پاکستان
عمران خان په جېل کې د يو کال په پوره کېدو ويلي، د پوځ سره ښې اړيکې نه لرل به حماقت وي
په جېل کې بند د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان ويلي، "دا به حماقت يا بې وقوفي وي چې د پاکستان د پوځ سره ښې اړيکې ونه لري"، د يو کال راهسې بندي عمران خان د پاکستان په پوځ تورونه لګولي چې د حکومته یې لرې کړی او بندي کړی دی.
خو د پاکستان پوځ وخت په وخت د عمران خان تورونه رد کړي دي.
تېر کال په پينځم اګست د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درېو کالو بند سزا اورولې وه، او د هغې راهسې عمران خان په جېل کې بندي دی.
رويټرز خبري ادارې ويلي، عمران خان ورته په ليکلي بڼه ځوابونو کې ويلي، چې هغه "د امریکا څخه هيڅ ډول کرکه يا نفرت نه لري".
عمران خان د کال 2022م د اپرېل په میاشت کې د عدم اعتماد د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړل شوی، هغه په امریکا تور لګولی وو چې د امریکا په سازش د حکومت څخه لرې کړل شوی وو، خو د حکومت څخه لرې کېدو يو کال پس یې ويلي وو، "د حکومت د لرې کولو سازش یې د امریکا څخه نه د پاکستان نه پيل شوی وو".
امريکې، د پاکستان پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی وو چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.
عمران خان ويلي، "د پاکستان جغرافيايي موقعيت او په شخصي سېکټر کې د پوځ کردار مهم دی، دا به حماقت وي چې د پوځ سره ښې اړيکې ونه لري".
نوموړي زياته کړې، د حکومت څخه لرې کېدو وروسته هغه په کسانو په نیوکې کړي، په پوځ يې د ادارې په توګه نه دي کړي، "د پوځي مشرتابه ناسم حساب کتاب بايد د ادارې په توګه وا نه خستل شي".
له دې وړاندې په 31مه جولايۍ عمران خان پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز کړی او ویلي یې وو، پوځ دې د مذاکراتو لپاره خپل استازی وټاکي، هغه ورسره خبرو ته تیار دی.
حکومت د عمران خان لخوا پوځ ته د مذاکراتو وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی او د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي وو، حکومت د یو سازش له مخې پوځ سياست ته راداخلول غواړي.
عمران خان ويلي، جرنېلانو سره خبرو کې به هیڅ "تاوان نه" وي، که چرته هغه د جېل څخه وځي او بيا واک ته د رسېدو هڅه کوي.
هغه زياته کړې، ټولو هغو خبرو ته تيار دی چې پاکستان د بدو حالاتو څخه بهر کولی شي. هغه زياته کړې د شهباز شريف په وزيراعظمۍ کې د اتحادي حکومت سره خبرې کول بې ځايه دي، ځکه د نوموړي په وينا اوسني حکومت ته ولسي ملاتړ نه دی ترلاسه.
د عمران خان په خبره، "د هغو خلکو سره خبرې کول زيات ګټور دي څوک چې اصل قوت دی".
په پاکستان کې دننه او د ملک نه بهر څيړونکي د ډېر وخت راهسې د هېواد پوځ یوه داسې مضبوطه ادارې بلي چې حکومتونه جوړوي او غورځوي او دا الزام لګوي چې د سیاسي حکومتونو د ختمولو او د اقتدار سمبالولو دلارې پوځ د خپل اییني حد نه تجاوز کوي.
See all News Updates of the Day
باجوړ: وسله والو بريدونو، چاودنه کې د پوليو کارمند اودوه امنيتي عسکر وژل شوي، پينځه نور ژوبل
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې په وسله والو بريدونو او چاودنه کې د پوليو کارمند او ساتونکی پوليس اهلکار یې وژل شوي، چاودنه کې د اېف سي يو اهلکار وژل شوی بل ژوبل شوی او چارواکي وايي، د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې بريد کې د اېف سي څلور نور اهلکار ژوبل شوي دي.
د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] وقاص رفيق وي او اې ډیوه ته درې سره پېښې تاييد کړې.
هغه وويل، سلارزو تحصيل کې نامعلومه وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې برید کړی، په بريد کې د پوليو د ټيم کارمند او ساتونکی پوليس یې وژل شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د صوبې په 27 مخصوصو ضلعو کې د نهم ستمبر څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل شوی دی.
د پوليو په ټيم د بريد وروسته د کمپاين په اړه پوليس افسر وويل، د کمپاين په اړه د مرستيال کمشنر سره غونډه کوي، د هغې وروسته به د راتلونکې فيصله کولی شي.
د ډي پي او په وينا، په لوی ماموند علاقه کې د بم ناکاره کوونکې اېف سي ځواک په اهلکارو چاودنه شوې، يو اهلکار پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
تراوسه پورې د دغو دواړو پېښو زمه واري چا نه ده منلې.
پوليس افسر وويل، بله پېښه د افغانستان سره په پوله واړه ماموندو کې شوې، د پولې د پورې غاړې څخه د وسله والو په برید کې د اېف سي څلور عسکر ژوبل شوي دي.
باجوړ کې د امنيت ټينګ ساتلو په اړه نوموړي وويل، پوره هڅه کوي چې باجوړ کې امنيت په ځای او په ځانګړي ډول د پوليو کمپاين په پرامنه توګه وچليږي پوليس ساتونکي ورسره په ځای وي.
خو هغه وويل، دا وخت يواځې په باجوړ نه په ټوله پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ پېښې کيږي، او باجوړ کې امنيت ښه وو، خو په وروستيو کې پېښې کېدل سېوا شو.
عمران خان: اسیبلشمنټ ټګ دی، نور به ورسره کله هم مذاکرات ونه کړو
د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني مشر عمران خان ویلي نور به یې ګوند د اسټیبلشمنټ سره هیڅ خبرې ونه کړي.
د ډان نیوز له مخې،د نهې په ورځ اډیاله زندان کې میډیا سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان تور لګولی چې د پاکستان اسټیلشمنټ ټګ یا دوکه باز دی اؤ ویلي یې دي "مخکې مې کله هم د خبرو اترو دروازې نه وې تړلې خو نن دا دروازې تړم"
عمران خان د اسټیلشمنټ سره د مذاکراتو د دروازو تړلو دا اعلان وروسته له هغې کړی چې د ګوند ګڼ شمیر د پارلیمان غړي اؤ د سر مشران یې اوړمه ورځ په اسلام اباد کې د پارلیمان د ساحې څخه ونیولی اؤ زندان ته ولیږلی شول.
عمران ویلي ، ټول ګوند ته یې وینا ده چې نور به د اسټیبلشمنټ سره هیڅ خبرې نه کیږي ځکه چې اسټیبلشمنټ مونږ ته دوکه راکړې ده.
تر دې وړاندې په بیلابیلو موقعو د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان ویلي وؤ چې ګوند به یې مذاکرات یوازې د پوځ سره کوي اؤ د عمران خان په دغو دریځ پاکستان کې کلکې نیوکې هم شوې وې چې پوځ سیاست کې رالړل غواړي.
عمران خان ویلي په ۲۲م اګست د ګوند کېدونکې جلسه یې د اسټبلیشمنټ په خواست ځنډولې وه اؤ وایي د ۸م ستمبر د جلسې نیټه هم اسټیبلشمنټ ورکړې وه اؤ د هغې تر څنګ یې د جلسې این او سي هم ورکړې وه .
خو د عمران خان په خبره، د اتم ستمبر په جلسه کې هم مونږ ته دوکه راکړل شوه ، یحییا خان عوامي لیګ اؤ مجیب الرحمان ته هم دغسې دوکه ورکړې وه.
هغه ویلي د مجیب الرحمان سره هم یو لوري ته خبرې اترې روانې وې اؤ بل لوري ته یې په ضد د عملیاتو پلان جوړېدو اؤ زمونږ سره هم په نهم مې همدغسې وشول.
عمران خان اعلان کړی چې ګوم به یې په ۲۱م ستمبر لاهور کې جلسه کوي اؤ واضحه کړې یې ده چې که ددې جلسې اجازه ور نه کړل شي نو هم په هر صورت به یې ګوند لاهور کې په ۲۱م ستمبر خپلې جلسې نه پشا نه شي.
په اتم ستمبر تحریک انصاف په اسلام اباد کې جلسه درلوده خو له دغې جلسې وروسته د تحریک انصاف ګڼ شمیر د سر مشران اؤ د پارلیمان غړي پولیسو نیولي اؤ د هغوي خلاف یې مقدمې درج کړي اؤ زندانونو ته یې لیږلي.
په دغو مشرانو اسلام اباد کې د جلسو ،جلسونو په اړه د نوي جوړ شوي قانون د لاندې مقدمې درج شوي .
د اسلام اباد انتظامیې ویلي وؤ تحریک انصاف ته یې د جلسې ضرورت د شرطونو په اساس ورکړی اؤ یو شرط پکې دادی چې جلسه به ماذیګر څلور بجې پیل کیږي اؤ اوو بجې به پای ته رسولی شي خو د تحریک انصاف ګوند جلسه بیا د ټاکلې وخت نه په ځنډ پای ته رسېدلې وه.
عمران خان ویلي په نړۍ کې چرته هم د جلسې لپاره وخت نه ټاکل کیږي اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې دا جلسه ولې د میریټ هوټل کومه دستوره وه چې په ټاکلي وخت به ختمېده؟
هغه د اسلام اباد جلسه کې د پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډا پور د وینا ملاتړ څرګند کړو اؤ وي ویل علي امین ګنډا پور د ټول قام د جذباتو ترجماني کړې ده اؤ زه ورسره ملګری یم.
د پښتونخوا وزیراعلا د اسلام اباد جلسه کې په پوځ د کلکو نیوکو تر څنګ اخطار ورکړی و چې که عمران خان په دوؤ اوونیو کې دننه له بنده خوشې نه کړی شو نو بیا به هغوي( پي ټي آي) پخپله عمران خان له زندانه راخوشې کړي.
د عمران د دې وینا تر څنګ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د نهې په ورځ سیاست کې د پوځ د کردار په ضد قرارداد هم منظور کړل شوی اؤ په دغه قرارداد کې ویل شوي چې هره اداره باید پخپل اییني چوکاټ کې دننه کار وکړي اؤ پوځ دې له سیاسته په ډډه وساتل شي.
پوځ د پي ټي آي د حکومت دغه قرارداد ته څه غبرګون نه دی ښودلی
سیاست دې د پوځ د مداخلت نه پاک کړل شي، د پښتونخوا اسمبلۍ قرارداد
د خېبر پښتونخوا اسبملۍ سیاست کې د ادارو د مداخلې په ضد قرارداد د رایو په اکثریت سره منظور کړی اؤ په دغه قرارداد کې ټینګار شوی چې هره اداره باید پخپل اییني چوکاټ کې دننه خپل فعالیت وکړي.
د نهې یا سه شنبې په ورځ د اسپیکر بابر سیلم په مشرۍ د صوبایي پارلیمان ترسره شوې غونډه کې د منظور کړل شوي دغه قرارداد په متن کې ویل شوي چې سیاست کې د پو د ځېنو افسرانو مداخلت د دوي د خپل حلف یا سوګند څخه سرغړونه ده.
پښتونخوا اسمبلۍ کې دا قرارداد وروسته له هغې منظور کړل شوی چې تېره ورځ د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف یو شمیر د قامي پارلیمان غړي د اسمبلۍ د ساحې نه ونیولی شول.
د تحریک انصاف مشرانو اؤ د قامي اسمبلۍ اسپیکر سرار ایاز صادق د پارلیمان د ساحې څخه د پي ټي آي د غړو د نیول کېدو غندنه کړې ده اؤ اسپیکر ویلي چې پارلیمان به ددې نیولو په ضد ارو مرو اقدام کوي.
د پي ټي آي غړي یوه ورځ وروسته له هغې د اسلام اباد پولیسو لخوا نیول شوي وؤ چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند جلسې ته د وینا په مهال د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډاپور اؤ ځېنو نورو مشرانو د پوځ په اړه سخت تقریرونه وکړل.
پښتونخوا اسمبلۍ نه په منظور شوي قرارداد کې ویل شوي چې د سوګند څخه سرغړونه د غدارۍ په زمره کې راځي اؤ اؤ دا اسمبلي د هغو افسرانو خلاف د کورټ مارشل غوښتنه کوي چې د خپل سوګند څخه یې سرغړونه کړې ده.
قرارداد کې ویل شوي چې د څو افسرانو ضد اؤ مفاد جمهوریت ته زیان رسولی دی اؤ کوم افسران چې سیاست کې ککړ دي هغوي باید له سیاسته ځان په ډډه کړي.
په قرارداد کې د پارلیمان د تحریک انصاف د غړو نیونه غندل شوې اؤ ددې هر څه ذمه وار وفاقي حکومت بلل شوی دی.
قرارداد کې ویل شوي چې که د تحریک انصاف ګوند مشران زر تر زره خوشې نه کړل شوی نو د حالاتو ذمه وار به د پوځ څو افسران وي.
تر دې وړاندې د اسمبلۍ غونډه کې د تحریک انصاف ګوند بیلابیلو پارلیماني غړو پخپلو وینا ګانو کې د پوځ په تګلارو سختې نیوکې وکړې اؤ پوځ یې ملک اؤ جمهوریت ته په زیان رسولو تورن کړو.
د پاکستان پوځ د پښتونخوا اسمبلۍ قرارداد اؤ د پارلیمان د غړو نیوکو ته کوم ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې چې کله هم په پوځ سیاست کې د مداخلې تورونه لګول شوي نو پوځ یې له منلو انکار کړی اؤ ویلي یې دي چې سیاست کې هیڅ لاسوهنه نه کوي.
د نهې په ورځ د تحریک انصاف ګوند مشرانو د یو پریس کانفرنس په مهال د پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډا پور لخوا سیاست کې د پوځ د مداخلې په اړه بیان باندې د معذرت کولو نه انکار کړی دی.
پېښور کې مطبوعاتي کانفرنس ته د پارټۍ د مشرانو عمر ایوب، اسد قېصر، اعظم سواتي اؤ نورو سره یو ځای د پي ټي آی عمومي سکتر سلمان اکرم راجا وویل، علي امین ګنډا پور چې د پوځ په اړه څه ویلي په هغې هیڅ معذرت نه کوؤ .
هغه وویل د اسلام اباد جلسه کې چې علي امین ګنډا پور کوم تقریر کړی ؤ هغه د ولس د زړونو غږ دی.
پېښور هایي کورټ: مرکزي حکومت دې د شکیل اپریدی مېرمن نوم په پاسپورټ کنټرول لسټ کې د اچولو وجوهات وښایي
پېښور هایي کورټ وفاق ته امر کړی دی چې لسو ورځو کې دننه دې عدالت ته د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمنې عمرانه شکیل نوم پاسپورټ کنټرول لسټ (پي سي ایل ) کې د اچولو وجوهات وښایي.
پېښور هایي کورټ ددې نه وړاندې د مېرمن عمرانه نوم د ایګزیکټ کنټرول لېسټ نه د ویستو امر هم کړی و.
د پیښور هایي کورټ مشر قاضي جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس وقار احمد دوه کسیزه بنچ د ډاکټر شکیل اپریدي د کور ودانې مېرمن عمرانه شکیل د پي سي ایل یعني پاسپورټ کنټرول لسټ نه د نوم ویستو درخواست اوریدنه کې وفاقي حکومت ته د اټارڼي جنرل (مشر څارنوال) او ډپټي اټارني جنرل په ذریعه حکم کړی دی چې لسو ورځو کې دننه دې عدالت ته هاغه وجوهات اوښایي چې حکومت ولې د مېرمن عمرانه شکیل نوم پي سي ایل کې اچولی دی.
د عمرانه شکیل وکیل محمد عارف جان ایډوکیټ وي او اې ډیوه سره خبرو کې وويل:
”دا ود ان ټین ډیز (لسو ورځو کې دننه) چې کوم ټایم ورکړی شوی دی. نو په دغه ټین ډیز کې به د فیډرل ګورنمتټ په بیهاف (له طرفه) باندې د اټارني جنرل آفس والا په دې کې کومنټس جمع کړي او هاغه کومنټس به بیا مونږ ود ان ټین ډیز، چې مونږ ته څنکه ملاو شي، موصول شي. د هغې به مونږ کاپي واخلو نو مونږ به رجاینډر) جواب) جمع کړو. د دغه کمنټو او نیکسټ چې کوم ډیټ وي. نو په هغې به مونږ فل فلیج آرګومنټس (دلایل) کوو“.
محمد عارف جان وایي نن عدالت ته د وفاق له خوا اټارني جنرل او ډپټي اټارني جنرل دواړه وړاندې شول. ځکه چې د وفاقي حکومت په وینا ایف ای اې (د پاکستان مرکزي پلټنو اداره) د عمرانه شکیل او د هغې د ماشومانو نومونه پي این آی ایل یا پرووژنل نیشنل آډنټیفیکیشن لېسټ کې اچولي وو.
عارف جان وایي د چا نومونه چې دغه فهرست کې موجود وي نو د هغوي نوم پاسپورټ کنټرول لسټ ته ورشي. او د پاسپورټ محکمه ورته پاسپورټ نه جاري کوي. عارف جان ایډوکیټ زیاتوي وفاقي حکومت د عمرانه شکیل او د هغې د ماشومانو نومونه اي سي ایل یا ایګزیکټ کنټرول لسټ کې هم اچولي وو.
د عمرانه شکیل وکیل محمد عارف جان ایډوکیټ زیاتوي: ” ددې نه مخکې د ډاکټر صیب کوروالا عمرانه شکیل نوم په اي سي ایل کې وو. ایګزټ کنټرول لسټ. د هغې د پاره هم هغوي زما په ذریعه دلته پیښور هایي کورټ ته یو رټ کړی وو. هغه رټ په سوله نومبر دو هزار تیئس کې الاوډ شولو. او فیډرل ګورنمنټ ته ډایریکشن ایشو (امر وشو) شولو چې د دوی نوم فوري طور د اي سي ایل نه اوباسي “
عارف جان ایډوکیټ وایي لکه څنګه چې وفاق د عمرانه شکیل نوم ایګزیکټ کنټرول لسټ کې د اچولو واضحه وجوهات عدالت ته وړاندې کولو کې ناکامه شو. وایي دغه شان به پي سي ایل کې هم عدالت ته د نومونو اچولو قانوني وجوهات وړاندې نه کړی شي.
په ډاکټر شکیل اپریدي د اسامه بن لادن معلومولو کې امریکا ته د جاسوسۍ تور دی.
خو هغه ته د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ د سیمې ناقانونه ګرځول شوي یو تنظیم لشکر اسلام سره د مرستو په تور درې دیرش کاله د بند سزا اورولې وه.
ډاکټر شکیل اپریدي د تیرو څلوارلسو کالو راهسې بندي دی او دا وخت د پنجاب ساهیوال بندي خانې کې دی.
علي امين ګنډاپور وايي، "که اجازت را نه کړی شو د وزيراعلا په حېث د افغانستان سره مذاکرات کوم"
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، د لوی قبايلي جرګې، سياسي ګوندونو سره تعلق لرونکو او صوبه کې ورګډو ضلعو د منتخب استازو متفقه او مهمه غوښتنه د امن و امان ده، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلي دي او زه د افغانستان سره مذاکرات کوم". خو د نړيوالو چارو کار پوهان وايي د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده، نه چې د صوبې سره، دا سياسي بیان دی.
د خېبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو څانګې پرون په نهم ستمبر ويلي، د علي امين ګنډاپور په مشرۍ جرګې متفقه غوښتنه د امن په ځای کولو کړې ده.
ګنډاپور ويلي، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلی دی، ما په دغه سلسله کې د افغانستان سره د خبرو اجازت غوښتی دی، خو تراوسه راته اجازت نه دی مېلاو شوی، بحیثيت صوبه مونږ ته دې د افغانستان سره د خبرو اجازت راکړل شي، کنه د وزيراعلا په حېث به زه قبايلي مشران ځان سره کوم او افغانستان سره به مذاکرات کوم".
خو علي امين ګنډاپور نه دي ویلي چې اجازه یې د چا نه غوښتې ده.
د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده نه چې د صوبو سره، د علي امين ګنډاپور بيان سياسي بولي او وايي، د افغانستان سره د پاکستان مسله د پاليسۍ په کچه ده.
مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو چارو کار پوه ډاکټر عبدالشکور وايي، د پاکستان د 1973م ايين صوبو ته واک ورکړی خو د هغې باوجود د امنيت مسله د مرکز يا وفاق سره ده.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، "د پاکستان د امنيت او ترهګرۍ مسله د وفاق سره تعلق ساتي، په دې موقع زما خیال دی دا هسې بيان بازي ده، هغه [علي امين ګنډاپور] خو ډېر ډېر څه وايي چې کول غواړم، خو مرکز صوبو ته په نړیواله کچه د خبرو يا مذاکراتو اختيار نه دی ورکړی".
نوموړي زياته کړه، "ډېر څيزونه پکار ده چې صوبو ته ورکړل شي خو دلته مرکز پياوړي کيږي او څيزونه په خپل لاس کې اخلي، خو د بده مرغه د پاکستان د وزیراعظم دې ولې نه وي او د افغانستان په امورو کې د پارلیمان دومره کردار نشته چې کښېني او دغه مسله هواره کړي".
پېښور پوهنتون کې د نړيوالو چارو د اړيکو څانګې استاز ډاکټر محمد خورشيد هم وايي، د پاکستان په نظام او ايين کې خو د صوبې سره داسې اختيار نشته چې په "ځانله توګه خارجه پاليسي وچلوي، يا دې داسې غټې مسلې چې د امن سره تعلق ساتي او هغه د دفاع سره تعلق ساتي، نو داسې کوم اختيارات خو نشته".
نوموړی وايي، "په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تحريک انصاف حکومت ځانله غوندې کارونه کوي، خفګان هم کوي او تېره شپه بيا وزيراعلا نه وو، او بيا یې د امنيت د خبرو دپاره د تللو وويل چې تللی وو، نو د پاکستان ايين او نظام او اسټبلشمنټ هم دا اجازه نه ورکوي".
ډاکټر محمد خورشيد هم وايي، د تحریک انصاف په"صوبه کې په درېم ځل حکومت دی، خلکو ورله ووټ ورکړی، نو ظاهره خبره ده چې دا سياسي بيان دی او دا هغه د عمران خان په حکومت کې چې به هغه ويل چې د طالبانو سره دې مذاکرات وشي، نو دوی هم دا ګڼي چې که دا وشي او صوبه کې د امنيت کومه مسله ده نو شايد چې د طالبانو په حوالې سره نرمه رويه ولري".
په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.
د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.
د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.
خو ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.
د لوی قبايلي جرګې سره ناسته کې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، "د ترهګرۍ د خاتمې دپاره پاليسي او وخت ټاکل پکار دي د ترهګرۍ ضد عملياتو کې دې ولس په اعتماد کې واخستل شي، زر به په دغه لړ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ غونډه وبلي".
ګنډاپور زياته کړې، "غېر سرکاري وسله وال ختمولی شي، د قانون عملداري او امن و امان د پوليس او پوځ کار دی، صوبه کې دې د غېر سرکاری عناصرو پرضد کارروايي وشي، قبايلي مشران دې په خپلو علاقو کې د دغو عناصرو پرضد کردار ادا کړي".
نوموړي په صوبه کې ورګډو ضلعو سره د شوو ژمنو عملي کېدو غوښتنه هم کړې ده، چې مرکزي حکومت دې د ورګډو ضلعو لپاره د ترهګرۍ ضد جګړې فنډ او پرمختيا دپاره پيسې جاري کړي.
Forum