لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي محکمې په الجزیرې باندې بندیز اوږد کړی


په دوحه کې د الجزیزې مرکزي دفتر
په دوحه کې د الجزیزې مرکزي دفتر

واشنګټن – د اسرایلو یوې محکمې دا تایید کړې چې په قطر میشتې خبري چاینل الجزیرې باندې یې د حکومت لخوا لګول شوی بندیز ۳۵ ورځې نور هم اوږد کړی دی.

دا خبره د اسرایلو د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ کړې.

الجزیره چې په عربي او انګلیسي ژبو خپرونې کوي، تېره میاشت په اسرایلو کې لومړی د ۴۵ ورځو لپاره بنده کړای شوې وه.

د وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو حکومت له الجزیرې سره د اوږدې مودې راهیسې دوښمني لري چې په اکټوبر کې په غزه کې د جګړې له پیلېدو سره نوره هم سخته شوې ده.

د اسرایلو د عدلیې وزارت ویلي،

"د تل ابیب ضلعي عدالت د اطلاعاتو د وزارت هغه لارښونې تاییدوي چې د الجزېرې چاینل خپرونې دې ودرول شي، په اسرایلو کې یې دفتر وتړل شي، انټرنیټي پاڼې ته یې لاس رسی بند او وسایل یې ونیول شي."

وزارت په خپلې انټرنیټي پاڼه باندې ویلي، چې دغه حکم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وروسته له هاغې وشو چې څارنوال یې د تایید او د ۳۵ نورو ورځو لپاره د اوږدوالي غوښتنه وکړه.

دغه بندیز هغه خپرونې نه اغېزمنوي کومې چې د اسرایلو له قبضه کړې لویدیځې غاړې او یا غزې پتۍ څخه کېږي له کومو ځایونو چې الجزیره اوس هم له حماس سره د اسرایلو جګړه پوښي.

د اسرایلو پارلمان په اپرېل کې یو امنیتي قانون پاس کړی وو چې له مخې یې هغه بهرنۍ رسنۍ بنده کړي کوم چې د اسرایلو امنیت ګواښي.

حکومت د مې په پنځمه نېټه په اسرایلو کې د الجزیرې د بندولو پرېکړه وکړه او دا چې دفترونه یې د ۴۵ ورځو لپاره وتړل شي.

خو سپریم کورټ د جون په نهمه په اسرایلو کې د مدني حقونو د اسوسیېشن لخوا په یو جمع شوي درخواست کې دا قضیه د تل ابیب ضلعي عدالت ته استولې وه.

حکومت بیا له دې محکمې څخه غوښتي و چې بندیز دې د ۴۵ ورځو لپاره تایید کړي.

قاضي د ۳۵ ورځو بندیز کړی وو او د حقوقي نیمګړتیاوو یادونه یې کړې وه.

د کمیونېکشن وزیر شلومو کارهي په یو بیان کې الجزیره "د ترهګرۍ خوله او د حماس په خدمت کې" بللې.

اسرایلو په جنورۍ کې ویلي وو چې د الجزیرې یو خبریال او یو فریلانسر چې په غزه کې په یو هوايي برید کې وژل شوي "ترهګر" وو.

ورپسې میاشت کې بیا د الجزیرې یو بل خبریال چې په ورته پېښه کې ژوبل شوی و، په دې تورن شوی چې له حماس سره "مرستیال قومندان" و.

الجزیرې دا تورونه رد کړي دي.

د بې پولې خبریالانو ډله یا آر اس ایف په الجزیرې د بندیز د لېرې کېدو غوښتنه کړې.

ملګروملتونو، امریکا او جرمني یې هم مخالفت کړی.

اسرایل د ار ایس اف د بیان د ازادۍ په نوملړ کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۰۱ ځای لري.

د تل ابیب محکمې ویلي، چې د بیان ازادي "د جګړې په وختونو کې نیمه ارزښت لري. خو هرکله چې د هېواد امنیت په اړه د پام وړ ستونزه وي نو لومړیتوب بیا امنیت ته ورکول کېږي."

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG