لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مظفراباد د ترهګرۍ ضد عدالت د شاعر احمد فرهاد د ضمانت خواست رد کړی


د پاکستان د واک لاندې د کشمیر د پلازمینې مظفر اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د نهې یا سه شنبې په ورځ د شاعر احمد فرهاد د ضمانت په خواست له وړاندې څخه خوندي کړې خپله پرېکړه اورولې ده اؤ د هغه د ضمانت خواست یې رد کړی دی.

د احمد فرهاد مېرمنه دعوه کوي چې خاوند یې د مئ په 16مه نېټه له اسلام اباد څخه تښتول شوی اؤ د هغه د بې درکۍ مقدمه د اسلام اباد د لوهي بهیر په تاڼه کې درج کړل شوې وه.

په 29مئ اسلام اباد هایکورټ کې وروسته له هغې د اورېدنې په مهال د لادرکه شاعر احمد فرهاد ګرفتاري ښکاره کړل شوې وه چې اسلام اباد هايکورټ په ‏24‎مه مئ د یادې قضيې اورېدنه کې د دفاع او استخباراتي ادارو چارواکي عدالت ‏ته بللي وو.‏

اؤ بیا هم په دغه ورځ د کشمیر په دهیر کوټ تاڼه کې د هغه په ضد درج ایف آيف آي ار هم مخې ته راغلی ؤ.

د احمد فرهاد خلاف د سرکار په کار کې د مداخلت د دفعې 186 په اساس مقدمه درج کړل شوې ده.

په 29مئ درج مقدمه کې ویل شوی، نن یې په کوهاله پُل يو ګاډی ودرولی، "د ګاډي د ډرايور نه یې شناختي کارډ غوښتی او بيا په ګاډي کې شاته ناست تن د پوليس ‏اهلکارو سره بدتميزې کړې او خبرې اړولي دي چې تاسو تلاشي نه شئ کولی".‏

ويل شوي، دغه تن بيا خپل نوم سيد فرهاد علي شاه ښودلی اؤ ويلی یې دي، چې "د پېنډۍ اسلام اباد نه خپل پلارني کور باغ ته روان دی، هغه په کار سرکار کې مزاحمت کړی ‏او جرم یې کړی دی".‏

د لا درکه شاعر احمد فرهاد مېرمنې په تېره اورېدنه کې ډیوه سره خبرو کې ويلي وو، مېړه به یې تل د لا درکه تنانو په حق کې اواز پورته کولو او هم د دې له ‏کبله هغه په خپله هم د جبري بې درکۍ ښکار شو.‏

په دې وروستیو کې د شاعر احمد فرهاد د بې درکۍ پرضد په اسلام اباد کې احتجاج هم شوی ؤ.

د احتجاج ګډون وال تابس فاروق سدوزي وي او اې ډيوه ته ویلي وؤ "زمونږ مطالبات د هغو خلکو نه دي چې خلک په جبري توګه بې درکه کوي چې په (نا ‏معلومو) پيژندل کيږي. د احمد فرهاد څه ګناه ده؟ هغه خو يو شاعر دی، تاسو په دې خلک بې درکه کوئ چې د هغوی غږونه غلي کړئ ؟، تاسو څه پيغام ‏ورکول غواړئ د کشمیر خلکو ته؟ دا چې کشميريان په پاکستان کې غېر محفوظ دي؟"

په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د بې درکيو لړۍ د کلونو راهسې روانه ده او د بې درکه بلوچانو او پښتو د کورنیو غړي او د بشري حقونو ډلې د ‏خلکو په جبري توګه د بې درکيو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه بيا بيا ردوي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG