لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د غزې په سکول د حملې او د ماشومانو د وژل کېدو په خبرونو د اسرايل نه د روڼتیا غوښتنه کړې


امریکې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د اسرايل نه غوښتي، په غزه کې د ملګرو ملتونو په سکول د حملې په اړه روڼتيا وکړي چې ايا په دغه حمله کې ‏ماشومان وژل شوي دي.‏

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتهيو ميلر د زيارت په ورځ خبري غونډه کې ويلي، د اسرايل حکومت ويلي د دغه حملې په اړه به نور معلومات ‏خپروي چې پکې به په حمله کې د وژل شوو نومونه هم شامل وي.‏

نوموړي د اسرايل په حواله ويلي، "مونږ تمه لرو چې دغه معلومات به راڼه وي".‏

د اسرايل پوځ ويلي، جنګي الوتکو یې په سکول بريد کړی او په سمدستي ډول یې د کومو ثبوتونو ورکولو بغېر دعوه کړې چې حماس او اسلامي جهاد ډلو ‏دغه سکول د خپلو کارروايانو دپاره د پناه په توګه کارولو.‏

مېتهيو ميلر ویلي، امریکا د اسرايل په هغه جاج يقين لري چې حماس په ځينو وختونو کې د عامو خلکو په ودانيو کې پټ شوي، خو زياته کړې یې ده، د ‏تازه حملې په اړه د نورو معلوماتو انتظار کوي.‏

هغه ويلي، "مونږ دغه دعوې ګورو چې په ياده حمله کې ‏‎14‎‏ ماشومان وژل شوي دي، که دا خبره سمه وي چې ‏‎14‎‏ ماشومان وژل شوي نو يقيني دوی به ترهګر ‏نه وو".‏

ويل شوي د اسرايل د حملې وروسته په ديرالبلاح کې الاقصا روغتون ته د ‏‎30‎‏ فلسطينيانو مړي راوړل شوي وو.‏

اسرایل د زيارت په ورځ منځنۍ غزه کې د فلسطيني پناه غوښتونکو دپاره کارېدونکي يو سکول باندې حمله کړې وه.‏

ځايي چارواکو په حمله کې د پينځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه د ‏‎30‎‏ کسانو د وژلو خبر ورکړی وو، خو وروسته دغه شمېره د ‏‎37‎‏ پورې ياده کړل شوې وه.‏

د ملګرو ملتونو ترمخه، په غزه کې د جګړې د پيل راهسې یې د انتظام لاندې سکولونه د پناه غوښتونکو دپاره کاريږي.‏

ویل شوي، اسرايل چې کوم سکول په نخښه کړی، د ملګرو ملتونو د فلسطيني کډوالو ادارې (يو اېن ار ډبليو) د انتظام لاندې وو او دغلته د غزې د جګړې ‏څخه اغېزمنو پناه اخستې وه.‏

د پناه غوښتونکو په سکول دغه حمله په داسې وخت کې شوې چې د امریکې لوړ پوړي چارواکي په منځني ختيځ کې موجود دي او په درېو پړاوونو کې د ‏جنګ بندۍ د پلان په پرمختګ کار کوي.‏


‏( د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG