لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار: د پښتو ډرامو هنرمنده اؤ نڅاګره خوشبو وژل شوې اؤ مړی یې له پټو موندل شوی


پولیس وایي د پښتو ډرامو یوه ځایي هنرمنده اؤ نڅاګره خوشبو وسله والو وژلې اؤ د هغې مړی يې د پېښور سره نزدې د نوښار د اکبر پوره تاڼې په حدود خوش مقام کې غورځولی دی.

د نوښار ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او ښاغلي اظهر خان ویلي پولیسو د وژل شوې هنرمندې مړی د سیمې د خلکو په اطلاع د پټو نه ترلاسه کړی اؤ بیا یې د پوسټ مارټم لپاره د پبو میا راشد هسپتال ته رسولی دی.

بیلابیلو رسنیو ته د پولیسو مشر ویلي چې پولیس د وژنې مقدمه درج کړې اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ زر به په دې وژنه کې ککړ کسان ونیول شي.

د وژل شوې هنرمندې خوشبو ورور شهریار پولیسو ته ویلي چې د هغوي تعلق د صوابۍ ضلعې سره دی خو فعلاً په پېښور کې اوسیدل.

د شهریار په مدعیت کې د پولیسو لخوا د درج ایف آي ار له مخې وژل شوې هنرمندې به ودونو ښادو کې نڅا کوله اؤ د شوکت اؤ فلک نیاز په نوم دوؤ کسانو هغه له نڅا منعې کوله .

د هنرمندې ورور پولیس ته ویلي چې خور یې د شوکت اؤ فلک نیاز په وینا له نڅا لاس نه اخستو نو ځکه هغوي وژلې اؤ مړی يې ورله د پېښور نه بهر په اکبر پوره سیمه کې په پټو کې غورځولی دی.

د هنرمندې ورور ویلي چې خور یې په یو شمیر پښتو ډرامو کې هم کار کړی دی.

تر دې وړاندې هم د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په مختلفو وختونو کې وسله والو یو شمیر هنرمندانې اؤ نڅا ګرې وژلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG