لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکي د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ د خبرو اترو لپاره په قاهره کې دي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي چې امریکایي چارواکي د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ لوظنامې د خبرو اترو لپاره په قاهره کې دي.

جان کربي وویل چې د امریکا د استخباراتي ادارې ‌ډایریکټر بل برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی بریټ مېک ګرک په مصر کې دي او ټاکل شوې ده چې دوی به د خپلو مصري، اسرایلي او اردني سیالانو سره خبرې اترې کوي.

جان کربي زیاته کړه ، " مونږ سخت کوښښ کوو" خو د اسرایل او حماس ترمنځ خلیج برقرار دی.

جان کربي د ګل/ دوشنبې په ورځ وویل: "لا هم ځینې تشې یا خلیج شتون لري چې د دواړو خواوو په پوزیشن( دریځونو) کې پاتې دي، خو مونږ به هلته ټیم نه و لیږلی که مونږ خیال نه کوو چې مونږ هلته چانس لرو".

کربي زیاته کړه : " مونږ د دغه تشو یا خلیج د ختمولو چې څومره مونږ کولې شو هڅه کوو ".

خو د اسرایل وروستی ګام کولی شي دغه خلیج نور پراخ کړي. د اسرایل پوځ د ګل /دوشنبې په ورځ د غزې په پټۍ او د لبنان په جنوب کې د حزب الله وسله والو پر ضد هوايي بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د ګل /دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ويلي : '' د غزې پټۍ په اکثره سیمو کې د اسرایل بمباري د فضا، ځمکې او سمندر له لارې دوام لري، چې په نتیجه کې یې نور ملکي خلک وژل شوي، بې ځایه شوي، کورونه او انفرسټرکچر یا زیربناوې تباه شوې دی . او د ځمکنیي بریدونو او د سختو نښتو رپورټونه هم ترلاسه شوي. ''

اسرایل د برید نه وړاندې په لسګونو زرو خلکو ته د سیمې نه د وتلو ویلی وو.

د ملګرو ملتونو ادارې رپورټ ورکړی چې په اغیزمنو سیمو کې د 60 نه ډیر سکولونه، دوه په "جزوي توګه فعال" هسپتالونه/روغتونونه، شپږ طبي مرکزونه، او دوه بنیادي طبي مرکزونه شامل دي.

په جنوبي غزه کې اسرایلي د ځواکونو د ۳۰ نه د زیاتو وسله والو د وژلو خبر ورکړی دی.

وروستی تاوتریخوالی یوه ورځ پس له هغه شوې چې په غزه کې د حماس پرضد د اسرايل د جګړې نهه میاشتې پوره شوې، په اسرايل کې ملکي وګړو احتجاجونه وکړل او د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د استعفا او جنګ بندۍ غوښتنې یې کړي دي.

(په دې خبر کې د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه معلومات اخستل شوي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG