لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیتی شورا د اوکراین په اړه بېړنۍ غونډه کوي


د میزایلو دغه بریدونه چې د ګل په ورځ د اوکراین په مختلفو ښارونو شوي په کییف کې د ماشومانو یو هسپتال هم پکې په نخښه شوی دی.
د میزایلو دغه بریدونه چې د ګل په ورځ د اوکراین په مختلفو ښارونو شوي په کییف کې د ماشومانو یو هسپتال هم پکې په نخښه شوی دی.

د روس د میزایلو له برید ونو وروسته چې لږترلږه 37 کسان پکې ووژل او له 170 څخه ډېر پکې ژوبل شول ،اوکراین د ګل/ سه شنبې په ورځ د ماتم ورځ اعلان کړي او د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د اوکراین په اړه بیړنۍ غونډه کوي.

د میزایلو دغه بریدونه چې د ګل په ورځ د اوکراین په مختلفو ښارونو شوي په کییف کې د ماشومانو یو هسپتال هم پکې په نخښه شوی دی.

د اوکراین صدر ولادي میر زیلنسکي د ګل په ورځ وویل: "د روس ترهګر باید د دې لپاره ذمه وار وګڼل شي."

زیلنسکي زیاته کړه "یوازې اندیښنې د ترهګرۍ مخه نشی نیولی. خواخوږي وسله نه ده. مونږ دې ته ضرورت لرو چې د روس میزایل را وغورځوو. د روس جنګي الوتکې باید په هغه ځای کې تباه کړل شي چې کوم ځای دا پرځای دي. د هر ډول امنیتي نیمګړتیاو د ختمولو لپاره باید قوي ګامونه واخیستل شي. "

په داسې حال کې چې نیټو د نهې /سه شنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې سرمشریزه غونډه پیلوي د اوکراین صدر وویل چې نړۍ دا صلاحیت لري چې اوکراین ته هغه څه ورکړي چې ده ورته ضرورت لري او دا فیصلې ” باید زر تر زره وکړې شي. “

د امریکا صدر جو بایډن د روس میزایل حملې "د روس د ظلم یو وحشتناکه یادونه" ګرځولي او د اوکراین لپاره د امریکا "نه ماتیدونکی" ملاتړ ژمنه یې کړی.

بایډن د ګل په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل: "مونږ به د خپلو ایتلافیانو سره په ګډه د اوکراین د فضاعي دفاع د پیاوړي کولو لپاره نوي ګامونه اعلان وو، څو د روس د بریدونو څخه د دوی ښارونه او ملکي خلک خوندي وساتلې شي. امریکا د اوکراین ولس ولاړه ده. "

اوکراین په تکرار سره له خپلو ایتلافیانو نه د روس د بریدونو پرضد د خپل فضایي دفاع د ښه کولو لپاره مرستې غوښتې دي. او د دغه وسلو ورکوونکو نه غوښتنه کوي چې د روس دننه د دغه وسلو د استعمال اجازت دی ورته ورکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG