لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمحسن داوړ په مشرۍ دقامي جمهوري ګوند بنیاد کېښودی شو


دپاکستان دقامي اسمبلۍ دغړي محسن داوړ په مشرۍ دپښتونخوا ملت پاله سیاسي اؤ ټولنیزو شخصیاتو دقامي جمهوري غورځنګ په نوم دیو نوي سیاسي ګوند بنسټ اېښودلی دی.

په دغه ګوند کې د افراسیاب خټک،عبداللطیف اپریدي اؤ جمیله ګیلاني ترڅنګ یو شمیر نور وتلي شخصیات هم شامل دي.

محسن داوړ دیاد ګوند دارګنائزنګ کمیټې چئیرمن اؤ‌ جمیله ګیلاني یې ویانده غوره کړل شوې ده.

دچهارشنبې ورځ پېښور کې دګوند دبنیاد اېښودلو په اړه راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې محسن داوړ ویلي پاکستان کې مخکې پوځ په سیاست کې مداخله کوله خو اوس یې دسیاست په ګډون په هرمیدان قبضه کړې ده اؤ د دوئ ګوند به دپوځ په ځائ د ولسي واکمنۍ اؤ پښتنو د حقونو دپاره مبارزه کوي.

په ټولنیزو رسنیو که چرته یو شمیر فعالینو ددې ګوند جوړښت دپښتنو د پاره یو نیک فعال ګرځولی نو بلخوا ګڼو فعالینو ددې ګوند په جوړښت نیوکې هم کړي اؤ تور لګوي چې دا ګوند دهیواد اسخباراتي شبکو دپښتنو دحقونو دپاره په مبارزه دبوخت غیرسیاسي تحریک پي ټي ایم دماتولو اؤ کمزوري کولو دپاره جوړ کړی دی.

محسن داوړ افراسیاب خټک،جمیله ګیلاني اؤ لطیف اپریدی تر دې وړاندې دعوامي نیشنل ګوند په مهمو چوکیو مشران پاتې شوي دي.

خو په دې وروستیو کې چې دپښتون ژغورنې غورځنګ بنیاد کېښودل شو نو محسن داوړ خپل ټول پام ددغه ولسي تحریک پیاوړي کولو ته ورګرځولی ؤ چې په دې ترې دګوند مشران خفه وؤ اؤ هغه یې دخپل ګوند څخه ویستلی ؤ.

همدا شان افراسیاب خټک، اؤ لطیف اپریدي هم د پښتون ژغورنې غورځنګ دمبارزې پلوي کوله خو محسن داوړ وایي چې دوئ د اوږدې سلاح مشورې وروسته ددې ګوند جوړولو عملي ګام واخستو.

خپله وینا کې محسن داوړ وویل ددې ګوند جوړولو ضرورت ځکه پېښ شو چې دوئ ګڼله دې وطن کې دقام دتحفظ اؤ ژغورنې دپاره دیو جمهوري تنظیم تشه ده اؤ ددې تشې ډکولو دپاره یې دپښتنو هر ښار اؤ هرې تپې کې مشورې وکړې .

محسن داوړ وایي نن یې دګوند یوازې یوه اساسي ځاندره جوړه کړه چې دهغې له مخې ددې ګوند دپاره یوه مرکزي ارګنائزنګ کمیټي جوړه کړل شوه.

نوموړی وایي دا ارګنائزنګ کمیټي به وروسته په صوبو کې ارګنائزنګ کمیټۍ ټاکي اؤ همدغه راز به بیا صوبایي کمیټۍ په ضلعو کې اؤ ضلعې به په یونټونو کې دغسې کمیټیانې جوړوي.

محسن داوړ وویل دیونټو په کچه چې کومه ممبرسازي کیږي دهغې په اساس به دګوند منتخب تنظیم مخې ته راځي .

دمحسن داوړ په وینا "مونږ دا ګڼو چې په موجوده وخت کې دپاکستان په سیاست کې پوځ په سیاست کې مداخلت نه کوي بلکې د ټول سیاست نه یې پښې راتاؤ کړې دي"

نوموړی وایي "یو وخت ؤ چې پوځ به حکومتونه کنټرول کول،اوس پوځ حکومت هم کنټرول کوي،اپوزیشن هم کنټرول کوي، واپډا هم کنټرول کوي، اؤ ایګریکلچر هم کنټرول کوي اؤ داسې څه پاتې نه دي چې دپوځ په لاس کې نه دي"

نوموړي وویل په داسې وخت کې دیو جمهوري تنظیم جوړښت ته ډیره زیاته اړتیا لیدل کیده چې د وطن اؤ ولس د ژغورلو دپاره خپله مبارزه وکړي.

محسن داوړ تر دې وړاندې هم وخت په وخت په پوځ سیاست کې دلاسوهنې تورونه لګولي خو پوځ دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي یوازې دخاورې اؤ ولس د ژغورنې ذمه وارۍ ترسره کوي.

په ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالینو ددې نوي ګوند د جوړښت په اړه خپل نظرونه شریک کړي چې ځېنو یې ستاینه کړې خو ځېنو نورو بیا په ځانګړي ډول دپي ټي ایم فعالینو تورونه لګولي چې دا ګوند د پي ټي ایم دځپلو اؤ ویشلو دپاره دهیواد داسخباراتي شبکو په لمسه جوړ شوی دی .

خو محسن داوړ بیا وایي چې د دوئ دګوند یوازینی مقصد دپښتنو د وسایلو دفاع اؤ دپښتون قام ژغورنه ده.

پخپله د پي ټي ایم مشر منظور پشتین لا تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی ،

وي او ای ډيوه د منظور پشتین څخه ددې ګوند دجوړښت په اړه دهغه دنظر پوښتلو په موخه د واټس اپ دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو هغه دې زنګ ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

تر دې وړاندې منظور پشتین په بیلابیلو موقعو ویلي وؤ چې دهغوئ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غیر سیاسي بڼه لري اؤ که څوک خپل ګوند جوړوي یا نورو ګوندونو کې شاملیږي نو دهغوئ دغه عمل به ذاتي وي اؤ پي‌‌ ټي ایم پسې هیڅ تړاؤ نه لري

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG