لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

ولس ته د ووټونو او پوځ ته د پولو اختیار سپارلو لپاره مو له کوټې تحرک پیل کړی: اېمل ولي خان

د عوامي نېشل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان نن اتوا/ يکشنبې په ورځ د کوټې ښار په ارباب هاوس کې له نورو سياسي مشرانو سره په شريکه خبري کانفرنس کې د شپږ ګونديز ګډ تحريک شروع کولو اعلان کړی.

د اېمل ولي په وينا د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان په هڅو دا ممکن شوه چې شپږ جماعتي اتحاد پېلله کوټې څخه وشوو.‌ نوموړي په دغه مهال ویلي:

" دا اتحاد اول له بلوچستان او بيا په ټول پاکستان کې د هغو بنيادي نقطو لپاره دی، دا اتحاد نه حکومت جوړولو لپاره دی او نه د چا د حکومت د نړولو لپاره دی. موږ نه چا ته سزا ورکولو او نه څوک (عمران خان) له جېل څخه د را ايستلو خبره کوو. د دې اتحاد مسئلې د نور پاکستان له ستونځو څخه جلا دي.٬٬

نوموړي د پاکستان پوځت ته په اشاره کې ویلي ٫٫ چې يو څوک (پاکستاني پوځ) ځان آقا، مالک بولي او د پاکستان اېين يې مات کړی، په رڼا ورځ يې د خلکو اختيار تر پښو لاندې کړی، د دې اتحاد بنيادي مقصد د اېين او قانون سر لوړي ده."

په پريس کانفرنس کې د عوامي نېشنل ګوند د مشرتابه تر څنګ د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د پښونخوا نېپ چېرمين خوشحال کاکړ، د جمعيت علما اسلام ف صوبايي مشر مولانا عبدالواسع، د نېشنل ډيموکرېټګ ګوند ايالتي مشر احمد جان، او د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره شريک وو.

د نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک د خپري کانفرنس په مهال د يوه سوال په ځواب کې وويل:‌" دا في الحال يو خيال دی، او موږ پر دې کار کوو، موږ يوه کميټه جوړې کړې او د دې کمېټې له ناستې پاستې او خبرو اترو ورستو به بيا په رسمي ډول د شپږ ګونديز اتحاد او تحريک اعلان کوو"

اېمل ولي د شپږ ګونديز تحريک اعلان په داسې وخت کې کړی چې په پاکستان کې د تحريک تحفظ اېين پاکستان په نامه تحريک د محمود خان اڅکزي په مشري کې له تيرې څه مودې راهيې روان دی.

ياد تحريک په پاکستان کې د اېين او قانون د بالا دستی، د ووټ قدر بحالول، د عمران خان له جېل څخه د خلاصولو، پوځ د قانون په دايره کې تر خپل اختياره پورې محدوده کولو لپاره د مبارزې ادعاوې کوي.

د هم دې اتحاد اړوند د خبريال د سوال په ځواب کې ايمل ولي وويل، ٫٫ د هغه تحريک مقصد عمران خان وزير اعظم جوړول دي او د دې تحريک مقصد خلک با اختياره کول دي"

نوموړي وړاندې ویلي، " موږ د عوام هغه اختيار غواړو چې دلته د ناستو ګوندونو پخواني مشرتابه له انګريزانو څخه تر لاسه کړی وو او د ووټ اختيار يې و عوام ته ورکړی وو".

اېمل ولي تور پورې کړ چې د پاکستان پوځ په اربونو روپۍ اخيستې او د خلکو ووټ يې سودا کړی او پوځ خپل غلامان استازي ټاکلي. " زه به ووايم غلام هم نه، بلکه کوم چا چې له پوځ سره ښه سودا کړې هغه کاميابه شوی"

خو د پاکستان پوځ په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه د افسوس وړ بللي. د روان کال 2024م د مارچ مياشتې په لومړۍ اونۍ کۍ پوځ په خپل يوه خپور کړي بیان کې ویلي وو،‌ چې پوځ د ټاکنو په بهیر کې یوازې امنیت برابر کړی او پر ضد یې د لاسوهنې تورونه خفه کونکي دي.

" د پاکستان وسله والو ځواکونو خلکو ته د قانون له مخې د عامو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره خوندي چاپیریال برابر کړی او له دې پرته د پاکستان وسله والو ځواکونو له ټاکنو سره هیڅ تړاو نه درلود، د پوځ کور کمانډر اجلاس کې پوځي مشرتابه پر دې خبره خواشیني څرګنده کړې چې د سیاست او رسنیو په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو ځینې وړې برخې د لاسوهنې په بې اساسه تورونو سره وسله وال ځواکونه بدناموي، چې دا ډېره د افسوس خبره ده"۔

ايمل ولي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې چرته قدرتي وسايل دي هلته د امنيت مسئله جوړه کړل شوې ده، " د نا امنۍ پر نامه زموږ پر قدرتي شتمنيو باندې قبضه ده، د بلوڅ ا وپښتون قام بنيادي مسئله د لا درکه کسانو ده، د هزارګانو په ګډون موږ ټول له هدفي وژنو سره مخ يو. نا امنۍ سره مخ يو، زموږ علما کرام له ترهګرۍ سره مخ دي، او هم داسې نورې مسئلې چې د دې ټولو پر ضد په ګډه سره مبارزه کوو، کله به هم له دې غوښتنو پر شا نه شو او نه به يې کوم قيمت واخلو"

یاد اتحاد شپږ کسيزه کمېټه جوړه کړې چې د هر ګوند به يو يو استازی پکې شامل وي.

کمېټي به د بلوچستان له هرې طبقې او شعبې سره تړلو خلکو سره ويني او دعوت به ورکوي، او دا تحريک به د پاکستان په شپږ صوبو او وفاق کې هم هڅه کوي چې کمېټۍ جوړې کړي او نور ګوندونه د ځان ملګري کړي.

See all News Updates of the Day

پاکستان کې د "عزم استحکام" عملیاتو اعلان ته د اپوزېشن غبرګون

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد نویو عملیاتو اعلان، په سیاست والو او څېړونکو کې تاوده بحثونه راپارولي دي.

پس د هغه چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل اېکشن پلان سنټرل اپېکس کمیټې د عملیاتو د پیلولو له لارې د ترهګرۍ ضد قامي کمپاین د بیا فعالولو او بیا ځواکمنولو منظوري ورکړه، او د "عزم استحکام" عملیاتو نوم یې ورکړ، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ په قامي اسمبلې کې په دې اړه تاوده بحثونه وشول.

حزب اختلاف غږ اوچت کړی چې د تندلارو په ضد د هرقسمه پوځي عملیاتو د پیل کېدو نه وړاندې، په کار ده چې پارلېمان هم په اعتماد کې راوستل شي.

خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چې نن په پارلېمان کې خبرې کولې، د اپوزېشن په دې دریځ یې سختې نیوکې وکړې.

د پي ټي آي له ګوند څخه په قامي اسمبلې کې غړی ګوهر خان د اسمبلې نه بهر خبریالانو ته وویل چې دوی غوښتل په دې خبرې وکړي چې پوځ دې د خپلو کاروایو رپوټ پارلېمان ته وړاندې کړي، مګر د پي ټي آی غړو ته د خبرو کولو موقع ورنکړی شوه او په همدې وجه یې بهر خبریالانو ته خپل دریځ روښانه کړ.

ګوهر خان زیاته کړه چې په کار ده د "عزم استحکام" عملیاتو دپاره منصوبې باید د وړاندې نه منظور کړی شي.

دفاع وزیر خواجه آصف تور لګولی چې اپوزېشن ګني "د تشدد سیاست" کول غواړي.

د څېړونکو نظر

څیړونکې واېې د حکومت او عسکري ادارو له اړخه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم عملیاتو منظورِ ورکړی شوې، خو که چرې په نیشنل ایکشن پلان باندې عمل شوی وو او د ښه او بد طالبانو توپیر نه وای، نو نن به د دغه رنګه پوځې عملیاتو یو ځل بیا ضرورت نه کېدو.

د امنیتي چارو څېړونکی طاهر خان وایي، د ترهګرۍ ضد عملیات څه نوې خبره نده، خو نومونه یې بدلیږي رابدلېږي. طاهر خان وي او اې ډیوه ته وویل: "د ترهګرو ضد عملیات د وړاندې هم روان وو او اوس ممکن ده چې په پاکستان کې چې کوم امنیتي حالات پیدا شوي، د پاکستان سیاسې او پوځې مشرتابه به په یو نوي نوم باندې عملیات پیل کړې."

یو بل خبریال او څېړونکی، حق نواز خان د پاکستان د پوځ د پخوانیو عملیاتو یادونه کوي او وایي: "په پاکستان کې دغه رنګه پالیسیانې جوړې شي خو پر دې عمل هغه رنګه نه کیږې. که چرې پر نیشنل ایکشن پلان باندې عمل شوی و، او د ښه او بدو طالبانو تر منځ توپیر نه وو، نو به د دغه رنګه پوځې عملیاتو ضرورت نه وای."

یاده دې وي چې یوه ورځ وړاندې، په پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان او چين د مشورتي ميکانيزم په نوم يوې غونډې ته د وينا پر مهال د ګاونډي هېواد چين د بهرنيو چارو وزير ليو جيان چاو ويلي وو چې په پاکستان کې د چين پانګونه په داخلي ثبات او ښه امنيت سره تړلې دې.

څیړونکې واېې د ترهګرې زیاتیدل د چین د سرمایه کارۍ په عمل اغیز لرلی شي. خو پاکستان دا وخت په کور کې دننه هم سیاسې غیر استحکام سره مخ دی.

طاهر خان وایي: "په پاکستان کې د چین یو فیکټر د دې پریکړې سبب کیدای شې ځکه چې د مارچ په ۲۶مه په خیبر پښتونخوا کې پر چینایانو برید د پاکستان د چین د سرمایه کارۍ، او اړیکو لپاره یو لوی زیان دی."

طاهر خان زیاتوي چې اوس به وکتلی شي مخالف ګوندونه به په پاکستان کې پر دغه معامله یو ځاېې شې او که نه؟

د سوات پولیس: د مدین د پېښې په تړاو ۲۳ کسان ګرفتاره کړی شوي او د پلټنو مشترکه کمېسیون جوړ شوی

د خېبر پښتونخوا د سوات سیمې پولېس وايي، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې مدين سېمه کې د قران مجيد په مبينه سپکاوي تورن تن د وژني او د پولیسو په تاڼې د بريد کېس کې یې تر اوسه پوري درويشت (۲۳) ملزمان نېولي دي.

پولیسو ویلي، د مدین پېښې په لړ کې دوه ډوله مقدمي درج کړی شوي: يوه د وژل شوي تن په خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمه، او بل دهغو خلاف چې دا کس یې وژلی، او په پولیس تاڼه یې حمله کړې او اور یې وراچولی دی.

د سوات پولیس چارواکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۳مه نيټه) وویل چې د مدين په پيښه کې د درویشتو (۲۳) کسانو د ګرفتارۍ ترڅنګ، د يوکم پنځوس (۴۹) معلومو او د دوه نيم زره نامعلومه کسانو خلاف مقدمې درج کړی شوې دي او پيښه کې ککړو نورو کسانو نېولو دپاره عمليات دوام لري.

د سوات پولېس وائي د يادې پېښې د پلټنو دپاره يوه مشترکه تحقيقاتي کميټي هم جوړه کړی شوې ده چې مشري یې د سوات پوليسو د تفشيق څانګي مشر ايس پي بادشاه حضرت کوي او نور په کې د پوليسو سپيشل برانچ، د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډې او د آی بي يعني د انټيلجنس بيورو افسران شامل دي.

خېبر پښتونخوا کې ځیني سياسي مشران غوښتنه کوي مدين سېمه کې د قران مجيد د مبينه سپکاوي د پيښي دې هراړخېزه پلټني وشي او ولس ته دي رېښتوني حقايق وښودل شي.

د عوامې نېشنل پارټي صوبائي مشر میا افتخار حسین وایي د الزام لګولو او خبرې کولو پر ځای دې، جامع تحقیق وشي. هغه وي او اې ډېوه ته وویل: "مطلب دا دی چې تن راځي او دلته واقعهکوي او هغه د دې ځای نه دی، نو دا څنګه راغلو او څه له راغلو دا واقعه یې دلته ولې وکړه؟ د دې شاته څه بيک ګراونډ دی."

د قومي وطن پارټۍ یو مشر، سکندر خان شېرپاو وایي، ولس کې د تشدد نه ډکو رويو ډېر علتونه دي، او په ولس کې د رياستي پاليسو نه باور پورته شوي دی.

ښاغلي شېرپاو وویل، "د دې بنيادي وجه زه دا ګڼم چې چونکي سياسي تربيت هغه شان ونه کړی شو، پوليټکل پروسس کې وقفې راغلې، او د هغي د وجي نه په معاشري کې په عدم برداشت/غېررواداري کې ډيره اضافه وشوه."

د مزدور کسان پارټۍ مشر افضل خاموش دا الزام لګوي چې ګني پاکستان کې د "يو منظم سازش" لاندي سياسي عمل په شا تمبول کيږي او د تشدد کوونکو دپاره زمینه برابرول کيږي چې په نتیجه کې ټولنه د ګډوډي او انتشار ښکار شوې ده.

هغه وایي، "دلته په پاکستان کې سياسي شعور لرونکي خلک هغه د يو سازش لاندې څنډې ته کيږي، د يو ډير خطرناک سازش لاندې او نوي خلک کوم چې د اسټبلشمنټ او ملايت ته هغه تقويت ورکوي، د هغوی سره ګډ جوړ کوي هغه خلک راوړاندي کول کيږي او زما په خيال پاکستان کې دا وخت يو هجوم دی."

څيړونکي وائي سیاسي پارټو او صوبائي حکومت د مدين په پيښه هغه ډول کردار ونه لوبولو څه ډول اواز چې په کار و.

د سوات په مدین سیمه کې خلکو د جون په ۲۰مه له پنجابه ورغلی تن په دې تور ووژلو او ویې سوځولو چې وایي هغه د مذهب سپکاوی کړی وو، خو ځایي پولیس وایي هغه تن تر وژل کېدو مخکې ورته ویلي وو چې مسلمان دی او قرآن به ولې سوځوي.

پولیس وایي ۳۵ کلن سلېمان د اختر په دویمه ورځ د سیالکوټ نه مدین ته راغلی وو او د سیند په غاړه په یو هوټل کې یې یوه کمره په کرایه نیولې وه او تېره ورځ ګاونډي کمرو والا په هغه تور لګولی وو چې د قرآن مجید پاڼې یې سېځلې دي.

پولیسو تر پېښې وروسته اوس په مدین کې هغه هوټل بند (سیل) کړی چې دغه وژل شوی تن او د څنګ په کمرو کې پر هغه تور لګوونکي اوسېدل، دا نه ده معلومه چې دغه کسان څوک وو او هغوی هم نیول شوي دي که نه.

رزمک کې ولسي غونډه: د ترهګرۍ خلاف نړېواله مرسته، "د عوامو په تاوان ده"

Razmak - North Waziristan PTM
Razmak - North Waziristan PTM

د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د پي ټي ایم لویه ولسي غونډه شوې چې په کې د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو قامي مشرانو برخه اخېستې وه او ویل یې چې نور پخپله خاوره نوي جنګونه نشي زغملی.

دغې ولسي غونډې یو قرارداد منظور کړو چې وایي، امریکا، د نړۍ نور هیوادونه دې د ترهګري پرضد او د ترهګري ځپلو په سر پوځ ته مرستې نه ورکوي ځکه چې دا مرستې د عام ولس په تاوان تمامیږي.

امریکه او د نړۍ نور هیوادونه د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د پوځ مالي مرسته کوي.

‎د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغې جلسې په اړه حکومت او پوځ تر اوسه څه رسمي بیان نه دی ورکړی.

د ولسي غونډې پرمهال، د علاقې په وسایلو او افغان پوله خبرې شوې او وینا والو وویل چې ګني د پولې دواړو خوا وسایل لوټل کیږي او د پولې په کېدو سره د سیمې خلکو نه کاروبار اخستل شوی دی.

د رزمک په غونډه کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین هم برخه اخېستې وه او ویې ویل چې د تیرو شلو کلونو نه د ناامنۍ پرضد یو نه ختمېدونکی جنګ روان دی چې په کې عام ولس ته زیانونه اوړي.

خو یاده دې وي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ خلاف د پوځي عملیاتو په پایله کې د ګڼو عسکرو په قربانۍ د ستر بریالي توب ترلاسه کېدو دعوې کوي.

پي ټي اېم د تازه پوځي عملیاتو مخالفت ورسته له هغې کړی چې تېره ورځ د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د "عزمِ استحکام" په نوم د عملياتو له لارې د ترهګرۍ د مخنيوي د قامي کمپين د بيا فعالولو منظوري ورکړې ده.

په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد د قامي کمېين د فعالولو دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې په امنيتي ځواکونو پرله پسې ترهګريزو بريدونو کې هغوي ته درنه مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د پي ټي ایم د بلوچستان صوبې رابطه کار نور باچا د خپلې وینا پرمهال ویلي په پوله ازغن تار لګولو او په پوله د تګ راتګ د پاره پاسپورټ او ویزه لازمي کول د پښتنو په اقتصاد لوی ګزار دی.

هغه ویلي دوی د پولې په تړلو غلي نه پاته کیږي او جنوبي وزیرستان انګور اډه سیمه کې د احمدزي وزیرو او د چمن لغړي اتحاد پرلتونو پوره ملاتړ کوي.

رزمک د شمالي وزیرستان یوه تاریخي سیمه ده او خپل ښایست له امله وړوکۍ سویټزرلنډ ورته ویل کیږي. دا هغه علاقه ده چې له دې ځایه د فقیر ایپي لښکر انګریزان شړلي وو.

په رزمک کې د انګریزانو چاوڼۍ او مرکزونه اوس هم موجودي چې اوس په کې د پاکستان پوځ مېشت دی او د وزیرستان د نورو سیمو په پرتله دا سیمه زیاته پرامنه شمارل کیږي.

دغلته د افغان طالبانو خوندي مرکزونه وو خو د ضرب عضب عملیاتو پرمهال دا سیمه د وړاندې نه پاکه ګرځول شوې وه او کوم عملیات په کې نه وو شوي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه دریځ لري چې د ناامنۍ پرضد ژمن دي او چې د کوم ځایی نه د وسله والو د موجودیت اطلاع ترسه کیږي پرضد یې کاروايي کوي.

پنجاب کې پرله پسې په دويمه ورځ هم يوه مور او لور د غېرت په نوم وژل شوې دي

د پاکستان په پنجاب ايالت کې پرله پسې په دويمه ورځ هم يوه مور او لور د غېرت په نوم وژل شوې دي.

ډان ورځپاڼې د پنجاب د سيالکوټ د پوليسو له خولې ويلي د سيالکوټ په پکي کوټله سيمه کې مجتبا نومې يو سړي خپله ۴۵ کلنه مېرمن او ۲۴ کلنه لور په چړو وهلی او وژلي دي.

پوليس وايي چې د ژوبل مېرمنې په مرسته يې وژونکی نيولی او د هغه په ضد يې د خپلې ښځې او لور د وژنې مقدمه درج کړې ده.

پوليس وايي د ابتدايي پلټنو نه ورته معلومه شوې ده چې ملزم خپله ښځه او لور د غېرت په نوم وژلي دي.

تر دې پېښې يوه ورځ د مخه هم د پنجاب په خانیوال سیمه کې یو تن د غېرت په نوم خپله مور اؤ درې خوېندې وژلې وې‌

د خانیوال د پولیسو مشر یا ډي پي او تیره ورخ ویلي وو چې دا پېښه د خانیوال د کبیروالا تحصیل په اوکانواله سیمه کې مخې ته راغلې ده.

پولیسو ويلي وو په اوکانوالا سیمه کې د اتو خویندو یو ورور د کور دننه په خپلې مور اؤ خویندو ناتاره ډزې کړې چې پکې د هغه مور اؤ درې خویندي وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې د غېرت په نوم د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ مطبوعات پرله پسې د غېرت په نوم د وژنو رپورټونه خپروي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.

پاکستان، ایران او روس وایي افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې اوس هم فعالې دي او خطر یې شته

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او ایران دایمي استازو د امنیت شورا په غونډه کې اندېښنه ښکاره کړې چې له افغانستانه اوس هم د ترهګرو ډلو خطر ختم شوی نه دی او روس هم ویلي چې په دې هېواد کې بهرنۍ ترهګرې ډلې لا فعاله دي. د طالبانو حکومت لا دغو تازه څرګندونو ته جواب نه دی ویلی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او ایران استازو د جون پر 21مه د امنیت شورا غونډې ته په خپلو ویناوو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او موجودګۍ په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

د پاکستان دایمي استازي منير اکرم دعوه وکړه چې د القاعده، ټي ‌ټي ‌پي او داعش خراسان په ګډون یو شمېر نورې ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کې شته او د طالبانو حکومت یې باید په ضد اغېزمن او دوامداره اقدامات وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي مِشن د منیر اکرم د وینا متن خپور کړی او هغه که یوې خواته له افغانستان سره پر بهرنیو مرستو او د دې هېواد د اقتصاد پر پیاوړتیا ټینګار کړی خو بلې خواته یې ویلي طالبان باید خپلې د نړیوالو قوانینو ذمه وارۍ پوره کړي.

منیر اکرم ویلي هغه ترهګرې ډلې چي په افغانستان کې د حکومت له معافیت یا استثنی ګټه اخلي، داسې ښکاري چې د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته مخامخ ګواښ دي:

"دغه ترهګریزي ډلې به د افغانستان لنډمهالي [د طالبانو] حکومت او د هغوی د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا اهدافو ته هم یو لوی خطر وي."

منیر اکرم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، د افغانستان پر اوسني حکومت دې ږغ وکړي چې له ټي ‌ټي ‌پي او ورسره تړلو ډلو سره یې اړیکې پرې کړي، د پولې پورې غاړې ته د هغوی د بریدونو مخه نیسي.

منیر اکرم وایي حکومت یې په وار- وار په لوړه کچه د طالبانو له حکومت سره خبرې کړې دي او له هغوی یې غوښتنه کړې چې د ټي ‌ټي ‌پي ترهګر بې وسلې کړي، مشران یې ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري:

"له بده مرغه له ژمنو سره سره تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی. د ټي ټي پي خوندي پناه ځایونه د پاکستان پولو ته نیزدې دي. د پولې پورې غاړې بریدونه دوام لري".

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني هم د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د سیمې هېوادونه له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه اندېښمن دي او وایي دا د واکمنو چارواکو ذمه واري ده چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه وکړي:

"ایران [د ترهګرۍ] د دې ګواښونو په ضد په اغېزمنه توګه د واکمنو چارواکو د مبارزې پر وړتیا شک لري. د سیمه ییز امن او ارامۍ لپاره له واکمنو چارواکو سره دوامداره نړیوال مشارکت ډېر مهم دی. "

سعید ایرواني زیاته کړه، ایران په افغانستان کې د توندروۍ، ترهګرۍ او پسماندګۍ د ستونځو د حل کولو ملاتړ کوي او تیار دی چې د دې هېواد د بیارغونې لپاره فعاله برخه واخلي:

"په دویمه ناسته کې چې د جون په اتمه په تهران کې وشوه، ګډونوالو د افغانستان د حالت په ځانګړې توګه د بهرنیانو د ملاتړ لرونکو ترهګرو ګواښونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې له دغه هېواده ګاونډیانو او سیمې تر اغېز لاندې راولي".

تر دې مخکې هم امریکې، ملګرو ملتونو، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په وار وار له افغانستانه د ترهګرۍ د ممکنه خطرونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې دي او د طالبانو له حکومته یې د مخنیوي غوښتنې کړې دي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، لا هم د افغانستان له خاورې ګواښونه دوام لري، ځکه چې وایي د القاعدې او داعش ډلو په څېر د ترهګرو ډلو پناه ځایونه لا هم په دغه هیواد کې شته.

د روس تاس خبري ایجنسۍ د جون پر 21مه په رپوټ کې ویلي، لاوروف د ټولیز امنیت تړون د تنظیم د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي:

"د طالبانو حکومت له دغو ترهګرو ډلو سره جنګیږي او موږ له دغې مبارزې سره مرسته ډېره ضروري ګڼو."

طالبانو د پاکستان او ایران د استازو او د روس د بهرنیو چارو د وزیر اندېښنو ته جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو ویلي چې د داعش په ګډون یې ترهګرې ډلې یې په افغانستان کې ځپلې او خپله خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

پاکستان کې د "عزم استحکام" عملیاتو په اړه څېړونکي څه نظر لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG