لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د منځني ختیځ له خبرو سره په غزه کې اوربند ته کار کوي، امنیت شورا کې یې مسوده ووټ ته وړاندې کړې


واشنګټن – امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا ته په خپلې هغې وړاندې کړې مسودې باندې د رایه ورکولو غږ کړی په کومه کې چې له حماس څخه غوښتل شوي چې وړاندې شوی اوربند ومني.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په قاهره کې خبرې کوي او وروسته بیا اسرایلو ته ځي چې د اسرایلو له وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو او د دفاع له وزیر یاو ګېلانټ سره وویني.

دغه لوړ پوړی امریکايي ډپلوماټ به همدارنګه قطر او اردن ته ولاړ شي چېرې چې به هغه غزې لپاره د بشري مرستو په کانفرانس کې ګډون وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي، اسرایل به د اوربند هغه وړاندیز ومني، په کوم کې چې په جګړه کې لومړنۍ وقفه او د دواړو خواو نه د بندیانو خوشې کېدل او غزې ته د بشري مرستو زیاتېدل شامل دي.

دغه ډول اسرایلي ځواکونه به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو څخه وځي او د فلسطین ملکيان به بېرته خپلو کورونو او ځایونو ته ستنېږي.

غزې ته د هوا له لیارې د مرستو رسول بیا پيل شوي

د امریکا پوځ د اتوار یا یکشنبې په ورځ د هوا له لیارې د غزې پټۍ شمالي برخو ته مرستې رسولي.

د امریکا پوځ تر دې مخکې په مې میاشت کې د مرستو دغه ډول رسول بند کړي وو او دلیل یې ستوزمن موسمي حالات بلل شوي وو.

د هوا له لیارې د مرستو رسول وروسته له هاغې پیل شوي چې د امریکا پوځ خبر وکړ چې د غزې په ساحلي برخه کې یې د موقتي بندري لارې بیا جوړېدل بشپړ کړي.

دغه لاره دوه اونۍ مخکې پرې شوې وه.

د اسرایلو او حماس جګړه وروسته له هاغې پيل شوه کله چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سر وتښتول.

د دې په غبرګون کې اسرایلو په غزه باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پکې ۳۷۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي‌ دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د دې راپور ځینې برخې له اسوسیټېډ پریس،‌ فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG