لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن د هند مودي ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې


واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د هند وزیر اعظم نریندرا مودي ته په ټاکنو کې د بریا لپاره مبارکي ورکړې.

واشنګټن ویلي، دوی په ازادې انډو پسېفېک سیمه کې د نوي ډلي لا نورې همکارۍ ته سترګې په لاره دي.

بایډن په ټولنیزې رسنۍ اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي،

"زمونږ د هېوادونو ترمنځ ملګرتیا یواځې وده کوي په داسې حال کې چې د ګډ راتلونکي لپاره نامحدود فرصتونه پرانیزو."

مودي چې نشنل ډیموکراټیک اتحاد یې په ټاکنو کې په حیرانونکې توګه نازک اکثریت ګټلی ویلي، چې هغه ته بایډن ټیلیفون کړی و.

مودي په اېکس لیکلي،

"ما ورته وویل، چې د هند او امریکا پراخ نړیوال شراکت به په راتلونکو کلونو کې د زیاتو نویو پرمختګونو شاهد وي. زمونږ شراکت به د نړۍ د ښه والي او د بشریت د ګټې لپاره دوام ولري."

امریکا او هند په دې وروستیو کلونو کې ژورې اړیکې لري او د چین د زیاتېدونکي قدرت په اړه شریکې اندېښنې لري، که څه هم نوي ډلي د اوکراین د جګړې او د بشري حقونو د مسلو سره سره له روس سره خپلې اوږدې اړیکې پر ځای ساتلي.

د بایډن د مبارکۍ له پیغام څخه لږ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، واشنګټن،‌ "د هند له حکومت سره خپل شراکت ته دوام ورکول غواړي چې سوکالي او نوښت وده وکړي، د موسمي بدلون مسله حل شي او د یوه ازاده اندو پسېفېک سیمه باوري شي."

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا او د هند اړیکې "یو ښه شراکت" بللی که څه هم امریکا تر دې وړاندې د بشري حقونو په اړه اندېښنې لرلې او هغه به له نوي ډلي سره په خلاص ډول راپورته کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په کاناډا او امریکا کې د یو سېک د وژنې د پلان پر سر تر ازموینې لاندې راغلې.

امریکايي چارواکو په نومبر کې وویل، چې د هند د حکومت یو چارواکي دغه دسیسه مخې ته وړې چې د ګورپتوانت سېنګ پانوم په نامه یو بیلتون غوښتونکي سېک پکې ووژل شو.

یاد کس د امریکا او کاناډا دواړو هېوادونو تابعیت یا نشنلېټي درلوده.

تېره میاشت په هند کې د امریکا سفیر وویل، واشنګټن تر دې دمه د ادعا شوې دسیسي سره په تړاو د حساب ورکولو په برخه کې د هند له اقداماتو راضي دی خو لا هم زیاتو پړاونو ته اړتیا ده او باید د "امریکا لپاره د سرو کرښو" پایلې وي.

سیاسي څېړونکي وايي، واشنګټن په ښکاره په مودي باندې له نیوکو څخه ډډه کړې ځکه دوی هیله لري چې هند به د پراخېدونکي چین په وړاندې په مخالفه تله کې رول ادا کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG