لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس په میزایل بریدونو کی د کییف د ماشومانو هسپتال په نخښه شوې


د ګل/دوشنبې په ورځ روس لخوا د اوکراین په مختلفو ښارونو شوي دغه میزایل بریدونو کې 31 کسان وژل شوي  او 154 نور ژوبل شوي دي.
د ګل/دوشنبې په ورځ روس لخوا د اوکراین په مختلفو ښارونو شوي دغه میزایل بریدونو کې 31 کسان وژل شوي  او 154 نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین په پایه تخت کیف کې د روس لخوا ويشتل شوي په میزایل برید کې د ماشومانو هسپتال یا روغتون په نخښه شوې دی.

د ګل/دوشنبې په ورځ روس لخوا د اوکراین په مختلفو ښارونو شوي دغه میزایل بریدونو کې 31 کسان وژل شوي او 154 نور ژوبل شوي دي.

د اوکراین صدر ولاديمیر زیلنسکي ویلي " روسي ترهګرو یوځل بیا د اوکراین مختلف ښارونه: کیف ، ډېنېپرو، کریوی راح، سلویانسک او کرماتورسک باندې میزایل بریدونو کړي دي."

زیلنسکي زیاته کړه چې روس د ورځې په وخت کړي حمله دغه پنځو ښارونو باندې د څلويښتو نه زیات مختلف ډول میزایل ویشتلي چې اپارټمانونه (د استوګنې ځایونه) او نور د عامه ځایونه پکې شامل دي. د اوکراین هوایي پوځ ویلي د چې د روس 30 میزایل یې شنډ کړي دي.

چارواکو ویلي چې په کییف باندې شوي حملې کې اووه کسان وژل شوي او په کریوي راح کې 10 کسان وژل شوي او 47 ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتریش د دغه حملو غندنه کړې ده.

د اوکراین د هوایي پوځ کرنل يوری اګناټ ایسوسي ایټډ پریس ته لیږل شوي بیان کې ویلي چې روس د خپل هوایی بریدونو معیار او موثرتیا ښه کړې، او خپل میزایلو کې د هیټ ټرپس په ګډون ښه پرمختګونه کړي چې د فضایي دفاع نظام ناکامه کوي.

هغه زیاته کړه چې د ګل په ورځ شوي حملو کې میزایل ډیر په ټیټه الوتل یوازې د ځمکې نه تر 50 میټرو پورې چې دغه میزایلو په نښه کول مشکل وو.

د امریکا په مشرۍ کې غربي هېوادونو اوکراین ته د بیلینونو ډالرو وسلې ورکړي دي. دوی د نهې/سه شنبې په ورځ د امریکا په پایه تخت واشنګټن ډي سي کې د نېټو درې ورځنۍ سرمشریزه غونډه پیلوي او په دې به غور کوي چې څنګه کولی شي چې اوکراین ته د دغه ایتلاف کلک ملاتړ ډاډ ورکړي. او د اوکراین ولس ته دا امید ورکړي چې د دوی هېواد کولې شي د دویم نړیوال جنګ راهیسې د یورپ ترټولو لوی شخړې نه بهر راوځي.

د اوکراین صدر زیلنسکي پولېند ته د سفر په مهال ویلي وو چې امید لري د نېټو دغه سرمشریزه به د اوکراین دپاره نور هوایي دفاعي نظام ورکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG