لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیر اعلا ګنډاپور: وفاق سره محاذ ارایي نه بلکې د خپلې صوبې حق ترې غواړو


د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین خان ګنډاپور وایي، له وفاق سره محاذ ارایي نه بلکې د خپلې صوبې حق ترې غواړي اؤ که وفاق خپلې د تعصب ډکې رویې ته دوام ورکړي نو ورته به وښیي چې په زوره حق څنګه اخېستل کیږي.

وزیر اعلا کنډا پور تېره ورځ له رسنیو سره خبرو کې په وفاق اؤ د صوبې په ګورنر کلکې نیوکې وکړې اؤ وي ویل د پښتونخوا حکومت به د صوبې له حقونو کله هم پشا نه شي.

هغه وویل که وفاق د صوبې د پیسو نه د برخې غوڅولو هڅه وکړه نو دی به یې ورسره کله هم ونه مني اؤ بیا به هغه څه وکړي چې وفاق به یې پخپله وویني.

تر دې وړاندې هم تېره میاشت وزیراعلا علي امین ګنډا پور ګواښ کړی ؤ چې که صوبه کې د بجلۍ ناروا لوډشیډنګ قابو نه کړی شو نو دی به د بجلۍ سویچ پخپله قبضه کې واخلي خو وروسته بیا نوموړي د اوبو اؤ بجلۍ مرکزي وزیر سره لیدنه کې د معاملو د جوړ جاړي له لارې په هوارولو ټینګار کړی ؤ.

اوړمه ورځ د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي وؤ هغه د وزیراعلا د ترخو خبرو په حقیقت پوهه دی اؤ په دې هم پوهیږي چې ددې خبرو تر شا د وزیراعلا څه مجبورۍ دي.

ښاغلي علي امین ګنډا پور وویل وفاق د پښتونخوا د ورپورې پیسو اؤ منصوبو په ایسارولو سیاسي انتقام اخستل غواړي خو هغه واضحه کړه چې دی به د ولس په ګټو هیڅ رقم جوړ جاړي ته غاړه نه ږدي اؤ د صوبې له حقونو به نه پشا کیږي.

د رسنیو سره د خبرو په مهال وزیراعلا د صوبې په ګورنر بیا تر ټولو کلکې نیوکې وکړې اؤ حتی د هغه په اړه یې ځینې داسې لفظونه هم وکارول چې د ویلو یا لیکلو نه دي.

هغه وویل د ګورنر هیڅ حیثیت نه شته اؤ که دی وغواړي نو د ګورنر له ماڼۍ به یې بهر په سړک وغورځوي.

تر دې مخکې هم وزیراعلا ګنډا پور ګواښ کړی ؤ چې که ګورنر خپله رویه سمه نه کړي نو دی به یې له ګورنر هاوس بهر کړي اؤ ګورنر به د عامو خلکو لپاره پرانځي خو د وزیراعلا دې ګواښ ته په ځواب کې د صوبې ګورنر ویلي وؤ چې که ګنډا پور داسې وکړي نو هغه به یې په سړکونو راکاږي.

څېړونکي د وزیراعلا اؤ ګورنر تر منځ د سیاسي اختلافاتو پسر یو بل ته رابرندیدل د صوبې په تاوان بولي اؤ وایي د ولس اؤ ‌صوبې استازو سره نه ښیي چې خپل ټول وخت د یو بل په بې عزتۍ برباد کړي بلکې په ګډه دې د وفاق نه د صوبې حقونو اخستلو ته وخت ورکړي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د دعوؤ له مخې دا مهال د ترهګرۍ په ضد د جګړې په مد کې وفاق ته د پښتونخوا صوبې ۱۶۰۰، د تماکو په مد کې ۱۳۰۰اؤ د بجلۍ په مد کې ۱۵۱۰ اربه روپۍ ورپورې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG