړۍ ورځ هم د پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې د پولیو په حفاظت ولاړه د پولیسو ډله باندې وسله والو برید کړی ؤ چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی ؤ.
پولیسو دعوه کړې وه چې دغه ترهګریز برید ته یې چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي برید کې یې یو ترهګر هم وژلی دی.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د پولیو د مخنیوي په مامورینو اؤ د هغوي په ساتونکو پولیسو بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي مامورین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum