پاکستان
پاکستان تحریک انصاف ګوند په انتخابي قانون کې د بدلون ضد سپريم کورټ ته خواست کړی
پاکستان تحریک انصاف د 2017م کال د انتخاباتو په قانون کې د پارليمان لخوا د راوستل شوي بدلون پرضد په سپريم کورټ کې خواست کړی دی. بل لور ته الېکشن کمېشن هم سپريم کورټ ته خواست کړی، چې پي ټي آی ګوند ته د ځانګړو څوکيو ورکولو فيصله دې بيرته واخلي.
د پارليمان لخوا د الېکشن په قانون کې د بدلون قانوني مسوده کې په ظاهره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ښځو او لږکيو د ځانګړو څوکیو څخه د بې برخې ساتلو هڅه شوې وه.
قانون پوهان او د سياسي چارو پوهان وايي دا بدلونونه به د پارليمان او سپريم کورټ ترمنځ د ټکراو لامل وګرځي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ او بيا وروسته سېنېټ د اګست په 6 مه مخالف تحریک انصاف ګوند د ښځو او لږکيو د ځانګړو څوکیو څخه د بې برخې ساتلو لپاره قانوني مسوده د مخالف ګوندونو د نيوکو سر بېره منظوره کړې وه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا سپريم کورټ ته شوي خواست کې وفاق او الېکشن کمېشن فريق جوړ کړل شوي او ويلي یې دي چې د پارليمان لخوا منظور کړل شوی الېکشن اېکټ دې غېر اييني او غېر قانوني وګرځول شي او له دې سره دې انتخابي کمېشن هم د ځانګړو څوکیو نورو سياسي ګوندونو ته له ورکولو په سملاسي ډول راوګرځوي.
د حکومت مخالفو ګوندونو د سخت مخالفت پرته د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ د اګست په 6 مه د اېکشن په قانون کې د بدلون قانوني مسوده د رايو په اکثريت سره منظوره کړې وه.
د پارليمان لخوا منظور شوې ترميمي مسوده کې ویل شوي چې د هيڅ يو سياسي ګوند د لوري به د سياسي تړاو يا وابستګۍ اقرار نامه نه شي بدلېدی او دا چې کوم ګوند د پارليمان د ځانګړو څوکیو لپاره فهرست الېکشن کمېشن ته نه وي ورکړی هغه ګوند ته به ځانګړې څوکۍ نه ورکول کېږي.
قانون پوهان وايي، کېدې شي چې سپریم کورټ د پارليمان څخه د منظور شوي انتخابي ترميمي مسودې ځينې شقونه ختم کړي خو واىي ګمان نه کوي چې قانوني بدلونونه به ټول په ټوله ختم کړي.
د سپريم کورټ وکيل حسن رضا پاشا وايي، "د دې ترمیم په راوستو سره حکومت سپريم کورټ ته څرګنده پيغام ورکړی چې مونږ د سپريم کورټ په فيصله عمل نه کول غواړو، مونږ د قانون جوړولو اختيار سپریم کورټ ته نه شو ورکولی، د سپريم کورټ اختيار هم دا دی چې هغه به د قانون تشريح کوي او زما په خيال دا معامله د ګډ وډي لوري ته روانه ده".
په الېکشن اېکټ کې د بدلون دا قانوني مسوده وروسته له هغې د پارليمان څخه منظور کړل شوې چې په 12 جولايۍ سپريم کورټ په خپله يوه پرېکړه کې پاکستان تحریک انصاف ګوند د ښځو او لږکيو د ځانګړو څوکیو ورکولو لپاره وړ وبللو.
د سياسي چارو څيړونکي وايي، د الېکشن په قانون کې د بدلون ګټه به حکومت ته رسي ځکه چې د دې قانون اطلاق به د کال 2017 څخه کيږي.
د عدالتي او پارلیماني چارو خبريال عبدالقيوم صديقي وايي، "عدالت په رخصت دی، الېکشن کمېشن هم کار کوي، پارليمان او حکومت هم خپل کار کوي خو نقصان يوازې پاکستان تحریک انصاف ګوند ته رسيږي".
پاکستان تحریک ګوند د پارليمان څخه د دې قانوني مسودې منظورول په سپريم کورټ نېغ په نېغه حمله او د هيواد په تاریخ يو شرمناکه ګام بولي او په سېنېټ کې د مخالفه ډلو مشر شبلي فراز پرون سطنېټ ته خپله وينا کې ويلي وو، حکومت هڅه کوي چې د ولسي فيصلو مخه د پارليمان د لارې ونيسي.
خو د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ بيا وويل چې د الېکشن په قانون کې د بدلون قانوني مسوده د ايين او قانون مطابق ده او د قانون جوړولو اختیار چې د پارليمان سره دې، دا يوازې د 17 کسانو (ججانو) ته نه شي ورکړل کېدی.
د قانوني چارو پوهان وايي باید چې حکومت او انتخاباتي کمېشن د سپريم کورټ فېصله عملي کړي، که نه يې کوي نو حکومت د عدالت د سپکاوي ارتکاب کوي.
قانون پوه شېر امان خان يوسفزی وايي، "که پارلیمان د سپريم کورټ اييني اختیار نه مني نو بيا به د سپريم کورټ او حکومت ترمنځ خامخا ټکراو کيږي ځکه دا معامله تحریک انصاف بيا په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده او عدالت ضرور په دې اقدام کوي".
په عېن حال کې الېکشن کمېشن هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ښځو او لږکيو د ځانګړو څوکیو حقداره ګرځولو په اړه د سپريم فېصلې خلاف د بيا کتنې خواست سپريم کورټ ته کړی دی، چې د 12مې جولايۍ فيصله دې بيرته واخستل شي.
د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لروونکو سياستوالو د فرورۍ د 8 مې په انتخاباتو کې په خپلواکه توګه ګډون کړې وو او تر بريا وروسته په سني اتحاد کونسل ورګډ شول چې ګوند ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي خو انتخابي کمېشن په خپل حکم کې ويلي وو چې سني اتحاد کونسل ورسره د ځانګړو څوکیو لپاره د امېدوارانو فهرست نه وو شريک کړی.
خو وروسته د سني اتحاد کونسل په خواست سپريم کورټ 13 کسيزه بېنچ د جولايۍ په 12 مه پاکستان تحریک انصاف ته په قامي او صوبايي اسمبليو کې د ښځو او لږکيو د ځانګړو څوکیو ورکولو امر وکړو.
See all News Updates of the Day
اسلام اباد هايکورټ د عمران خان ضد پوځي عدالت کې مقدمې په اړه د حکومت نه ښکاره دريځ غوښتی
اسلام اباد هايکورټ د مرکزي حکومت لخوا د پخواني وزيراعظم عمران خان ضد پوځي عدالت کې ممکنه اورېدنې په اړه جمع کړل شوی ځواب رد کړی او مرکزي حکومت ته یې په يوه اونۍ کې د ډاګيز دريځ جمع کولو دپاره وخت ورکړی دی.
د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] د مشر عمران خان ضد پوځي عدالت کې ممکنه اورېدنې خلاف خواست باندې نن د اسلام اباد هايکورټ جسټس مياګل حسن اورنګزېب اورېدنه وکړه.
د رپورټونو ترمخه اورېدنه کې جسټس میاګل حس اورنګزېب پوښتنه کړې، چې د سياستوالو او پوځي افسرانو بيانونه او خبرونه په ريکارډ راوستل شوي دي، که بيانونه د کوم افسر لخوا راشي نو سنجيده دي.
او اډيشنل اټارني جنرل بيا عدالت ته ويلي، د عمران خان په پوځي حراست کې ورکولو په اړه د دفاع وزارت ته تراوسه پورې هیڅ خبر نشته.
هغه ويلي، که د دفاع وزارت ته په دغې اړه خواست وشو، د قانون مطابق به دغه معامله کتلی شي.
ويل شوي، جسټس میاګل حسن اورنګزېب بيا د عمران خان وکیل عذېر بنډاري ته ويلي، تاسو نه ګورئ چې خواست مو د وخت نه وړاندې کړی دی، او زياته کړې یې ده، زما سره د دې قضیې مخ په وړاندې بوتلو دپاره نور څه نشته.
څلور ورځې وړاندې اسلام اباد هاىکورټ د پخواني وزیر اعظم عمران خان په ممکنه توګه په پوځي عدالت کې د محاکمه کولو په اړه د وفاقي حکومت څخه سپيناوی غوښتی او امر یې کړی وو چې حکومت دې په څلورو ورځو کې دننه عدالت کې ځواب جمع کړي.
د پاکستان پوځ او ځينې حکومتي وزيرانو په دې وروستيو کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو اشاره کړې او ويلي یې وو چې د پوځي چارواکو د خپل شخصي او سياسي ګټو لپاره کارول قانوني کاروايۍ ته بلنه ورکول دي.
نننۍ اورېدنه کې نوموړي جج بيا ویلي، چې د حکومت لخوا پوځي عدالت کې اورېدنې په اړه کوم ډاګيز دريځ نه دی راغلی.
نوموړي اډيشنل جنرل ته ويلي، په دغه لاړه دې لارښوونه عدالت ته وړاندې کړي.
او عدالت د حکومت نه ډاګيز دريځ غوښتی چې د پخواني وزيراعظم ضد پوځي عدالت کې اورېدنه کيږي که نه کيږي.
اټارني جنرل بيا د عدالت نه وخت غوښتی او عدالت د راتلونکې نهې، سه شنبې پورې اورېدنه ځنډولې ده.
نوښار: د قران د سپکاوي په تور يوه ښځه نیول شوې
د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلعه کې د قران د سپکاوي کولو په تور يوه ښځه نيول شوې، مقدمه پرې درج کړل شوې او جېل کې بندي کړل شوې ده، له دغې پېښې دوه ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د توهين رسالت په تور بندي تن، په تاڼه کې دننه د يو پوليس اهلکار په لاس وژل شوی وو.
د نوښار د کلان په نوم پوليس تاڼې مشر [اېس اېچ او] شاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل، په 14م ستمبر د ښځې لخوا د قران سپکاوي کولو پېښه شوې ده.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، د 55 يا 60 کالو ښځه ده، په هغې تور دی چې ښېرې یې کولې، قران پاک یې وهلو، خلکو يو ځل منعه کړې خو هغې بيا دغه حرکت کړی او د هغې وروسته پرې خلکو د قران د سپکاوي تور لګولی دی.
د نوموړي په خبره، د يادې مېرمن څوک شته نه، د ګاونډيانو سره یې مخکې جګړه هم شوې، د هغې د کور په تاله کې چا اېلفي اچولې، دې بيا قران راخستی په زوره یې ډبولو، نزدې په جومات کې دغه اوازونه اورېدل شوي دي.
پوليس افسر وويل، د خلکو په شکايت دغه مېرمن نيول شوې د مذهب د سپکاوي د مادې 295 بي لاندې پرې مقدمه درج کړل شوې او جېل ته لېږل شوې ده.
په 12م ستمبر د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې په کېنټ تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی وو.
پاکستان کې اسلامي نظرياتي کونسل وايي د داسې ډول پېښو کې، چې څوک وسله راواخلي او په خپل سر اقدام وکړي، د دې جواز نه شي وړاندې کول کېدی.
پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو او په دغو پېښو کې د تورنو کسانو د خلکو په د وژنو خبرونه مخې ته راځي.
پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر مولانا راغب حسېن نعيمي وايي، د داسې پېښو کېدو څو علتونه وي.
خو نوموړي کوټه کې د شوې پېښې وروسته وي او اې ډيوه ته ويلي وو، "د دې هر باوجود بيا هم د کوټې په څېر پېښو جواز نه شي وړاندې کول کېدی، چې څوک وسله راواخلي، که هر ډول پېښه وي چې په خپل سر پکې داسې اقدام وکړي".
سږکال د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټ سیمې د پښتونخو سوات سیمې ته د سېل لپاره ورغلی تن سلیمان په مدين سیمه کې قهرجنو خلکو د قران پاک د سوځولو په تور ژوندی سوځولی او وژلی یې وو.
د سوات له پېښې وړاندې د مې په 25مه نېټه د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي وو او د قران د سپکاوي په تور یې په نزير مسيح نومې عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی وو، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی وو.
هم د روان کال جون د مياشتې په وروستيو کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلني رپورټ کې پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
د امریکې خارجه محکمې په رپورټ کې ویل شوي وو چې پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو د مذهب د سپکاوي په تورونو کې 140 کسان نیول شوي او 11 ته د مرګ سزا اورول شوې ده.
د ياد رپورټ ترمخه پاکستان کې وسله والو فرقه ییزه ډلو د مذهبي اجتماعاتو او عبادتخانو په ضد له تشدد ډکې کارروایۍ دوامداره ساتلي دي.
پاکستان کې پټرول او ډيزل ارزان کړل شوي
د پاکستان حکومت د پټرولو او ډيزلو قيمتونه راکم کړي، پټرول لس روپۍ او ډيزل 13 روپۍ او شپږ پېسې ارزان کړل شوي دي. نوي قيمتونه نن د 16م ستمبر څخه عملي دي.
د پاکستان د خزانې وزارت تېره شپه د تيلو ارزانولو اعلان کړی دی.
د خزانې وزارت ویلي،د تيلو په نړيواله منډۍ کې د تيلو قيمتونو ته په کتو د تيلو او ګېس د انتظام ادارې [اوګرا] په سپارښتنه د تيلو په قيمتونو کې بدلون شوی او نوي قيمتونه اعلان کړل شوي دي.
د پټرول يو ليټر لس روپۍ ارزان کړل شوی چې ورسره د يو ليټر پټرول قيمت 249.10 روپو ته راټيټ شوی دی.
هايي سپيډ ډيزل د يو لیټر په سر د 13.06 روپو راکمولو سره 249.69 روپو ته راکوز شوي دي.
د خاورو تېل 11.15 روپۍ ارزان کړل شوي، يو ليټر په 158.47 روپو او لايټ ډيزل د 12.12 روپو راکمولو سره 141.93 روپو ته راکم کړل شوي دي.
د رپورټونو ترمخه، په نړيواله منډۍ کې يو بېرل پټرول د 81 ډالرو څخه 76 ډالرو ته راکم شوي دي.
پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تيلو نوي قيمتونه اعلانولی شي.
له دې وړاندې د ستمبر په لومړۍ نېټه يو ليټر پټرول يوه روپۍ 86 پیسې او هايي سپيډ ډيزل درې روپۍ او 32 پيسې ارزان کړل شوي وو.
او د هغې نه وړاندې په 14م اګست يو ليټر پټرول اته روپۍ 47 پيسې او هايي سپيډ ډيزل شپږ روپۍ او 70 پيسې ارزان کړل شوي وو.
په لومړي اګست هم پاکستان کې تيل ارزان کړل شوي، د يو ليټر پټرولو په قيمت کې شپږ روپۍ او 17 پيسې او ډيزل لس روپۍ او 86 پيسې راکم کړل شوي وو.
پاکستان: د اييني ترميمونوپه غرض د قامي اسمبلۍ او سېنېټ بلل شوې غونډې نن د غرمې پورې ځنډول شوي
د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډې تېره شپه د څو ساعتونو د وروسته والي پس رابلل شوې، خو د پيل کېدو وروسته يواځې څو دقيقي، منټونه پس د قامي اسمبلۍ غونډه او بيا د سېنېټ غونډه نن د ګل، دوشنبې د غرمې پورې ځنډول شوي دي.
د قامي اسمبلۍ د سپيکر اياز صادق په مشرۍ د شپې ناوخته د قامي اسمبلۍ غونډه پيل شوه خو د پيل کېدو لږه شېبه وروسته نوموړي د غونډې ځنډولو اعلان وکړو، چې نن د غرمې دولس نيمې بجې به بيا غونډه پيل کېږي.
وروسته ويل شوي د سېنېټ غونډه هم نن د غرمې دولس نيمو بجو پورې ځنډول شوې ده.
د حکومت لخوا پارلیمان کې د اييني ترميمي قانوني مسوده نه ده وړاندې کړل شوې.
له دې وړاندې حکومت او پاکستان تحریک انصاف ګوند د مولانا فضل الرحمان سره جلا جلا ليدلي خو بيا هم نه ده معلومه شوې چې نوموړی به د چا ملاتړ کوي.
مولانا فضل الرحمان سره په قامي اسمبلۍ کې اته او سېنېټ کې پينځه غړي دي، ويل کيږي د اييني بدلون دپاره د نوموړي ملاتړ مهم دی، ځکه په ایین کې د ترمیمونو لپاره ضروري ده چې حکومت باید په سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې په درېو کې د دوو برخو غړو ملاتړ ولري، کومه شمېره چې دا وخت د حکومت سره پوره نه ښکاري.
د قامي اسمبلۍ د غونډې ځنډول کېدو وروسته تېره شپه د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، ښیې د اييني ترميم دپاره ټاکلې شمېرې نه وې پوره ځکه غونډه وځنډول شوه.
د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف باني مشر عمران خان تور لګولی چې په ایین کې دا بدلونونه د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا د مودې غځولو لپاره کیږي خو هغه په ډاګه کړې ده چې ګوند به یې په ایین کې په ترمیمونو غلی نه پاتې کیږي.
پاکستان تحريک انصاف او جمعيت علمااسلام ګوند ځینې مشرانو ويلي، دغه ټول اييني پېکج ردوي، او تېره شپه د ياد ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر ويلي، تراوسه پورې دوی ته ياده مسوده نه ده ترلاسه شوې.
د رپورټونو ترمخه د اييني بدلونونو مسوده تراوسه نه ده جاري شوې، خو ويل کيږي په اييني بدلونونو کې د سپريم کورټ او هايکورټ د ججانو د عمر نېټه د 65 نه تر 68 پورې کلونو پورې غځولو وړانديز دی.
او د ممکنه قانون سازۍ په مسوده کې د جوډیشل کمیشن او پارلیماني کمیټې خپلو کې د یو کولو تجویز هم شامل دی.
د اييني بدلون دپاره د پارلیمان د غونډې رابلل کېدو او وروسته کېدو په اړه پرون مازيګر د اطلاعاتو وزير عطا تارړ ويلي وو، د سياسي ګوندونو سره مشورې روانې دي، ځکه غونډې وروسته کيږي.
او د مرکزي کابينې غونډه هم څو ځله د ماښامه پورې نه وه شوې.
اېف بي ای: صدر ټرمپ ته نزدې ډزې د هغه د وژلو هڅه ښکاري
د دریو امریکايي چارواکو په وینا، یو سړي د AK ډول ټوپک نه د فلوریډا په ویسټ پام بیچ کې د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ په ګالف کلب (میدان) ډزې کړي دي. د ډزو په وخت ښاغلي ټرمپ د ګالف لوبه کوله او وايي هغه روغ رمټ دی.
دا پېښه د اتوار/یکشنبې په ورځ د غرمې وروسته نزدې دوه بجې شا اوخوا شوې ده. د امریکا استخباراتي اداره اېف بي ای وايي په ظاهره دغه ډزې د هغه د وژنې یوه هڅه وه او وايي پلټنې به کوي.
چارواکو وویل چې دغه کس د ډزو وروسته وسله غورځولې او په SUV موټر کې وتښتید خو وروسته ونیول شو. چارواکو ته نوره اجازه نه وه چې د روانو تحقیقاتو په اړه بحث وکړي او د نوم نه ښودلو په شرط یې اسوشیټیډ پریس سره خبرې وکړې.
چارواکو وسله هم په خپله قبضه کې اخستې ده.
دا په دواو میاشتو کې دوېم ځل شو چې د راتلونکو صدارتي ټاکنو امېدوار ډانلډ ټرمپ د وژلو هڅه کېږي. د دې وړاندې د جولايي په میاشت کې په فېلاډلفیا ایالت کې یوې جلسې ته وینا په وخت هم یو تن په هغه ډزې کړې وې. نوموړی په هغه حمله کې په غوږ لګېدلی وو، او چارواکو حمله کونکی په ځای وژلی وو.
چارواکي وایي د ټرمپ د راتګ په وخت تل لوبغالی د څه وخت لپاره تړل کېده ځکه چې ترڅو دغه ساحه د ټرمپ د لوبې کولو لپاره خوندي وي. په دې لوبغالي کې لوبغاړي د بهر څخه ښکاري، دا ساحه پراخه وي، نو خفیه ادارې همیشه د ده د راتګ څخه دمخه لوبغالی خوندي کوي، او دوی د زغره والو نقلیه وسایلو په مرسته په ساحه کې حفاظتي تدابیر نیسي، چې دوی وکولای شي په اضطراري/بېړني حالت کې (په موقعه) د ټرمپ حفاظت وکړی شي.
ټرمپ د دې اونۍ په پای کې د لوېديځ ساحل له ایالتونو، لاس ویګاس او یوټا ته د کمپاین له دورې وروسته فلوریډا ته راستون شوی و. هغه ډېر وخت سهار د ګالف لوبه کوي، هغه په فلوریدا کې خپل درې لوبغالي لري، چې ترمپ اکثر هلته ورځي.
په پخوانی صدر د جولای په میاشت کې د شوې قاتلانه حملې وروسته، د هغه د حفاظت اقدامات نور پیاوړه کړی شوې وو. کله چې هغه په نیویارک ټرمپ ټاور کې و نو د دغه ودانۍ نه یو اړخ ته ټرکونه اودرولی شوې و. او دغه شان کله چې هغه اوس بهر جلسه کوي نو هغه د بلټ پروف (یا د مرمیو/ګولیو نه خوندي) شیشو شاته تقریر کوي.
ټرمپ د ننۍ پېښې وروسته خپل کور مار ای لاګو کلب ته بوتلل شویدی.
په سپینه ماڼۍ کې صدر بایډن او نایب صدرې میرمن کامیله هارس ته د پیښې په اړه معلومات ورکړل شوي او د تحقیقاتو په اړه وخت په وخت خبریږي. د وائټ هاوس ترمخه دواړه مشران مطمئن دي چې ښاغلی ټرمپ بچ دی.
په صدراتي زغل کې د هغه سیاله او د امریکا نائب صدری میرمن کامیله هارس په خپل یو بیان کې ویلي هغه خوشحاله ده چې ټرمپ روغ رمټ دی او زیاتوي چې تشدد د امریکا په سیاست کې ځای نه لري.
سېنیټر لنډزی ګراهم کوم چې د ټرمپ د کانګریس د ملګرو څخه یو کلک ملګری دی د ایکس یا پخواني ټویټر په یو پوسټ کې ویلي پخواني صدر سره یي د پيښې به اړه خبرې اترې شویدي او د ښاغلي ټرمپ حوصله په ځای وه او د هغه په ټکو، ټرمپ د هغه قوي تنانو څخه یو دې کوم چې زه پیژنم.
د مارټن کاونټۍ شیرف ولیم شنائیډر ترمخه د وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي، سیکرټ سروس او د پالم بیچ کاونټۍ شیرف دفتر نه د احکامات ترلاسه کیدو سمدستي پس یې ملزم ګرفتاره کړیدی.
د ښاغلي شناېیډر ترمخه پولیسو د پیښې سمدستي پس د پام بیچ کاونټي او سېنټ لوسي کاونټي لار باندې ناکه بندي وکړه.
د هغه په ټکو په سړک ولاړ پولیسو یو مشکوک ګاډې ولیدو د چا نمبر پلیټ چې د پولیسو د ملزم په اړه معلوماتو سره سمون خوړلو ولیدو او د ګاډي اودرولو کې بریالي شول او ملزم یي ګرفتاره کړلو.
د شنائیډر په وینا ګرفتاره تن سره وسله نه وه. او د نیولو په وخت قلار و او دا تپوس یي هم نه کاو چې ولې نیول کېږي.
د ټرمپ او وېنس انتخابي کمپاین دفتر نه د نائب صدر څوکۍ لپاره ریپبلکن امیدوار جی ډي وېنس امنیتي وضیعب په اړه پوښتنې وشوي خو هغه په دې اړه څه معلومات لا تر دې دمه نه دي ورکړی.
ټرمپ به د ګل په ورځ په ټولینیز رسنیو ایکس باندې د خپل زامنو لخوا شورو کړلی شوې کرپټو کرنسۍ باندی خبرې کولې. تمه وه چې هغه به دا خبرې فلوریډا کې د خپل کور مار اې لاګو نه وکړي. د
سه شنبې یا نهې په ورځ به هغه فلنټ، مشي ګن کې خپلې پخوانۍ مطبوعاتي سیکرټري او د ارکنساس ګورنرې سارا هکبي سره جلسه کوله او د شورو یا چهارشنبې په ورځ به هغه د نیویارک لانګ ائیلېنډ کې خپل کمپاین مخ په وړاندې بوتو.
د روانی اونۍ په اخر کې به هغه په واشنګټن ډي سي کې د اسرایل امیریکن کاونسل ملي سرمشریزې شورا یا کونسل ته وینا کوي او د خالي یا شنبې به ورځ به هغه ولمنګټن شمالي کیرولائینا ایالت ته دوره کوي.
Forum