لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوینټي نړیوال کپ: هند امریکې ته په ماتې ورکولو سره سپر ایټ پړاؤ ته ځان وویستو


د کرکټ د شل اووریز نړیوال کپ په ۲۵مه سیالۍ کې هند امریکې ته په اوو وکټو ماتې ورکړې اؤ سپر ایټ پړاؤ ته یې ځان ویستلی دی.

د امریکې اؤ هند د لوبډلو تر منځ سیالي د نیو یارک په نساؤ کاونټي اسټیډیم کې ترسره شوه چې ددې سیالۍ پچه هندي کپتان روهت شرما ګټلې اؤ وړومبی یې د توپ اچونې یا فیلډنګ پرېکړه کړې وه.

امریکایي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اتوؤ لوبغاړه په تاوان ۱۱۰ منډې وکړې.

د هند ارشدیپ سنګهـ د امریکې ۴، هارډک پانډیا ۲ اؤ اکشر پټیل یو لوبغاړی وسوځولو اؤ یو لوبغاړی یې د منډې جوړولو په مهال وسوځېدو.

کله چې د امریکې لخوا د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې هندي لوبډله توپ وهنې ته ودرېدله نو په پیل کې یې لوبه ډيره ګټوره نه وه اؤ دوه تکړه توپ وهونکي یا بیټران یې ویرات کوهلي اؤ کپتان روهت شرما په ابتدایي اوورونو کې وسوځېدل.

تر هغوي وروسته چې ریشبت پینټ لوبې ته ودرېدو نو هغه ۱۸ منډې جوړې کړې چې وسوځېدو.

خو د هند سوریا کمار یادیو بیا غوره لوبه وکړه اؤ د ۵۰ منډو په جوړولو سره یې خپله لوبډله بریالۍ کړه.

شیوم دوبی هم د سوریا کمار یادیو سره غوره ملګرتیا وکړه اؤ ۳۱ منډې یې جوړې کړې.

هند دا لوبه د امریکې نه په ۷ ویکټو وګټله اؤ سپر ایټ مرحلې ته یې لار پیدا کړه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG