لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ نه کوټې ته په روان بس اور لګیدلی، درې مسافر پکې مړه شوي، اووه ژوبل


له کراچۍ څخه کوټې ته روان د مسافرو یو بس د وایارو اوتهل سره نزدې د تیل وړونکي موټر سایکل سره ټکر شوی چې له امله یې په دغه بس اور لګیدلی اؤ درې کسان پکې مړه شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.

د پېښې سره سم پولیس اؤ مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ په پېښه کې د مړو شوؤ کسانو جسدونه اؤ ژوبل کسان یې د لسبیلې ضلعي روغتون ته رسولي دي.

د نصرت بس شرکت یا کمپنۍ یو مامور وي او ای ډیوه ته ویلي چې دغه بس تېر ماسخوتن اته بجې له کراچۍ کوټې ته روان شوی ؤ اؤ ٢٨ مسافر پکې سواره وؤ.

چارواکي اؤ مرستندویه فعالینو ډیوه ته ویلي چې په بس د اور لګیدو وروسته ګڼ شمیر مسافر‌ په دغه بس کې بند پاتې شوي وؤ خو هغوي په شیشو له بسه دانګلي اؤ خپل ځان یې ژغورلی دی.

د عیني شاهدانو په وینا په کوم سړک چې بس د حادثې سره مخ شوی په دغه سړک اکثره قاچاقبران ایراني تیل په موټر سایکلو قاچاق کوي اؤ دغه بس هم د یو داسې موټر سایکل سره ټکر شوی چې تیل پرې بار وؤ اؤ له هغې وروسته په بس اور لګیدلی دی.

د لسبیلې ډپټي کمشنرې حمیرا بلوچ رسنیو ته ویلي چې د پېښې د خبر رسیدو سره سم مرستندویه ډلې سیمې ته لیږل شوي اؤ د ضلعي روغتون عمله چمتو کړل شوې ده.

هغې ویلي چې پېښه کې ورته د مرګ ژوبلې اطلاع ترلاسه شوې ده خو لا کره شمیره یې نه ده معلومه اؤ چې کله امدادي فعالیتونه سرته ورسي نو د اوښتې مرګ ژوبلې‌ په اړه کره شمیرې به له خلکو سره شریکې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG