د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې آی ایس پي ار د ګل/دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په دري بیلابیلو سیمو کې د مختلف عملیاتو په مهال پنځه وسله وال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا د وسله والو ضد عملیات د جولاۍ په 28مه او 29مه ترسره شوي
د آی ایس پي ار په دغه اعلامیه کې ویل شوي امنيتي ځواکونو په مومندو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ګډ عمليات ترسره کړي دي.
په دې عملیاتو کې د قاري په ګډون دری وسله وال وژلي دي. په مومندو کې د وسله والو پټنځای یې له منځه وړی، يوه اندازه وسلې، بارود او چاودېدونکي مواد یې ترلاسه کړي.
آی ايس پي آر ويلي چي د خېبرپښتونخوا پوليسو ابرار حسين د عملياتو په مهال شهيد شوی دی۔
د آی ايس پي آر په اعلامیه کې ویل شوي امنیتي ځواکونو د خېیر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډيره اسماعيل خان کي د خفيه معلوماتو په اساس عملیات ترسره کړي دي او په همدی مهال یې یو وسله وال وژلی او درې نور وسله وال ژوبل شوي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښنوخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د استخباراتي معلوماتو په اساس شوو عملیاتو په مهال یو ترهګر وژلی دی.
د جولايي په ۲۵مه په پېښور کې د وزيراعلا علي امین ګنډا پور په مشرۍ کې شوې د اېپکس کمېټۍ د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي وو چې پوځي چارواکو غونډې ته ویلي په خېبرپښتونخوا کې به پوځي عمليات نه کېږي او د وسله والو په ضد به پوليس او د ترهګرۍ ضد اداره سي ټي ډي اقدامات کوي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي وو چې پوځ به د پوليسو او سي ټي ډي په شا ولاړ وي او ملاتړ به يې کوي .
د اېپکس کميټۍ دغونډې په اعلاميه کې ويل شوي وو د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور پوليسو ته امر کړی چې په ټوله صوبه کې دې بې توپيره کارروايي وکړي.
د جولايي په ۱۵مه په بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګي بريد شوی ؤ او د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس ترهګر وژل شوي وو.
د بنو له پيښې وروسته د خېبرپښتونخوا په مردان، خېبر، صوابۍ، جنوبي وزيرستان، مومند او نورو سيمو کې هم د ترهګرۍ په پېښو کې د زياتوالي په ضد احتجاجي لاريويونه شوي او احتجاج کوونکو ويلي په صوبه کې د نوو پوځي عملياتو عزم استحکام منلو ته تيار نه دي .
Forum