لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیلم اؤ شانګله کې دوه جیپونه د حادثو ښکار شوي، 20 کسان په کې مړه شوي، 7 ژوبل


د پاکستان واک لاندې کشمیر د نیلم سیند غاړه
د پاکستان واک لاندې کشمیر د نیلم سیند غاړه

د پاکستان د واک لاندې د کشمیر په نیلم وادۍ اؤ د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې سیمه کې دوه جیپان د حادثو سره مخ شوي چې 20 کسان پکې مړه شوي اؤ 7 نور ژوبل شوي دي.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې ویلي د نیلم په کریم اباد سیمه کې چې د سېلګرو کوم ډک جیپ اوړمه ورځ سیند ته غورځېدلی ؤ په هغې کې د مړینو شمیره 16ؤ ته رسېدلی ده.

تېره ورځ د سیمې نه رارسیدلو اطلاعاتو کې ویل شوي وؤ چې د پوځ اؤ ځایي خلکو په مرسته له سینده د شپږو کسانو مړي راویستل شوي اؤ درې تنه نور سخت ژوبل شوي دي چې د پېښې په وخت د جیپ په چت ناست وؤ اؤ په دانګ وهلو یې ځانونه بچ کړی وؤ.

خو د قدرتي افتونو په مهال د نظم ادارې ویلي چې په دې پېښه کې د مړو شمیره 16ؤ ته رسېدلې ده.

د سېلګرو دغه جیپ د کیل سیمې څخه تاؤ بټ ته روان ؤ چې په لاره کې له ډرایور بې قابو شوی اؤ سیند ته غورځېدلی ؤ.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې هم یو جیپ د غره نه ښکته رغړیدلی چې د پولیس سرچینو په وینا څلور کسان پکې مړه شوي اؤ څلور نور سخت ژوبل شوي دي.

د پولیسو سرچینو وینا ده چې دا جیپ د بشام بریا کوټ سیمې ته روان ؤ چې په لاره کې یې بریک فیل اؤ له ډرایور بې قابو شو اؤ له غره ښکته وغورځېدو.

د پېښې وروسته د سیمې اوسیدونکو اؤ مرستندویه فعالانو مړي اؤ ژوبل کسان راویستلي اؤ د بشام هسپتال ته یې رسولي دي.

تر دې وړاندې په 28مه مې هم په شانګله سیمه کې یو جیپ ژور ګړنګ ته لوییدلي ؤ چې په کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې پېښې یوه اوونۍ وړاندې هم د پښتونخوا په غرییزه سیمه ایبټ اباد کې یو جیپ ژور ګړنګ ته لوییدلي ؤ چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ 6 کسان مړه شوي اؤ 4 نور ژوبل شوي وؤ.

همدا راز د مې میاشتې په 17مه نېټه د ایبټ اباد سره پیوست د خېبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې د ګاډي په یوه حادثه کې یوه مېرمن مړه شوې اؤ 7 تنه نور ژوبل شوي وؤ.

د دغه پېښې په سبا یعنې 18مې د خېبر پښتونخوا د بنو نه پنجاب ته د روانې یوې کورنۍ ګاډی په خوشاب سیمه کې ژورې کندې ته لوېدلی ؤ چې پکې لږه تر لږه 13 کسان مړه شوي اؤ9 نور ژوبل شوي وؤ.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول د پښتونخوا په غرییزو سیمو کې اکثره دغسې پېښې مخې ته راځي چې څېړونکي یې علتونه د سړکونو خراب حالت، د ګاډو زوړوالی، د ډرایورانو د نشې اؤ بې خوبۍ حالت اؤ یا هم د تجربې نه لرل بولي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG