لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویتزرلېنډ: ۹۰ هېوادونه او ادارې به د اوکراین د سولې په کانفرانس کې ګډون وکړي

د سویس ولسمشره ویولا امحرد
د سویس ولسمشره ویولا امحرد

سویتزرلېنډ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې ۹۰ هېوادونه او نړیوالې ادارې به په دغه هېواد کې د اوکراین د سولې په کانفرانس کې چې د خالي یا شنبې په ورځ په جوړ شي ګډون وکړي.

د سویس حکومت ویلي، چې نیمایي هېوادونه له اروپا څخه دي او د پاتې نړۍ پراخ شراکت د پراخ ملاتړ بهیر لپاره ارزښت لري.

حکومتي بیان کې راغلي، چې د سولې د کانفرانس هدف دا دی چې نه یواځې د اوکراین لپاره د نړیوال قانون لاندې یوه معنی لرونکې او دوامداره سوله رامنځ ته شي بلکه په داسې یو پلان باندې کار کول دي چې څنګه روس او اوکراین د سولې په بهیر کې ښکېل کړي.

سویس دغه کانفرانس د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په ملاتړ جوړوي خو روس به پکې ګډون نه کوي.

روس په دغه بهیر باندې نیوکې کړي چې دوی به یواځې هغه وخت د سولې په کانفرانس کې ګډون وکړي کچېرې ځمکني حالات په نظر کې ونیول شي.

خو زېلینسکي د اوکراین له ټولې خاورې څخه د روسانو وتل غوښتي.

د خارکیېف جګړه:

په خارکیېف کې د روسانو پرمختګ وروسته له هاغې درېدلی چې امریکا اوکراین ته نسبي اجازه ورکړه چې د امریکا په وسلو د روس دننه هم پر اهدافو باندې برید کولای شي.

دغه خبره د سپینې مانۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سېلیوان د اتوار یا یکشنبې په ورځ کړې.

سلیوان له سي بي سي سره په یوې مرکه کې وویل،

"خارکیېف تر اوسه هم له ګواښ لاندې دی خو روسانو د جګړې په ډګر په دې وروستیو ورځو کې کوم پرمختګ نه دی کړی."

هغه وویل، چې امریکا اوکراین ته اجازه ورکړې د امریکا د ځینو وسلو په کارولو سره د خارکیېف له سیمې څخه چې له روس سره پر پوله پرته ده دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې داسې اندېښنه وه چې له داسې بریدونو سره به د ناټو پوځي ځواک هم له روس سره مستقیمې جګړې ته ټیله شي.

د ناټو متحدینو لکه فرانسه او جرمني د واشنګټن دا تګلاره غوره کړې چې اوکراین کولای شي د لویدیځ ځینې وسلې د خارکیېف نه تېر په روس کې هم په ځینو اهدافو باندې وکاروي.

د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین امریکا او د ناټو متحدینو ته ګواښ کړی له داسې اقدام سره به دی هم په ورته توګه د روس وسلې په هغو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي چې د امریکا او ناټو متحدینو سره په ورته واټن کې وي.

Forum

XS
SM
MD
LG