لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د هرنايي څخه لس تنه تښتول شوي دي


د پاکستان د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې د زرغون غره علاقې د شعبان په نوم سېلګرۍ د ځای څخه نامالومه کسانو لس تنه تښتولي دي، د ليويز ‏ځواک چارواکو پېښه تاييد کړې ده.‏

ليويز کنټرول روم ويلي، پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د ‏‎50‎‏ پورې وسله وال کسان راغلي، زرغون غره ته سېل له تللي کسان یې ګېر کړي، ‏‎14‎‏ کسان یې ‏د ځان سره بوتللي خو څلور یې بيا خوشي کړي دي.‏

ويل شوي، د نورو تښتول شوو کسانو پېژندګلو تراوسه نه ده شوې.‏ د هرنايي زرغون د کوټې نه خواوشا ‏‎50‎‏ کلوميټره لرې پرته علاقه ده.‏

وحيد مراد نومې خبریال په اېکس پوسټ کې ويلي، "بلوڅ لبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې د کوټې او هرنايي ترمنځ سېلګرۍ د ځای شعبان څخه پنجابي ‏ويونکي څو کسان تښتولي دي".‏

بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ څخه مخ ده او دغلته وخت په وخت په امنيتي ځواکونو وسله والو بريدونه، چاودنې او د تښتونو پېښې کيږي.‏

د مارچ په مياشت کې د بلوچستان د دوکۍ سيمې څخه تښتول شوي اووه کان کيندونکي مزدوران ‏‎38‎‏ ورځې وروسته خوشي شوي وو.‏

خو تازه پېښه په داسې وخت کې شوې چې پرون په ‏‎20‎م جون د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د صدر اصف علي زرداري په مشرۍ بلوچستان کې د ‏امن و امان په اړه غونډه شوې ده.‏

ويل شوي، په غونډه کې د صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي او د کورنيو چارو مرکزي وزیر محسن نقوي ګډون کړی، او صدر زرداري ويلي، بلوچستان کې به ‏د امنيت ښه کولو دپاره د قانون نافذونکو ادارو قوت سېوا کول وي.‏

د غونډې په اړه سرکاري بيان کې زياته کړل شوې، غونډې ته د بلوچستان په بېلابيلو ضلعو کې د ترهګرۍ ضد کاميابي سره مبارزې او قانون نافذونکو ‏ادارو د کردار په اړه احوال او تګلاره وړاندې کړل شوې ده.‏

صدر زرداري د بلوچستان صوبې د ټولنيز او اقتصادي حالت په ښه کولو او خلکو ته د هنر په ور زده کولو ټينګار کړی دی.‏

هغه د ماهي ګېرۍ صنعت ته د ودې ورکولو او غېر قانونه ماهي ګېرۍ د مخنيوي ويلي دي. ‏
او د بلوچستان وزیراعلا ويلي، د ترهګرۍ د خاتمې دپاره د ګډو هڅو ضرورت دی.‏


‏ ( په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبریال حفيظ الله ستوري شېراني شريک کړي دي) ‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG