لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: عملیاتو کې د حافظ ګل بهادر ډلې د مهم کمانډر عمر د وژلو دعوه شوې

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي په بنو کې یې د عملیاتو په مهال د ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان یو مهم کمانډر عمر وژلی دی.

سي ټي ډي وایي دا عملیات تېره ورځ په بنو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړل شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر ډلې وتلی کمانډر عمر وژل شوی.

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ویلي چې کمانډر عمر په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونو، بمي چاودنو اؤ هدفي وژنو کې ککړ ؤ اؤ امنیتي ادارې له ډيره وخته هغه پسې وې.

سي ټي ډي دعوه کړې ده چې د وژل شوي طالب کمانډر د ولکې نه یې وسله اؤ لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي.

ټي ټي پي لا د خپل مهم کمانډر د وژل کیدو په اړه څه غبرګون نه دی ښکار کړی.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټکه شوې اؤ تحریک طالبان پاکستان ویلي تېره میاشت یې په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه ترسره کړي چې په دې بریدونو کې 103 پوځيان، 65 پولیس اؤ د سي ټي ډي مامورین، 38 د ایف سي عسکر اؤ 8 استخباراتي اؤ د امن کمیټیو غړي وژل شوي دي.

همدا شان د پاکستان پوځ هم تېره میاشت په بیلابیلو علمیاتو کې د شلګونو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې روان کال امنیتي ځواکونو په ملک کې ټول 13135 عملیات کړي دي.

پوځ ویلي چې د مې میاشت کې ترسره شوؤ عملیاتو کې239 وسله وال وژل شوي 396نور نیول شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG