لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مريم نواز: د قران د سپکاوي تورونه ډېرو وختونو کې د بدل اخستو دپاره کاريږي


د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز
د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز

د پاکستان د پنجاب صوبې وزیراعلی مريم نواز ويلي، "د قران پاک د سپکاوي پېښې نن سبا ډېرې کيږي، مونږ ته پرې تکليف را رسي د دې پېښو د ‏مخنيوي دپاره مونږ ټولو له په ګډه کښېناستل پکار دي چې وګورو چې دا پېښې ولې سېوا شوي دي، خو دا هم ډېره مهمه ده چې په ډېرو وختونو کې دا ‏تورونه د بدل اخستو دپاره کاريږي".‏

مريم نواز دغه خبرې پرون په څلورمه جولايۍ لاهور کې د اتحاد بېن المسلين په نوم يوه غونډه کې کړي دي.‏

هغې ویلي، "په سوات کې چې څه وشو هغه زمونږ د ټولو دپاره د فکر خبره ده، چې د دې خبرې تعين نه وي شوی چې چا څه کړي دي، که ګن خلک يا ډله ‏راشي او قانون په خپل لاس کې اخلي، نو بيا به څوک هم نه بچ کيږي".‏

مريم نواز دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د تېرې مياشتې جون په 20مه د پنجاب د سيالکوټ ښار یو اوسېدونکی د سوات په مدین سيمه کې ‏قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او مړی یې ورله سوځولی ووچې هغه په مبینه توګه د قران سپکاوی کړی وو.‏ ‏

د ميډيا د رپورټونو ترمخه پوليس د وژل شوي تن په اړه ثبوتونه د ولس او ميډيا سره نه دي شريک کړي چې په هغه لګول شوی الزام ثابتوي، او بيا په دغه ‏پېښه کې د تورونو کسانو پرضد مقدمه درج شوې او ځینې کسان نيول شوي دي.‏

په ‏‎29‎م جون د پنجاب صوبې د ساهيوال ضلعې يو عدالت مسيحي احسان شان مسيح ته د مذهب د سپکاوي په قضيه کې د مرګ سزا اورولې وه.‏

تېر کال د اګست میاشت کې د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور ‏‏وروسته د عیسایانو کلیساګانو او کورونو ته اور اچولی وو.‏ د يادې پېښې وروسته په احسان شاه مسيح تور لګول شوی چې په ټک ټاک کې د سپکاوي ‏ويډیوز بيا خپرې کړې وې.‏

شان مسيح ته د سزا اورول کېدو وروسته پاکستان کې لږکيو او د لږکيو د حقونو دپاره فعالو احتجاجونه کړي او ويلي یې وو، پاکستان کې د مذهب د ‏سپکاوي ضد قانون د دوی پرضد په ناسم ډول کاريږي او دوی په دغې اړه اندېښنې لري.‏

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو پېښې مخې ته راځي.‏

د تېرې جون د میاشتې په وروستيو کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلنی رپورټ کې پاکستان کې د مذهبي ‏ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودلې وه.‏

رپورټ کې ویل شوي وو، په تېر کال ‏‎2023‎م کې پاکستان کې ‏‎16‎کسان د هغوي د عقیدې له امله وژل شوي او هم په دغه کال کې په پاکستان کې په ‏‎329‎‏ ‏کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي وو.‏

د خارجه محکمې په رپورټ کې ویل شوي وو چې پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ‏‎140‎‏ کسان نیول شوي او ‏‎11‎‏ ته د مرګ ‏سزا اورول شوې ده.‏

د ياد رپورټ ترمخه پاکستان کې وسله والو فرقه ییزه ډلو د مذهبي اجتماعاتو او عبادتخانو په ضد له تشدد ډکې کارروایۍ دوامداره ساتلي دي.‏

د پاکستان لوړ پوړي حکومتي چارواکي په تکرار سره وايي، د هېواد ايين د اقلیتونو په شمول د ټولو شهریانو د مذهبي ازادیو ضمانت ورکوي.‏

مريم نواز ويلي، "مقدمې وروسته په قلاره کيږي، ملزمان په ګوته کول او سزاګانې ورته ورکول پکار دي خو که هر څه وي، چاته اجازت ورکول نه دي پکار ‏چې قانون په لاس کې واخلي او په لارو کوڅو کې خپل عدالتونه ولګوي او خلکو ته سزاګانې ورکوي".‏

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د کال 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ‏‏1415 ‏کسان د توهين مذهب په تور نيول شوي چې په کې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.‏

د مطبوعاتي رپورټونو مطابق د 1927 او 1986 ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى 14 پېښې رپورټ شوي خو وروسته له هغې چې په یاد قانون کې ‏‏بدلونونه راوستل شول نو د مذهب د سپکاوى پېښې په چټکتیا سره زیاتې شوې او په وروستيو کلونو کې دغه ډول زیاتې پېښې په پنجاب صوبه کې ‏رپورټ شوي دي.‏

د 1987 او 2022 ترمنځ لږ تر لږه 2,120 کسان د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوي دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG