واشنګټن – د غزې په جګړه کې د اوربند راتلو لپاره د منځګړو په هڅو کې کوم پرمختګ نه ښکاري او د سیمې اوسېدونکي وايي، چې اسرایلي ځواکونو تېره شپه په رفح کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي او ټانکونو یې کوښښ کاوه چې لویدیځ لوري ته پرمختګ وکړي.
د اسرایلي سرتېرو او د حماس جنګیالیو ترمنځ د سختې جګړې خبر هم ورکړل شوی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، هغو ټانکونو چې له مصر سره د پولې په اوږدو کې یې سیمه کنټرول کړې لویدیځ لوري او د جنوبي ښار مرکز لوري ته ګڼ بریدونه کړي چې د سیمې ګڼ اوسېدونکي چې په خپلو کورونو کې ایسار پاتې شوي وو ژوبل شوي دي.
یو فلسطیني سړي ویلي، "زه فکر کوم چې اشغالګر ځواکونه کوښښ کوي د رفح ساحلي غاړو ته ځان ورسوي، د تېرې شپې پر مهال بریدونه او بمبارۍ تکتیکي وې، هغوی د سختې بمبارۍ لاندې ننوتل او او بېرته ووتل."
هغه رویټرز ته د چټ اپ له لیارې وویل،
"دا یوه خرابه شپه وه، ځینې خلک په خپلو کورونو کې ټپي شول او بیا په سهار کې وویستل شول."
اسرایلي ځواکونو همدارنګه په مرکزي غزه کې د البریج کمپ دننه هم عملیات کړي او په دوو نورو کمپونو او نېږدې ښار باندې یې درنه بمباري کړې او په ټانکونو یې ویشتې چې د روغتیا پالانو په وینا ګڼ فلسطینییان پکې وژل شوي او ټپي شوي دي.
په ورته وخت کې د اسلامي جهاد تر نامه لاندې د حماس وسلوالې څانګې او نورو وړو ډلو خبر ورکړی چې د دوی جنګیالیو د اشغالګرو ځواکونو پرضد په مرکزي او جنوبي ګڼو برخو کې بریدونه کړي.
اخوا قطري او مصري منځګړو د امریکا په ملاتړ اوربند ته د رسېدو په لاره کې هلې ځلې زیاتې کړي چې جګړه ودرېږي او بندیان خوشې کړای شي خو سرچینې وایي، چې د کوم پرمختګ نخښه نه ښکاري.
په نومبر کې د یو لنډ اوربند وروسته نور د اوربند په اړه ټولې هڅې ناکامه شوي دي او حماس د شخړې د دایمې ختمېدو غوښتنه کوي.
اسرایل وايي، دوی تیار دي چې یواځې په جګړه کې د لنډ مهاله وقفو په اړه خبرې وکړې تر هغو چې حماس مات شوی نه وي.
د حماس یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، "مونږ تړون ته د رسېدو په لاره کې ټول نرمښت ښودلی خو د اسرایلو اشغال دوام لري او د اشغال د پای ته رسېدو او له غزې پټۍ څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په لاره کې هر ډول ژمنتیا ردوي.
هغه وویل، "اشغال او امریکایان پړ دي چې تر اوسه کوم تړون نه لري ځکه دوی نه غواړي چې زمونږ په خلکو باندې دا جګړه پای ته ورسوي."
په غزه کې د اسرایلو جګړه وروسته له هاغې پیل شوه کله چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، د اسرایلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول چې نیمايي شمېر یې بیا د نومبر تړون پر مهال خوشې کړای شوي وو.
اسرایلو یې په غبرګون کې په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه پورې پکې تر ۳۶۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي او کېدای شي په زرګونو نور مړي د ویجاړو شویو ودانیو لاندې خښ شوې وي.
د امریکا او اسرایلو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د حماس نیمايي شمېر ځواکونه په جګړه کې وژل شوي.
حماس د خپلو وژل شویو جنګیالو په اړه معلومات نه ورکوي او ځینې چارواکي وايي، اسرایل د شمېرو په ورکولو کې زیاتی کوي.
خو په دغه جګړه کې د وژل شویو اسرایلي سرتېرو شمېر تقریبا ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی.
Forum