لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنټکام پخوانی قومندان: بایډن له افغانستان څخه په وتلو کې "ناوړه" انتخاب وکړ


واشنګټن – د امریکا د مرکزي قوماندې یا سېنتکام پخواني قومندان چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو کتنه کوله امریکا غږ ته وویل، ولسمشر جو بایډن کله چې له افغانستان څخه یې د امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه کوله "له ټولو څخه ناوړه لاره" انتخاب کړه.

متقاعد یا ریټایرډ جنرال فرنک مکینزي په خپل نوي کتاب “The Melting Point,” کې لیکلي، هغه ولسمشر بایډن ته د ۲۰۲۱ کال په فیبرورۍ کې په افغانستان کې څلور پوځي انتخابونه ورکړل.

یو دا چې ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري به په افغانستان کې په اتو اډو کې پاتې کېږي، بل دا چې د امریکايي ځواکونو شمېر به ۱۸۰۰ ته راکمېږي او په دریو اډو کې به وي،‌ بل دا چې ټول امریکايي ځواکونه به وځي خو د امریکا سفارت به پر ځای پاتې کېږي او څلورم دا چې ټول امریکايي ځواکونه او د امریکا سفارت به وځي.

بایډن دریم انتخاب وکړ، چې سفارت، امریکايي ملکیان او له خطر سره مخ افغانان په دغه هېواد کې پرېږدي.

میکینزي د ګل یا دوشنبې په ورځ په یوې مرکه کې امریکا غږ ته وویل، "زه احساس کوم چې دا په څلور واړو کې تر ټولو خراب و چې په حقیقت کې هغه ځانګړې تګلاره غوره کړي."

بایډن په خپلو خبرو کې چې د دغې پرېکړې په اړه یې کولې وویل، امریکا نشو کولای چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره د غوره شرایطو د برابرېدو د هیلې لپاره د خپل پوځي شتون د اوږدېدو او پراخېدو کار ته دوام ورکړي.

بایډن وویل، "په داسې حال کې چې مونږ به په پوځي توګه په افغانستان کې ښکېل نه پاتې کېږو، زمونږ ډپلوماټیک او بشري کار به دوام لري. مونږ به د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو. مونږ به د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکوو."

مکینزي همدارنګه په خپل کتاب کې لیکلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ادارې او د طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې لاسلیک کول د امریکا لخوا "د مذاکراتو یوه له ډېرو خرابو غلطیو" څخه وه.

مکینزي وړاندې وویل، مذاکرات چې هغه مهال د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد لخوا مخې ته وړل شوي وو امریکا یې د وتلو په مهال ویش کې ژمنه کړې وه خو له طالبانو څخه یې نه وو غوښتي چې له خپل لوري څخه منلي شرایط پوره کړي.

کله چې ټرمپ دا تړون اعلانوه نو هغه خبرداری ورکړ، "که بد شیان پېښ شي، نو مونږ به بېرته له داسې ځواک سره ځو لکه چې هېڅکه پخوا داسې نه وي شوي."

د مکینزي د خبرو له مخې، ولسمشر بایډن او ټرمپ "یو ډول هدفي سیاست درلود چې له افغانستان څخه ووځي بې له دې چې پایلې یې په پام کې ونیول شي."

مکینزي وویل، ایران او روس اوس یو ډول "شریکه سهولت" لري او په دې یې اندېښنې وښودې چې روس به د ایراني ډرونونو په بدل کې چې د اوکراین په جګړه کې یې کاروي ایران ته څه ورکوي.

هغه وویل، اوکراینیان باید دا توان ولري چې د روس دننه په هر هغه ځای باندې برید وکړي له کومه چې په اوکراین باندې برید کېږي "خو له ځینو محدودیتونو سره" لکه د روس د اټومي وړتیاوو په سایټونو باندې.

هغه وویل، "تاسو نشئ کولای چې هغوی ته هلته پټنځای ورکړئ."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG