لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا جنګي طیارې منځني ختیځ ته ورسېدې

د امریکا تازده دمه ځواکونه منځني ختیځ ته رسېدلي او تیار دي چې د ایران او د ایران حمایت لاندې ډلو د ممکنه حملې په وړاندې د اسرایل دفاع سره مرسته وکړي.

د امریکا سنټرل کمانډ چې په خطه کې د امریکایي قواوو مشري کوي، ویلي چې د زیارت په ورځ هغې سیمې ته د اېف-۲۲ جنګي طیارو یوه ډله رسېدلې ده. سنټرل کمانډ په سوشل مېډیا باندې د دغو جهازونو تصویرونه هم خپاره کړي دي.

په سوشل مېډیا باندې د امریکا د سنټرل کمانډ په پوسټ کې لیکلی شوي چې دغه جېټ جهازونه "په خطه کې د امریکایي قواوو د پرځای کېدو د تبدیلاتو یوه برخه ده چې د ایران او یا د هغه د پراکسي ډلو لخوا د ممکنه سیمه ییزې شخړې مخنیوی وکړي."

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان نایب ترجمانه سبرینا سېنګ په واشنګټن کې خبریالانو ته د یو پرس کنفرنس پر مهال وویل: "دا [جهازونه] یو خورا زیات ارزښتمن دفاعي پلېټفارم جوړولی شي."

امریکايي جېټ جهازونه په داسې وخت کې منځني ختیځ ته رسېدلي چې په سیمه کې حالات نازک ښکاري. پس د هغه چې اسرایل په بېروت کې د حزب الله ډلې یو کمانډر ووژلو، او بیا په تهران کې د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه ووژل شو، دا وېره رامخې ته شوې چې ممکن په سیمه ییزه کچه شخړه راپېښه شي.

ایران او حزب الله دواړو وعده کړې ده چې انتقامي کاروایۍ به کوي، او اسرایل هم وعده کړې چې د حماس نوی ټاکل شوی مشر یحیی سنوار به نابود کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ترجمانې یو ځل بیا ژمنه څرګنده کړه چې امریکا به د ضرورت په صورت کې د اسرایل دفاع ته اودریږي. خو هغې دا هم وویل چې د امریکا مقصد د کشیدګیو راکمول چې څه جګړه پېښه نشي.

د اسرایل پوځ د زیارت په ورځ وویل چې ځواکونو یې د لبنان په جنوبي سیمو کې د حزب الله په ضد تازه بمبارۍ کړې دي.

د اسرایل پوځ دا هم وویل چې د غزه په جنوبي ښار رفح کې یې هم حملې کړې دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG